
01/02/2025
*`🥀په ګناه پسې نیکي کول د ګناه اغېز له منځه وړي!🥀`*
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
له الله تعالی څخه ووېرېږه، په هر حالت کې چې يې، په بدو کړنو پسې نيکي وکړه، چې هغه بدۍ محوه کړي او له خلکو سره په ښکلو اخلاقو تعامل کوه.
📚الترمذي
تشریح:
دا مبارک حدیث درې مهم پیغامونه لري:
١_*`له الله تعالی څخه وېره:`*
پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته توصیه کوي چې په هر حالت کې د الله وېره ولرو، که په ښکاره یو او که په پټه. تقوا یعنې د الله له نافرمانۍ ډډه کول او د هغه اطاعت کول. که یو انسان د الله وېره په زړه کې ولري، نو په هر حالت کې به د حق لارې ته متوجې وي، ګناهونو ته به زړه نه ښه کوي، او په ژوند کې به د خپل رب رضا غواړي.
٢_*`د بدو اعمالو وروسته نېک اعمال ترسره کول:`*
انسان فطرتاً خطاکار دی، خو مهمه دا ده چې که خطا وکړي، سمدستي باید توبه وباسي او نېک عمل ترسره کړي، څو د ګناه اغېزې له منځه یوسي. لکه څنګه چې قرآن کریم وايي:
"بېشکه چې نېک اعمال بد اعمال له منځه وړي" (هود: 114).
دا موږ ته دا درس راکوي چې که چیرې کومه خطا رانه وشي، نو باید خیرات وکړو، لمونځ وکړو، یا بل نېک کار ترسره کړو، ترڅو هغه ګناه محوه شي.
٣_*`له خلکو سره په ښو اخلاقو چلند کول:`*
د ښو اخلاقو ارزښت دومره لوړ دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د دین اساسي برخه ګڼلې. ښو اخلاقو ته ژمنتیا د انسان شخصیت ښکلی کوي، خلک ورسره مینه کوي، او دا د جنت ته د رسېدو یوه لویه وسیله ده.