My Choice

My Choice افغانستان لومړی دی. 🇦🇫
(14)

د افغانستان د علماوو د مجمع رییس او دیني عالم ملا عبدالصبور عباسي په یوه تفصیلي لیکنه کې ط‌البانو ته په اشاره ویلي، چې د...
14/06/2026

د افغانستان د علماوو د مجمع رییس او دیني عالم ملا عبدالصبور عباسي په یوه تفصیلي لیکنه کې ط‌البانو ته په اشاره ویلي، چې د دین په تعبیر کې باید له افراط څخه ډډه وشي او د قرآن او سنت په رڼا کې له عصر له غوښتنو سره متوازن چلند غوره شي.
نوموړي په څرګنده ټینګار کړی چې «شخصي مزاج، طبیعت او سلیقه د هېچا لپاره د حلال او حرام معیار نه‌شي کېدای» او نه هم کوم دیني عالم، عام انسان یا واکمن کولی شي خپل ذوق د ټولنې پر خلکو د شرعي حکم په توګه وتپي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳.۸ میلیو...
14/06/2026

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې، چې عمرونه یې له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې دي، له زده‌کړو بې‌برخې دي.
هغې زیاته کړې چې هر کال نږدې ۲۵۰ زره نجونې د منځنیو زده‌کړو له حق څخه محرومیږي، چې دا وضعیت د هېواد د راتلونکي لپاره جدي اندېښنه بلل کېږي.

کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دوی ځوا.کونو د ښار په ۱۳مه حوزه کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده.بلخوا په خوست کې یو ...
14/06/2026

کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دوی ځوا.کونو د ښار په ۱۳مه حوزه کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده.
بلخوا په خوست کې یو کس د ۱۴ زره نشه‌یي ګولیو د لېږد په تړاو نیول شوی دی.

د ا.یران د خرمشهر بندر او سمندري چارو رییس علي عسکري ویلي، چې د افغانستان او پاکستان سره د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د...
14/06/2026

د ا.یران د خرمشهر بندر او سمندري چارو رییس علي عسکري ویلي، چې د افغانستان او پاکستان سره د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز د صادراتو لړۍ پیل شوې ده.
نوموړي دغه اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د ایران په لوژستیکي شبکه کې د خرمشهر بندر د رول د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم او ستراتیژیک ګام بللی دی.

دا، خلیفه دین محمد چې نورالمشایخ صیب، نورالمشایخ صیب کوي، دا سړی زمونږ د تاریخ دومره خاین او وطنفروش انسان تېر شوی چې حد...
14/06/2026

دا، خلیفه دین محمد چې نورالمشایخ صیب، نورالمشایخ صیب کوي، دا سړی زمونږ د تاریخ دومره خاین او وطنفروش انسان تېر شوی چې حد نه لري، د دغه سړي د غدر مترادفه بېلګه نشته. اصلي نوم یې فضل‌عمر مجددي دی، د شور بازار د مجددیانو د کورنۍ مشر و، دا لاندې عکس د همدغه خاین دی.
دغه سړي په ۱۹۲۸ کې له لاهور څخه د پېرنګیانو له لاوډسپیکره د امان‌الله‌خان پر ضد د کفر فتوا ورکړه او ملحد یې وګڼلو، حال دا چې امیر یو عادل مسلمان شخص و. د امیر امان الله خان د جمهوري دولت پر وړاندې به یې پېرنګیانو ته جاسوسي کوله او د سقاو د زوی ملاتړ یې کولو. د ملکه ثریا هغه عکسونه، چې اروپا ته په سفر تللې وه، انګرېزانو د هغه وخت په مشهوره چاپي رسنۍ
The illustrated weekly of India
کې چاپ کړل، بیا یې ۱۰۰۰ ګڼې کابل کې د برتانیې سفارت ته ولېږلې او له هغه ځایه همدغه نورالمشایخ د خپلو مریدانو په وساطت د افغانستان کلیو او بانډیو ته وړلې او پر خلکو یې وېشلې، چې دا وکورئ د امان‌الله‌خان مېرمن لوڅ سر ګرځي.
دی د نادر خان د کورنۍ نږدې ملګری او د جاسوسۍ پارټنر و، چې وروسته د نادر په پاچاهۍ کې د عدلیې وزیر هم وټاکل شو. د نادر په پاچاهۍ کې د دغه خاین مریدان له عسکرۍ معاف وو، دوی ته اضافي خرڅ او لګښت ورکول کېدلو، د پغمان، پروان، ننګرهار، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا او زابل په ګډون یې په ګڼو ولایتونو کې باغونه، ځنګلونه او ماڼۍ لرلې.
مونږ باید د تاریخ دغه خاین، وطنفروش او بې ایمانه وګړي وپېژنو.
عماد‌الدين دوران

نن (یکشنبه) د هېواد په مرکزي او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل دی چې د باد سرعت به په ساعت کې ...
14/06/2026

نن (یکشنبه) د هېواد په مرکزي او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل دی چې د باد سرعت به په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، په داسې حال کې چې افغانستان له لوږې، بې‌وزلۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ د...
14/06/2026

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، په داسې حال کې چې افغانستان له لوږې، بې‌وزلۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی، سلګونه زره ماشومان خپلې لومړنۍ خوراکي اړتیاوې د ښوونځیو له لارې د وېشل کېدونکو غني شویو بسکېټونو په مرسته پوره کوي. دغه بنسټ خبرد.اری ورکړی چې د اوږدو واټنونو، ترانزیټي ستونزو او سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله افغانستان ته د مرستو لېږد له جدي لوژستیکي ننګونو سره مخ دی.

د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ګمرکي ګودام کې د اورلګېدنې له امله د ضبط شویو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه ...
14/06/2026

د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ګمرکي ګودام کې د اورلګېدنې له امله د ضبط شویو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ زیا.ن اوښتی دی.
د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، په سوځېدلو توکو کې سګر.یټ، ټوکر، پټرول او نور بېلابېل مواد شامل وو. پولیسو ویلي، د اور تر مهار وروسته ځینو کسانو د ګودام د توکو د لوټلو هڅه وکړه، چې له امله یې نښته رامنځته شوه او د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټ.پي شو.
چارواکي وایي، د اورلګېدنې د اصلي لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د ط‌البانو د کابینې یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې پرون په کندهار کې د ط‌البانو د کابینې غونډه د ملا...
14/06/2026

د ط‌البانو د کابینې یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې پرون په کندهار کې د ط‌البانو د کابینې غونډه د ملا هب.ت‌الله اخندزاده په مشرۍ ترسره شوه.
د نوموړي په وینا، د کابینې غړو په دې غونډه کې د ملا هب.ت‌الله اخندزاده له کړنو او اوسني وضعیت څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه او هغه ته یې درې وړاندیزونه وړاندې کړل:
۱- ملا هبت‌الله اخندزاده دې له مشرتابه څخه استعفا وکړي.
۲- د نوي مشر د ټاکلو لپاره دې داخلي ټاکنې ترسره شي.
۳- ملا هب.ت‌الله اخندزاده دې پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي، د تعامل لاره دې خپله کړي او له اوسنیو سخت‌دریځو پالیسیو څخه دې تېر شي، ځکه د کابینې د غړو په باور له نړیوالې ټولنې سره د تقابل دوام نور د حکومت په ګټه نه دی.
همدارنګه ویل کېږي، چې ملا هب.ت‌الله اخندزاده د دغو وړاندیزونو په ځواب کې له لږ ځنډ وروسته د وروستۍ پرېکړې لپاره له کابینې د وخت غوښتنه کړې ده.
احمد سعیدي

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (بلوڅ یووالي کمېټې) ویلي، د دې غورځنګ مشرې ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو پر ضد په ثبت شویو قضی...
14/06/2026

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (بلوڅ یووالي کمېټې) ویلي، د دې غورځنګ مشرې ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو پر ضد په ثبت شویو قضیو کې رڼې او عادلانه څېړنې نه ترسره کېږي.
د غورځنګ په وینا، د شفافو عدلي بهیرونو د نشتوالي له امله ماه‌رنګ بلوچ او د هغې ملګرو د ز.ندان دننه اعتراضي پرلت پیل کړی او د خپلو قضیو د عادلانه او رڼې څېړنې غوښتنه کوي.

Address

Dubai

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when My Choice posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share