Zhagh is a Web TV highlighting the issus of ex- FATA especially South Waziristan.
ژاغ نيوز د پښتون وطن ښکلا نړۍ ته ښکاره کوي د پښتون وطن مسائل په ګوته کوي د پښتون وطن وسائل ژغوري او د پښتون بيانيه پر مخته وړي
29/12/2025
نن د پېښور پوهنتون کې د روان پرلت شپاړسمه شپه ده، او دا احتجاج لا هم په پوره استقامت سره دوام لري. د ځوانانو یوازې یو غږ دی: بندي کړل شوي زدهکوونکي دې سمدستي راخوشې کړل شي،
احتجاج کوونکي وایي چې د دوی حوصلې لوړې دي او دا مبارزه به تر هغې روانه وي، څو چې د دوی برحقه غوښتنې ونه منل شي. دا پرلت د څو زدهکوونکو غږ نه دی، بلکې د دې قام د شعور، غیرت او راتلونکي اواز دی.
تر څو چې انصاف نه وي شوی، دا سولهییز مزاحمت به دوام لري، ځکه چې د حق غوښتنه جرم نه دی، او چوپ پاتې کېدل نور ممکن نه دي.
حميد
28/12/2025
📍 پېښور پوهنتون | پرلت – ۱۵مه شپه
نن د پېښور پوهنتون کې د روان سولهییز پرلت پنځلسمه شپه ده، چې لا هم د ځوانانو په پوره حوصله او استقامت سره دوام لري۔
د احتجاج کوونکو یوازې یو غږ دی:
➡️ بندي کړل شوي زدهکوونکي دې سمدستي خوشې کړل شي
➡️ په هېواد کې دې د ډالرو لپاره روانې جګړې ودرول شي
ګډونوال وایي، دا د څو زدهکوونکو غږ نه دی، بلکې د دې قام د شعور، غیرت او راتلونکي اواز دی۔ تر هغو چې انصاف نه وي شوی، دا سولهییز مزاحمت به روان وي، ځکه د حق غوښتنه جرم نه دی۔
✊ چوپ پاتې کېدل نور ممکن نه دي
28/12/2025
د کوز سويلي وزيرستان په سر شار واڼه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاريون
26/12/2025
د ایم این اے ، ایم پی ایز او وانا ويلفير ايسوسی ايشن نه عاجزانه خواست
په سپین کې د شاه حسين شاه په نوم د جينکو کالج به د سيمې تقدير بدل کړي
23/12/2025
د خدای بخښلي استاد شاه حسين شاه د ژاغ نيوز سره دوویشت مياشتې وړاندې مرکه
22/12/2025
د خدای بخښلي استاد شاه حسين شاه د ژاغ نيوز سره دوویشت مياشتې وړاندې مرکه
مونږ به په راتلونکي څو ورځو کښې د خدای بخښلي پورا مرکه تاسو سره شریکه کړو
22/12/2025
د خدای بخښلي استاد شاه حسين شاه د ژاغ نيوز سره دوویشت مياشتې وړاندې مرکه
مونږ به په راتلونکي څو ورځو کښې د خدای بخښلي پورا مرکه تاسو سره شریکه کړو
21/12/2025
📍 پېښور
د آل بارډر لیډرشپ کونسل تر سیوري لاندې مهم کنفرانس ترسره شو. ګډونوالو د پاک ـ افغان ډيورنډ کرښې پرلهپسې بندښت باندې سخته اندېښنه وښوده او د فوري، عملي او سوداګرپالو پرېکړو غوښتنه یې وکړه.
ویناوالو وویل چې سرحدي سوداګري د لکونو خلکو د روزګار یوازینۍ وسیله ده او بندښتونه سیمهییز اقتصاد ته ستر زیان رسوي.
باد کنفرانس ته تاج وزير وينا کوي
19/12/2025
د سويلي وزيرستان د سپين د سيمې يو تکړه او ډير دروند استاد محترم شاه حسين د خپل ژوند په خپله خاتمه وکړه
هغه د فيسبوک په خپل پروفايل تفصيلي پوسټ شيئر کړې او هغه نه پس يې ځان وژلې دې
نور تفصیل په کمینټ کښې
19/12/2025
په سويلي وزيرستان واڼه کښې د روان پرلت غوښتنې ځايي چارواکو منلې دي ، ګډون وال
ځائي حکومت به د سبا نه په غوښتنو کار پيل کړی او په راتلونکې اوونۍ کښې به ټولې غوښتنې په عملي توګه سرته رسوي، ګډون وال
ياده دې وي چې نن د کوز سويلي وزيرستان خلکو د واڼه سکاوټس قلعه مخې ته لاریون وکړ او لاريون نه پس يې پرلت کښينولې وو
د پرلت ګډون والو ژاغ نيوز ته وويل چې ځايي چارواکو د دوی غوښتنې منلي او دوئ پرلت ختم کړې دې
19/12/2025
۱۔ د اعظم ورسک د کژہ پنګا سیمې څخه د بېګناه ولس د کورونو په زور خالي کول دې سمدستي بند شي، او هغه کورنۍ چې بېځایه شوې دي د هغوی فوري او باعزته ستنېدل دې یقيني کړل شي۔
۳۔ د عام ولس پر کورونو، بازارونو او د لوبو پر میدانونو بېله کومې وجهي ډزې، او د هيليکاپټرو او ډرون بريدونه په کلکه غندو او دا دې سمدستي بند کړل شي۔
۴۔ د تحصيل برمل اعظم ورسک نه تر واڼه، او همدارنګه د پتني نه تر واڼه پر مرکزي سړکونو ټول خنډونه دې ليرې کړل شي او لارې دې فوري ډول د ولس پر مخ پرانيستل شي۔
Be the first to know and let us send you an email when Zhagh News / ژاغ نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.