13/07/2026
“ځینې انسانان د ژوند په اوږدو کې تاریخ نه لولي، بلکې تاریخ جوړوي.”
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د علاجیګرو کلي یو له هغو پېژندل شوو شخصیتونو څخه شهید قوماندان سرمعلم محمد کریم خان اخندزاده و، چې خپل ژوند یې د علم، ولسي خدمت او د خپل وطن د دفاع لپاره وقف کړی و.
مرحوم د غلام جان اخندزاده زوی و. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د غور ولایت په چغچران او د هېواد په نورو سیمو کې ترسره کړې. له زده کړو وروسته یې د الینګار ولسوالۍ د انجینر شیرمحمد لېسې د سرمعلم په توګه د ښوونې او روزنې سپېڅلی رسالت پر غاړه واخیست.
هغه باور درلود چې د ملتونو ریښتینی ځواک په علم او تعلیم کې نغښتی دی. د همدې باور له مخې، د وخت د والي حسن خان په همکارۍ او د سیمې د مشرانو، ځوانانو او خلکو په ګډ زیار د انجینر شیرمحمد لېسې د ودانۍ د جوړېدو بنسټ کېښودل شو؛ هغه بنسټ چې د سیمې د زرګونو زدهکوونکو د علم او روښانتیا د سفر پیل وګرځېد.
وروسته، د خپلې رښتینولۍ، امانتدارۍ، زړورتیا او ولسي محبوبیت له امله د لغمان د خیبر جبهې د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. د شوروي ځواکونو پر وړاندې یې د خپل ایمان، وطن او ولس د دفاع په موخه مبارزه وکړه او د خپل مسؤلیت د ترسره کولو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.
له بده مرغه، د هېواد د کورنیو جګړو پر مهال د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او د خپل ژوند وروستۍ قرباني یې هم د همدې خاورې لپاره ورکړه.
شهید محمد کریم خان اخندزاده د هغو شخصیتونو له ډلې څخه و چې د قلم او خدمت تر څنګ یې د خپل وطن د دفاع مسؤلیت هم ادا کړ. د هغه ژوند د علم، صداقت، اخلاص، ولسي خدمت او قربانۍ یوه روښانه بېلګه ګڼل کېږي.
د داسې شخصیتونو یاد ساتل د تاریخ ساتل دي. د هغوی خدمتونه او قربانۍ باید راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي، څو د علم، یووالي، عدالت او هېوادپالنې روحیه لا پیاوړې شي.
الله تعالی دې شهید محمد کریم خان اخندزاده ته جنت الفردوس نصیب کړي او زموږ ټولنه دې د علم، خدمت او اخلاص پر لاره ثابته وساتي. آمین.
نیازي غږ