28/08/2026
کـــټ مټ یې د دوزخ دننـه شپـې راباندې وکړې
دې ژوند خـــو پۀ ولا سـمې نخرې راباندې وکړې
کــولی تاته نۀ شـــم مــخامخ پیرزو مـې نۀ شي
تصویر ته دې یو دوه ســوه ګیلې راباندې وکـړې
څلور کونجه کوټه کې یـک تنها د چا پۀ یاد کــې
دردونو څـــۀ د غــــم ډکـــې ټپې رابانـــدې وکړې