14/02/2026
که څه هم زه شخصاً د کړنو او ارزښتونو نومول او محدودول په ځانګړو ورځو کې چندان نه خوښوم؛ځکه رښتینې کړنې،او درناوی باید هره ورځ وي،یوازې د تقویم په یوه ټاکلې نېټه را ژوندۍ نشي.خو بیا هم دا ډول یادونې انسان ته د درېدلو،سوچ کولو او خپل چلند د ارزولو فرصت ورکوي.
رښتیا هم د ژوند په بوختیا او کشمکش کې ډېر وخت هغه کسان له پامه غورځوو چې زموږ د ژوند تر ټولو مهمه برخه وي.که دا ورځ موږ دې ته متوجه کوي چې خپلو میندو،پلرونو،میرمنو او ښه ملګرو ته لږه زیاته پاملرنه وکړو او د قدر احساس ور وښیو،نو دا خپله یو مثبت پیغام دی.
هو،زموږ هره کړنه باید په پاک نیت،درناوي او مسؤولیت سره ترسره شي؛یوازې د شعار او نوم تر کچې پاتې کېدل یې هېڅ مانا نه لري.
Asadullah Safi