
03/06/2024
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اووریزه سیالیو نړیوال جام، ګروپ پړاو لوبو کې خپله لومړۍ سیالي، سبا د سې شنبې په ورځ د یوګاندا پر وړاندې کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا سهار پنځه بجې د ګیانا په «پروفېډنس» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. افغانستان په «سي ګروپ» کې له یوګاندا، وېسټانډیز، نیوزیلنډ او پياېنجي سره یوځای دی.