Bahir Afghan

Bahir Afghan فعال ژورنالیست 0786737010

21/07/2024

هغوي چي تاسو سره بد کوي هغوي هم وبښي، ځکه يو ښه انتقام بدل اخيستل نه بلکه بښل دي!

20/07/2024

*د انسان نيمه‌ ښڪُلا په ژبه کي ده ، او نيمه يي په عقل ڪې ،*

*مخ يوازې يو پوښ دي چې د وخت په تېرېدو سره زړېږی .*

باختر اطلاعاتي اژانس په خپله ایکس پاڼه خبر خپور کړی، چی ‏د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت پوليسو په فراه او غور ک...
27/04/2024

باختر اطلاعاتي اژانس په خپله ایکس پاڼه خبر خپور کړی، چی ‏د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت پوليسو په فراه او غور کې د نشه یي توکو د تولید پنځه کارخونې له منځه وړې دي.

‏د افغانستان لومړنی ترانزیټي ریل ګاډی چې ترکیې ته روان و، په ایران کې درول شوی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په د...
21/04/2024

‏د افغانستان لومړنی ترانزیټي ریل ګاډی چې ترکیې ته روان و، په ایران کې درول شوی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه اورګاډي کې چې څه باندې ۱۱۰۰ ټنه شوکاڼي بار دي، د ایران د روزنک اورګاډي سټېشن ته له ننوتو سره درول شوی او د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

کراچۍ کې نن سهار د (YKK) کمپنۍ پر جاپاني اتباعو ځـ۱نمر/ګی برید شوی.د کراچۍ پولیسو ویاند ابرار بلوچ ویلي، پېښه کې دوه تنه...
19/04/2024

کراچۍ کې نن سهار د (YKK) کمپنۍ پر جاپاني اتباعو ځـ۱نمر/ګی برید شوی.
د کراچۍ پولیسو ویاند ابرار بلوچ ویلي، پېښه کې دوه تنه م م.ړه او دوه ټپیان شوي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
کاپی Aseer Mushwani
***

18/04/2024

‏د افغانستان بانک يو ځل بیا د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د غويي (ثور) میاشتې په لومړۍ نېټه، (۱۶) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی دی. چی ‏پرون د تورخم له لارې ۵۸، سپین بولدک له لارې ۵۳، د اسلام کلا ل...
18/04/2024

باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی دی. چی ‏پرون د تورخم له لارې ۵۸، سپین بولدک له لارې ۵۳، د اسلام کلا له لارې ۸۹ او د ورېښمو پله له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

‏طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله په ټول هېواد کې ۷۰ تنه...
17/04/2024

‏طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله په ټول هېواد کې ۷۰ تنه م.ړه شوي او ۵۶ تنه ټپیان دي.

‏پاکستان د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله.پاکستاني چارواکو ویلي، هغو کسانو ته اجازه ورکوي، چې پاسپورټ او ویزه ولري....
16/04/2024

‏پاکستان د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله.
پاکستاني چارواکو ویلي، هغو کسانو ته اجازه ورکوي، چې پاسپورټ او ویزه ولري.
ځايي مسوولین وايي، هڅه کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

‏د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې مختلفو ولایتونو کې د تیرو ورځو‌ د شدیدو بارانونو او سیلابونو له کبله ۵۰ ت...
15/04/2024

‏د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې مختلفو ولایتونو کې د تیرو ورځو‌ د شدیدو بارانونو او سیلابونو له کبله ۵۰ تنو خپل ژوند بایللی او لسگونه نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې سیلابونو زرگونه جریبه زراعتي ځمکه هم له منځه وړې او سلگونه کورونه تخریب او ویجاړ شوي دي.

د باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی.‏اې.بي.سي شبکې د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې پر اسرایلو د...
15/04/2024

د باختر اطلاعاتي اژانس په خپل ایکس پاڼه خبر خپور کړی.
‏اې.بي.سي شبکې د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې پر اسرایلو د ایران د وړمې شپې توغندیزو بریدونو صهیونستي رژیم ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې؛ ۹ توغندي د اسرایلو پر دوه هوایي ډګرونو (نواتیم) او (نګو) لګېدلي، چې په پایله کې یې ځینې لویې
او وړې مسافر وړونکې او نورې الوتکې زيانمنې کړې دي.

په افغانستان کې به سیکانو ته د هغوی ځمکې بیرته ورکړل شي.هغه ځمکې چی په افغانستان کې له سیکانو او اهل هنود څخه غضب شوې دي...
13/04/2024

په افغانستان کې به سیکانو ته د هغوی ځمکې بیرته ورکړل شي.هغه ځمکې چی په افغانستان کې له سیکانو او اهل هنود څخه غضب شوې دي بیرته ورکړئ شي.په همدی تړاو
‏د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال له رسنیو سره په خبرو کې د ا.ا له لوري اهل هنود او سیکانو ته د هغوی ځمکو بېرته ورګرځول یو مثبت اقدام بللی.

Address

Baghlan
Baghlan

Telephone

+93786737010

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bahir Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Bahir Afghan:

Share