Eng. Javid Rahman Mashal

Eng. Javid Rahman Mashal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Eng. Javid Rahman Mashal, Digital creator, shahrenow, Chamkani.

خبرتیا!!هغه هیوادوال چي غواړي افعانی پاسپورت ترلاسه کړي د انلاین نوم لیکنې لپاره کولای شی زموږ نږدي دفتر ته مراجع وکړﺉ.پ...
16/03/2023

خبرتیا!!
هغه هیوادوال چي غواړي افعانی پاسپورت ترلاسه کړي د انلاین نوم لیکنې لپاره کولای شی زموږ نږدي دفتر ته مراجع وکړﺉ.
په پوره دقت او اطمینان سره نوم لیکنه ترسره کیږي.
ادرس. پکتیا ولایت څمکنیو شهرینو بازار کوز سر بنیر منګل پلازا دوهم پوړ اول دوکان پکتیا سیاحتی شرکت.
اړیکه. 0774444723

د نوي سلطنت د سرو زرو مقبره په مصر کې کشف شوه
26/02/2023

د نوي سلطنت د سرو زرو مقبره په مصر کې کشف شوه

 #رومانیا ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري. د رومانیا هېواد چې یو اروپایي هېواد دی او د زده کړو په برخه کې ښه نوم لري، ب...
23/01/2023

#رومانیا

ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري.

د رومانیا هېواد چې یو اروپایي هېواد دی او د زده کړو په برخه کې ښه نوم لري، بېلابېل سکالرشیپونه اعلان کړي دي.
دا سکالرشیپونه چې چارې یې د رومانیا هېواد د بهرنیو چارو او ښوونې او روزنې وزارتونو له لوري په ګډه په مخ وړل کېږي، په بشپړ ډول وړیا دي او ټول لګښتونه به یې د یاد هېواد له لوري ورکول کېږي.

سکالرشیپونه د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه دي، چې د انګلیسي ژبې کوم سند ته هم اړتیا نلري.

هیواد: رومانیا
سکالرشیپ: بشپړ وړیا
د زده کړو کچه: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
د نوم لیکنې د پای نیټه: د 2032ز کال د مارچ د میاشتې 15مه.
امتیازات:
•د زده کړو بشپړ لګښت
•د کتابونو او قرطاسیې لپاره کلنۍ مرسته
•د اوسېدو ځای
•روغتیايي بیمه
•میاشتینی جېب خرڅ
د لیسانس لپاره 65 یورو
ماستری لپاره 75 یورو
د دوکتورا لپاره 85 یورو

څانګې:
یاد سکالرشیپونه له طبي علومو پرته په نورو ټولو برخو کې وړاندې کېږي، چې عمده برخې یې به لاندې ډول دي، لاندې ذکر شوې برخې بېلابېل ډیپارتمنټونه او څانګې لري.

Architecture
Visual Arts
Romanian Culture and Civilization
Journalism
Political and Administrative Sciences
Engineering
Education Sciences
Social and Human Sciences
Technical Studies
Oil and Gas
Agricultural Sciences
Veterinary Medicine

اړین اسناد:

•په انلاین بڼه د اپلیکېشن فورم تکمیل او سبمېټ کول
•ډیپلوم یا سرټیفیکېټ
•د نمرو ترانسکرېپټ
•د رومانیا فارمټ سي وي ( د دې سکالرشیپونو لپاره ځانګړې سي وي د رومانیا فارمټ کې باید تیاره شي.)
•د زیږېدو سرټیفیکټ یا تذکره
•پاسپورت ( لومړۍ دری صفحې) او یا هم تذکره
(پاسپورټ حتمي ندی، په تذکره هم نوم لیکنه کېدای شي، خو تذکره باید په انګلیسي ژبه ژباړل شوې او یا هم الکترونیکي وي.)
•عکس
•د دوکتورا لپاره کاندیدان باید چې انګیزه لیک یا Intent letter هم ولیکي، د لېسانس او ماسټري کاندیدان ورته اړتیا نلري.

لېنک:

https://scholarships.studyinromania.gov.ro/

یادونه: په وټسپ د پوښتنې پر مهال لیکلی مسېج را ولېږئ، موږ به ادرس درکړو

#وټسپ: 0779926542

 #ترکيه  #سکالرشيپونه د ترکيې هېواد د روان ۲۰۲۳ کال لپاره ۵ زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ب...
23/01/2023

#ترکيه
#سکالرشيپونه

د ترکيې هېواد د روان ۲۰۲۳ کال لپاره ۵ زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به له افغانستان هم ورته نوم ليکنه کېږي.
د سکالرشيپونو په هکله بشپړې مشورې او معلومات به بل پوسټ کې هم وړاندې شي، دا يې خلاصه او د‌ نوم ليکنې لپاره د اړينو سندونو معلومات دي چې له نوم ليکنې وړاندې يې بايد تيار کړئ.

شمېر: ۵ زره سکالرشیپونه
د زده کړو کچه: لېسانس، ماسټري او دوکتورا
د ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري.
د نوم لیکنې وخت: د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نېټه پیل او د فېبروري په ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د عمر شرایط په لاندې ډول دي:

لېسانس: له ۲۱ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۲۰۰۲ څخه وړاندې نه وي.)
ماسټري: له ۳۰ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۱۹۹۳ څخه وړاندې نه وي.)
دوکتورا: له ۳۵ کلونو مو عمر ډېر نه وي. (یعنې د زیږېدو نېټه مو له ۰۱/۰۱/۱۹۸۸ څخه وړاندې نه وي.)

د اړتیا وړ سندونه:

•سکن عکس
•تذکره یا پاسپورټ (که پاسپورټ نلرئ نو ستونزه نشته ده، تذکره هم کفایت کوي)
•شهادتنامه یا درې کلنې نمرې خو په انګلیسي ژبه وي او ټاپه شوې وي.
•د ماسټري لپاره د لېسانس دورې سند (ديپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ) او د ښوونځي شهادتنامه باید ولرئ.
•د دوکتورا لپاره د ماسټري(ډيپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ)، لېسانس (ديپلوم یا سرټیفیکېټ او ټرانسکرېپټ) او د ښوونځي شهادتنامه باید ولرئ.
•دوه یا درې ریکمنډېشن لېټرونه (له خپلو استادانو یې تر لاسه کولای شئ.)
•د ماسټري او دوکتورا لپاره یو ریسرچ پروپوزل یا Study Plan باید ولرئ.
•یو انګېزه لیک یا Intent Letter
• (اختياري سند) که مو د کانکور ازموینه کې ګډون کړی وي، نو د کانکور ازموینې د نمرو سند او تصدیق ولرئ، د کانکور نمرو تصديق يواځې د لېسانس لپاره پکار دی، او د ازموينو ملي اداره چې کابل ښار په افشارو کې ده دا تصديق ورکوي.

نوم لیکنه په انلاین بڼه تر سره کېږي.

د انګېزه ليک ياintent Letter په هکله بايد ووايو چې دا دوه مهمې برخې بايد ولري.

لومړۍ برخه:
په دې برخه کې به تاسو خپل علمي او ټولنيز معلومات او معرفي ورته ليکئ، ستاسو د زده کړو د څانګې په هکله به دلايل وړاندې کړئ چې ولې مو انتخاب کړې ده، راتلونکي کې به له دې څه جټه اخلئ او د زده کړو لپلره مو ولې ترکيه ټاکلې ده، شخصي معلومات، د زده کړو معلومات، د څانګې معلومات او د انتخاب دليل به دلته واضح کوئ.

دويمه برخه:
په دې برخه کې تاسو د خپل مشخصو مضامينو په برخه کې معلومات وړاندې کوئ، يا داسې څه وړاندې کوئ چې د ارزيابي کمېټه قانع شي چې دې څانګې ته ستاسو انتخاب مناسب دی، لاسته راوړنې مو هم دلته تشرېح کوئ.

د نوم ليکنې لپاره به سر له سبا لاندې لېنک وکاروئ:

https://tbbs.turkiyeburslari.gov.tr/

یادونه: که په نوم لیکنه کې ستونزه لری نو لاندې واتساف شماره ستاسو په حدمت کې ده.

وطني تولید ننګرهار سیتروس.
08/01/2023

وطني تولید ننګرهار سیتروس.

اعلان کاریابی !موسسه خدماتی جوانان افغان یا AYSO  تازه 18 بست خالی خویش را در بخش های ذیل به اعلان گذاشت : عنوان بست : ه...
21/12/2022

اعلان کاریابی !
موسسه خدماتی جوانان افغان یا AYSO تازه 18 بست خالی خویش را در بخش های ذیل به اعلان گذاشت :

عنوان بست : هماهنگ کننده ساحوی
تعداد بست ها : 2
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7903/position-title-distract-coordinator

عنوان بست : بسیج کننده جامعه
تعداد بست ها : 6
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7902/position-title-community-mobilizer

عنوان بست : مدیر نظارت و ارزیابی
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7901/position-title-me-officer

عنوان بست : منیجر پروژه
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7900/position-title-project-manager

عنوان بست : توزیع کننده
تعداد بست ها : 6
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7899/position-title-field-assessors-distributors

عنوان بست : هماهنگ کننده FSL
لینک ثبت نام :
https://www.wazifaha.org/jobs/7897/position-title-fsl-coordinator

Wazifaha.org is Online Job Portal Here You Will Find All Current Vacancies And Jobs Offers in All Afghanistan

Address

Shahrenow
Chamkani

Telephone

+93779926542

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eng. Javid Rahman Mashal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Eng. Javid Rahman Mashal:

Share