18/10/2025
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېورنډ فرضي کرښې ها غاړې او پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې (جمعې) بریدونه د "ترهګرۍ څرګنده بڼه" بللې ده.
منظور پښتین ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم "ترهګرۍ" ته مخه کړې او له ټولو خلکو یې غوښتي چې د دغو "ظلمونو" خلاف غږ پورته کړي.