Eidrhman Ahmadzai

Eidrhman Ahmadzai الله تعالی دهغو خلکو ملګری دی، چي تقوی غوره کړي.

09/02/2022

نیمګړې سوال مه کوئ تاسي څه ورته لیکي.

31/01/2022

ویډیو : کله چې طالبان په راکټ لانچر لډو کوي.
پیچ پالو کړئ.

30/01/2022

افغاني تخنيک🤓

 #پیغام خولې سره پام کوئ، څوک مه ازاروئ!
30/01/2022

#پیغام
خولې سره پام کوئ، څوک مه ازاروئ!

29/01/2022

دا مرکه تر پايه واورئ د ولسمشر غني په تړاؤ د خبريال احمقانه پوښتنې او د امر خيل صاحب منطقي ځوابونه❤🇦🇫

04/05/2021

زړه نرم کوونکي تلاوت

05/03/2021

یوه بریټانوۍ تنکۍ پېغله چې مور او پلار ېې په خدای او هیڅ مذهب باور نه درلوده څنګه په چکر ووته او زړه ېې د خدای بنده ګۍ ته وشو ؟
دغې هوښیارې نجلۍ ترهغه د اسلام شهاده کلیمه ونه ویله ترڅو اسلام ولولي او په قران وپوهیږي هغه څه چې ډیر مسلمانان داسې نه دي دین مني خو لولي ېې نه .
دلته ېې په سیمه کې له خپلې خولې کیسه واورئ

05/03/2021

#درد او مصيبت کی د #مومن خير دی

وعن ابی هریره رض قال قال رسول الله ﷺ من يرد الله به خيرا يصب منه

ترجمه
حضرت ابو هريره رض څخه روایت دی چه رسول الله ﷺ اوفرمايل
چاته چه الله د خیر ورکولو اراده وکړی هغه په مصيبتونو کی مبتلا کړی

رواه البخاری

وعنه وعن سعيد الخدری رض عن النبی ﷺ قال ما يصيب المسلم من نصب ولا وصب ولا هم ولا حزن ولا أذی ولا غم حتی الشوکة يشاکها الا کفر الله بها من خطاياه

ترجمه
همدغه ابوهریره او سهيد الخدری رضي الله عنهما څخه روايت دی چه رسول الله ﷺ. وفرمايل مسلمان ته چه کوم ستړی کيدل مصيبت فکر غم يا بل کوم ضرر رسيږی دی پوری چې پښه کې یې اغزی لاړ شی نو هم اللهﷻ د هغه تکليف په ذريعه دده ګناهونه بخښی

متفق عليه

ګرانو خويندو ورونو د مصيبت وخت کی هيڅکله ناشکری او نا اميدی پکار نده مسلمان د مصيبت په وخت کی خپل ځان د ګناهونو څخه پاکوی

Eidrahman Ahmadzai

بعضې لغتونه چې باید پښتو ولیکل شي.موټر:           ګړندی، ګاډیامبولانس:   ژغورګاډیګوشکې:     غوږۍلوډ سپیکر:   لرغږیپس اند...
26/08/2020

بعضې لغتونه چې باید پښتو ولیکل شي.
موټر: ګړندی، ګاډی
امبولانس: ژغورګاډی
ګوشکې: غوږۍ
لوډ سپیکر: لرغږی
پس انداز: بسپنه، سپما
کالي: جامې
اتاق: اطاق
آثار: نښېرونه
نماینده: استازی
صنف: ټولګی
مکتب: ښوونځی
کودکستان: وړکتون
رهنما: لارښود
معلم: ښوونکی
قالینه: غالۍ
سرمایه: پانګه
سرمایګذاری: پانګونه
سوء استفاده: ناوړه استفاده، ناوړه ګټه اخیستنه
شفاخانه: روغتون
چوکی: څوکۍ
کشتیوان: ماڼو
لیست: نوملړ
فاصله: واټن
حافظه: یادښت
کلیمه: ويی
اشاره: نغوته
برعکس: اپوټه
چلېنج: ننګونه
انکار: نټه
موضوع: سکالو، سوژه
وېژن: لرلید
پيغام: رسونه
چادر: څادر یا څپوټی
نژاد: توکم
دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.
خاص √ځانګړی
خاصو √ ځانګړو
خصوصيات √ ځانګړتياوې
نیرو √ ځواک
سرباز √ سرتېری
پرواز √ الوتنه
کتابخانه √ کتابتون
کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی
دانشګاه √ پوهنتون
مکتب √ ښوونځی
تحصیل √ زده کړه
محصل √ زده کړيال
محصلين √زده کړيالان
معلم √ ښوونکی
شاګرد √ زده کوونکی
سرمعلم √ سر ښوونکی
نتایج √ پايلو
نتيجه √ پايلې
احترام √ درناوی
بې سواده √ نالوستی
محترم یا آقا √ ښاغلی
امتحان √ ازموينه
نام √ نوم
فیصده √ سلنه
ميلادي √ زیږدیز
توجه √ پاملرنه
فامیل نوم √ کورنی نوم
فاميلي √ کورنۍ
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
اِمضآ √ لاسليک
دواخانه √ درملتون
دوا √درمل
دوايي √ درملنه
مريض √ ناروغ
مریضي √ ناروغۍ
مرض √ رنځ
عکس √ انځور
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
باغ √ بڼ
باغ وحش √ ژوبڼ
باغوان √ بڼوال
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
ګاوخانه √ غوجل
برق √ بريښنا
د برق لین √ د بريښنا مزی
برقي √ بريښنايي
غلط √ ناسم
غلطو √ ناسمو
غلطې √ ناسمې
اشتباه √ تېروتنه
ترس √ ويره ډار
سیزن √ موسم
مشکل √ ستونزه
مشکلات √ ستونزې
مشکله √ ستونزمنه
کثیق √ چټل ناولي
منزل طبقه √ پوړ
دومنزله √ دوه پوړه
ساختان √ ودانۍ
زندګي √ ژوند
زنده √ ژوندی
جوش √ ځوښ
قطار √ کتار
تماس √ اړیکه
مربوط √ اړوند
قطع √ پرې
ضرور √ اړین
ضرورت √ اړتیا
مجبور √ اړ
تایید √ منل
مفت √ وړيا
کیپ √ بټوه
قيمت √ بيه
شمارل √ شمېرل
نمبر شماره √ شمېره
بې شماره √ بې شمېره
انتخاب √ټاکل ټاکنه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې
وقت √ وخت
میدان √ ډګر
امده √ چمتو
امدګي √ چمتوالی
محافظ √ ساتونکی
قهرمان √ اتل
قهرماني √ اتلولي
قهرمانان √ اتلان
نامي √ نوميالی
مالدار √ شتمن
مالداري √ شتمني
ثروتمند √ بډایه
دعوه √ شخړه
جنګ √ جګړه
بعضې √ ځينې
ماهي √ کب
ماهیان √ کبان
تقريباً √ کابو
غذا √ خواړه
ترجمان √ ژباړن
ترجمه √ ژباړه
ترجمه کول √ ژباړل
بخشه √ بښنه
معلوم √څرګند
زیاتره √ اکثره ډېری
بیرون √ دباندې
خارج √ بهر
خارجي √بهرني
مظاهره √ لاریون
قرض √ پور
قرضار √ پوره وړی
غیب √ نادرکه
سخت √ غښتلی
قوي √ پیاوړی
ضعيف √ کمزوری
وحدت √ يووالی
دعوت √ بلنه
دعوت نامه √ بلنلیک
درخواست √غوښتنه
درخواست نامه √ غوښتنلیک
تحقيق √څېړنه څېړل
جنګ √ جګړه
دعوه √ شخړه
تعقیب √څارنه
تحقيقات √ څېړني
دهقان √ بزګر
نجا ر . √ ترکاڼ
نجاري √ ترکاڼي
اخر √ پای
اول √ لومړی
شروع √ پیل
قديمي √پخوانی
چقو . √ چاړه
بخشش √ بښنه
لذت √ خوند
واقعه √ پېښه
موقعت √ ځای
شخص √وګړی
نفر √ کس
دوه نفره √ دوه کسيزه
زندان √ بندي خونه
ظلم √ تېری
کومک √ مرسته
کاریګر √ مزدور
اشپزخانه √ پخلنځی
اشپزي √ پخلی
اشپز √ پخلوونکی
اشپزه √ پخلوونکې
تاریکه √ تياره

اختیار √ واک
نوشته √ لیکل
تهديد √ ګواښ
سربلنده √ سرلوړی
مقدس √ سپېڅلی
سرمایه √ پانګه
سرمایه ګذاري √پانګونه
وعده √ ژمنه
مصرف √ لګښت
احسان √ نېکي
فیصله √ پريکړه
زخمي √ ټپي
جاسوس √ څارګر
جاسوسه √ څارګره
مرز √ پوله
خط √ کرښه
بېل √ یوم
جدا √ بېل
نزدې √ نږدې
تحفه √ ډالۍ
واحد √ یو "یواځنی
مصروف √ بوخت
مصروفیت √ بوختیا
هفته √ اونۍ
چابک √چالاکه ګړندی
مکمل √ پوره
مستقيم . √ سيده
بغل √ څنګ
بنیاد √ بنسټ
فروش √ پلورل خرڅول
حوصله √ زغم
حسد √ کینه
ترقي √ پرمختک

مور راته پښتو ژبه ښوولې ده
ځکه لکه مور راباندې ګرانه ده

 سُبْحَانَكَ اللهُمَّ              پاکي ده تالره اى الله!وَبِحَمْدِكَ                      او تالره ثنا دهوتَبَارَكَ اسْ...
10/08/2020



سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه

أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه

بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دې

. اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دى
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربان دى
الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مدد غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ نيغه باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لارد ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعاء قبوله کړې

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۝۱ يو دى
اَللّٰهُ الله تعالى
الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولى
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږيدلى
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته دهغه لپاره
كُفُوًا برابر
اَحَدٌ۠۝۴ هېڅوک
الله اکبر الله تعالي ډېر لوې دې
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى
سَمِعَاللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي

رَبَّنَا اى ربه زموږ
لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ رب زما لره
الْأَعْلَى چې اوچت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پېغمبره
وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی)
السَّلاَمُ علينا سلام دي وي پر مونږ باندې
وَعَلَى او په
عِبَادِ بنده ګانو
اللَّهِ د الله تعالى
الصَّالِحِينَ نېکانو باندې

أَشْهَدُ زه ګواهي کوم
أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق
إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم
أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم
عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى

اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله
صَلِّ رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بې شکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې

اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت و اوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت اورولى وو
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بېشکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې.

اللَّهُمَّ اى الله
رَبَّنَا زمونږ ربه
آتِنَا راکړې مونږ ته
فِي الدُّنْيَا په دنيا کې
حَسَنَةً نېکي
وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې
حَسَنَةً نېکي
وَقِنَا او وساتې موږ
عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه.

Address

Paktia University Road
Gardez
2255

Telephone

+93765754600

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eidrhman Ahmadzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Eidrhman Ahmadzai:

Share

Category