BNA Paktia

BNA Paktia پکتیا باختر خبري اژانس

د پکتیا په زم زم خصوصي پوهنتون کې د یوولسمې فراغت دورې مراسم ترسره شول چې په ترڅ کې یې د انجینرۍ، اقتصاد، حقوق او سیاسي ...
21/07/2026

د پکتیا په زم زم خصوصي پوهنتون کې د یوولسمې فراغت دورې مراسم ترسره شول چې په ترڅ کې یې د انجینرۍ، اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو له پوهنځیو څخه ۳۹ تنه زده کړیالانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

د مراسمو په پیل کې د زم زم خصوصي پوهنتون رئیس نوماند پوهنیار محمد رشید عارف ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو، علمي ودې او د پوهنتونونو د رول په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړي د علم د ترلاسه کولو ارزښت ته په اشارې وویل چې د هېواد پرمختګ د مسلکي او علمي کدرونو په روزنه پورې تړلی دی.

د پکتیا مرستیال والي ښاغلي مـ ـولوي محمد انور دین‌ پرور فارغ شویو زده کړیالانو ته مبارکي وړاندې کړه او د دیني او عصري زده کړو پر یو ځای ترلاسه کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، د هېواد د ځان‌بسیاینې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره د دواړو علومو زده کړه بنسټیز ارزښت لري.

ورپسې د پکتیا د علـ ـماوو شورا مرستیال مفـ ـتي امان الله د علم او زده کړو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې بې تعلیمه ټولنه د نوښت، پرمختګ او هوساینې پر ځای د ناپوهۍ او وروسته پاتې کېدو له ستونزو سره مخ کېږي.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري په اسلام کې د عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، اسلامي ټولنه د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې، اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره باید په ټکنالوژۍ، صنعت او فابریکو کې پانګونه وشي او ځوانان د علم، قلم او د هېواد د دفاع په روحیه هېواد د نړۍ له سیالانو سره سیال کړي.

غونډه زده کړیالانو ته د بری لیکونو په ورکړې پای ته ورسیده.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج او د لرغونو آبداتو د سات...
21/07/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج او د لرغونو آبداتو د ساتنې مدیر ګلاب ګل توتاخیل په ملتیا په ګردیز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې د شاه صاحب زیارت د بیارغونې روانې چارې وکتلې او له نږدې یې ترې نظارت ترسره کړ.

د لیدنې پر مهال د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري وویل د تاریخي او لرغونو آبداتو ساتنه د هېواد د ملي هویت، فرهنګي ارزښتونو او مسؤولیت دی.
نوموړي زیاته کړه د شاه صاحب زیارت د بیارغونې چارې په معیاري ډول بشپړې دي او ریاست هڅه کوي چې د دغې تاریخي آبدې ساتنه وشي.

پکتیا کې شاوخوا ۷۰ ټنه بې‌کیفیته تاریخ‌تېر او قاچاقي توکي له منځه یوړل شولپه ګردیز کې د پکتیا ګمرک ریاست او خوړو او درمل...
21/07/2026

پکتیا کې شاوخوا ۷۰ ټنه بې‌کیفیته تاریخ‌تېر او قاچاقي توکي له منځه یوړل شول

په ګردیز کې د پکتیا ګمرک ریاست او خوړو او درملو آمریت له لوري شاوخوا ۷۰ ټنه بې‌ کیفیته، تاریخ‌ تېر او قاچاقي درمل او خوراکي توکي د اړوندو ادارو د مسؤلینو په حضور کې وسوځول شول.

د پکتیا ګمرک استازي فضل هادي باختر اژانس ته وویل، یاد توکي د تېرو درېیو کلونو په موده کې د دوی له لوري د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو، چې ډېری یې قاچاقي، بې‌ کیفیته او د مصرف له نېټې تېر درمل او خوراکي مواد وو.

هغه زیاته کړه، د پکتیا ګمرک د قانون د پلي کولو او د خلکو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه هېڅ سوداګر ته اجازه نه ورکوي، چې بې‌ کیفیته او قاچاقي توکي وارد یا بازار ته وړاندې کړي، او په دې برخه کې به څارنه لا هم دوام ولري.

بلخوا د پکتیا خوړو او درملو آمریت د نمونې اخیستنې عمومي مدیر رحمان الله باختر اژانس ته وویل، چې په سوځول شویو توکو کې له پاکستان څخه نږدې څلور زره کارټنه قاچاقي، بې‌ کیفیته او تاریخ‌ تېر درمل نیول شوي وؤ.
د نوموړي په وینا، د دغه ډول ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات روان دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.

په همدې حال کې د ګردیز ښار اوسېدونکو د دغو توکو له منځه وړل د عامې روغتیا د خونديتوب لپاره مهم ګام وباله او غوښتنه یې وکړه، چې د بازارونو د څارنې لړۍ لا چټکه شي.
د ګردیز یو تن اوسېدونکي نوراغا ګردیزي باختر اژانس ته وویل: «موږ خوشاله یو چې بې‌ کیفیته او تاریخ‌ تېر توکي له منځه یوړل شول، له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده، چې د دغو سرغړوونو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او مسؤلې ادارې په دوامداره توګه دوکانونه وڅاري، څو تاریخ‌ تېر او بې‌کیفیته توکي له بازارونو راټول او له منځه یوړل شي.»

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري هم شاوخوا ۳۰ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي وو.

زرمت ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر وپېژندل شود پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري، د...
21/07/2026

زرمت ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر وپېژندل شو

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري، د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج او د زرمت ولسوالۍ ولسوال مـ ـولوي رحمت ولي حمیدي او یو شمیر نورو چارواکو په حضور کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د زرمت عامه کتابتون پخوانی مدیر عظیم زرمتی د زرمت ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر په توګه ور وپېژندل شو.

د پېژندنې په مراسمو کې د هنر او فرهنګ آمر مولوي عقل خان وهاج د ګمارنې مکتوب ولوست او د نوموړي د دندې او مسؤلیتونو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري نوي ټاکل شوي مدیر ته د بریا او ښه خدمت هیله څرګنده کړه او ویې ویل، د ولسوالیو په کچه د اطلاعاتو او فرهنګ د عمومي مدیریتونو رامنځته کېدل د ریاست د فعالیتونو د پراختیا، د فرهنګي او اطلاعاتي چارو د ښه تنظیم او د ولسونو د ستونزو د چټک حل په برخه کې مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه مدیران به په خپلو اړوندو ولسوالیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازولي کوي او د فرهنګي پروګرامونو، کتابتونونو، تاریخي سیمو او نورو اړوندو چارو د همغږۍ او پلي کېدو لپاره به اغېزمن رول ولوبوي.

عظیم زرمتي د ورکړل شوي باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې ټولې چارې به د امانتدارۍ، صداقت او مسؤلیت له احساس سره ترسره کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موخو د عملي کېدو لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د سیدکرم ولسوالۍ لپاره شان الله احسان او د څمکنیو ولسوالۍ لپاره ناصر، چې پخوا یې د عامه کتابتونونو د مدیرانو په توګه دندې ترسره کولې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عمومي مدیرانو په توګه معرفي شوي دي.

#باختراژانس

د پکتیا ولایت مقام په مشرۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي، ولایتي مسؤلینو او د دغه و...
14/07/2026

د پکتیا ولایت مقام په مشرۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي، ولایتي مسؤلینو او د دغه ولایت د بېلابېلو رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د پکتیا مرستیال والي محمد انور دین پرورد رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل، خبریالان باید د خپلې ملي او اسلامي دندې په چوکاټ کې د دښمن منفي تبلیغات، ناسم معلومات او شوم اهداف په مسلکي او مسؤلانه ډول شنډ کړي. نوموړي له خبریالانو وغوښتل، چې خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له احکامو سره برابر او افغاني اسلامي کلتور ته د تل په څیر درناوی وکړي او د ټولنې د ارزښتونو د ساتنې لپاره خپلې رسنیزې هڅې لا پیاوړې کړي.
مرستیال والي همداراز په پکتیا کې د خبریالانو فعالیتونه مثبت وارزول او د بېلابېلو ملي او ټولنیزو موضوعاتو په انعکاس کې یې د هغوی هڅې وستایلې.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د پکتیا د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ملي ګټو ساتنه او د ناسمو افکارو او ورانوونکو نظریو پر وړاندې مبارزه د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی.
هغه له خبریالانو وغوښتل، چې د رسنیو په برخه کې خپلې ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له وزارت سره شریکې کړي، ترڅو د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د کورنیو چارو وزارت به د هېواد په کچه د خبریالانو د مشروع فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره به له اړوندو ادارو سره همغږي نوره هم پراخه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل پاسوال الحاج عبدالمتین قانع هم د ناستې پر مهال د پکتیا د خبریالانو رسنیزې هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د پاکستاني رژیم د ړندو بمباریو، منفي تبلیغاتو او ناسمو روایتونو پر وړاندې د پکتیا رسنیو په خپل وخت او اغېزمن ډول ملي او رسنیز مسؤلیت ادا کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد پر وړاندې د شریر ګاونډي د وحشتونو او جنایتونو د افشا کولو په برخه کې خبریالانو او مجاهدینو په ګډ سنګر کې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي دي. نوموړي له ټولو خبریالانو وغوښتل، چې خپله همغږي، یووالی او مسلکي همکاري لا پیاوړې کړي، څو د رسنیو رول نور هم اغېزمن شي.

په همدې ناسته کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري هم خبرې وکړې او د خبریالانو د ملاتړ، همغږۍ او د اطلاعاتو د پر وخت شریکولو په برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمنتیا څرګنده کړه.
هغه د رسنیو رول د ټولنې د پوهاوي، ملي یووالي او د واقعیتونو د انعکاس لپاره مهم وباله.

همدارنګه د سیمه‌ییزو رسنیو په استازیتوب سید عمر عادل د خبریالانو ستونزې، وړاندیزونه او اړتیاوې شریکې کړې او د اطلاعاتو د لاسرسي، همغږۍ او ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي خالد ذهین هم په خپلو خبرو کې د خبریالانو او د دولتي ادارو د ویندویانو ترمنځ د منظمې همغږۍ، مسلکي ورکشاپونو او ګډو روزنیزو پروګرامونو پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، دا ډول ناستې د رسنیو د فعالیتونو په ښه والي او د معلوماتو د چټک تبادلې په برخه کې مهم رول لري.

ناسته د خبریالانو د پوښتنو، وړاندیزونو او نظرونو په اورېدو او د اړوندو مسؤلینو له لوري د همکارۍ په ډاډ ورکولو سره پای ته ورسېده.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د تاریخي ابداتو مدیر ګلاب ګل توتاخیل په ملتیا د لرغونو آثارو د سا...
14/07/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د تاریخي ابداتو مدیر ګلاب ګل توتاخیل په ملتیا د لرغونو آثارو د ساتنې په موخه د احمدخیلو او څمکنیو ولسوالیو له یو شمېر لرغونو او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې موخه د تاریخي او لرغونو سیمو د وضعیت ارزونه، د هغو د ساتنې په اړه د سیمه‌ ییزو خلکو او مسؤلینو سره همغږي او د تاریخي آثارو د ارزښت په تړاو عامه پوهاوی رامنځته کول وو.

مـ ـولوي فیض الله جوهري د لیدنې پر مهال له سیمه‌ ییزو چارواکو، قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې تاریخي سیمې د هېواد ارزښتمن ملي شتمني ده او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د لرغونو آثارو او تاریخي ځایونو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د هر ډول ناقانونه کیندنو او زیان رسولو مخه ونیسي.

قومي مشرانو او مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغې پاملرنې هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د تاریخي سیمو د ساتنې او خوندیتوب لپاره به له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې به د لرغونو او تاریخي سیمو د ساتنې، ثبت او عامه پوهاوي دا لړۍ دوام ولري.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت تر چتر لاندې د دغه ولایت د ټولو رسنیو ترمنځ د کرکټ غوراوي سیالۍ د «رسنی...
12/07/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت تر چتر لاندې د دغه ولایت د ټولو رسنیو ترمنځ د کرکټ غوراوي سیالۍ د «رسنیو ستورو» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

یادې سیالۍ د یوې اوونۍ په موده کې د دوو لوبډلو، «رسنیو ستورو» او «متحدو ژورنالېستانو» ترمنځ ترسره شوې چې په ترڅ کې یې ټولې پنځه لوبې وشوې.

په دغو لوبو کې د ولایت له بېلابېلو رسنیو څخه نږدې ۳۰ هغه خبریالانو ګډون کړی و، چې د کرکټ لوبې وړتیا یې لرله.

د دغو سیالیو موخه د خبریالانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا، د سالمې سیالۍ دودول او د پکتیا د رسنیو منتخبې کرکټ لوبډلې ته د وړ او مسلکي لوبغاړو پېژندنه وؤ، څو په راتلونکو سیالیو کې د پکتیا د رسنیو استازیتوب وکړي.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او وې‌ویل چې ورزش د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ، ورورولۍ او سالمو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم د رسنیو د کارکوونکو لپاره، ورته ورزشي او فرهنګي پروګرامونه تنظیم شي.

د سیالیو په لومړیو څلورو لوبو کې دواړو لوبډلو دوه ـ دوه بریاوې خپلې کړې وې، له همدې امله پایلوبه د اتلولۍ د ټاکلو لپاره ترسره شوه.

په پایلوبه کې د متحدو خبریالانو لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او د رسنیو ستورو لوبډلې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د صابر شمس او جنت اسرار د ښې توپ‌ وهنې پرمټ د یو لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

د هدف ترلاسه کولو په موخه د متحدو ژورنالېستانو لوبډلې په لسو اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۹۵ منډې جوړې کړې. په دې سره د رسنیو ستورو لوبډلې پایلوبه او د سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

د سیالیو په پای کې ګډونوالو دغه ډول ورزشي پروګرامونه د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ، متقابل درناوي او سالمې سیالۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

11/07/2026

د اسـ ـلامي امـ ـارت د امر بالـ ـمعروف او نهـ ـې عن المنکر وزیر شیـ ـخ الحدیث مـ ـولوي محمد خـ ـالد حنفـ ـي پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې یوې غونډې ته په وینا کې ويلي، اسـ ـلامي امـ ـارت جـ ـهاد د دې لپاره کړی چې اسـ ـلامي نظام حاکم کړي او شرعي اصول تطبیق کړي د اسـ ـلامي نظام راوستلو لپاره باید په ټولنه کې د امر بالمعـ ـروف قانون تطبیق شي.
هغه زیاته کړې، اوس چې اسـ ـلامي شریعت حاکم ده، په کار ده چې شرعي حاکمیت څخه ښه استفاده وکړو.

ښاغلي حنفي په یاده غونډه کې قومي مشرانو، دیني علـ ـماوو او ځوانانو څخه غوښتنه کړې چې امر بالمعـ ـروف مسؤلینو سره په ګډه باید د اسـ ـلامي شـ ـریعت تطبیق ته کار وکړي تر څو په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی وشي.

#باختراژانس

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین، ښاغلي مـ ـولوي قدرت الله جمال، د یو شمېر...
11/07/2026

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین، ښاغلي مـ ـولوي قدرت الله جمال، د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ملتیا پکتیا ولایت ته سفر ترسره کړ.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د سیدکرم اړوند د دارالعلوم توتاخېل مدرسې د نوې ودانۍ پرانیستته وکړه
د یادو مراسمو پر مهال مـ ـولوي قدرت الله جمال د دیني مدرسو رول د اسـ ـلامي ټولنې د فکري، علمي او اخلاقي روزنې لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې د اسـ ـلامي او عصري علومو پیاوړتیا د هېواد د پرمختګ او د سالمې ټولنې د جوړېدو بنسټ دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسـ ـلامي امـ ـارت د دیني او علمي بنسټونو د پیاوړتیا، د تعلیمي چاپېریال د ښه والي او د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي د مدرسو له مسئولینو، علماوو او مشرانو وغوښتل، چې د علم، یووالي او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي او د هېواد د ابادۍ او ثبات په برخه کې خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
دغه مدرسه مسؤل مولوي نجم الرحمان فضلي باختر اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د ۴،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوه، چې د شاوخوا ۷۰۰ طـ ـالب العلمانو منلو ظرفیت به ولري.
په دغو مراسمو کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري، د ولایت یو شمېر ملکي او نظـ ـامي مسئولینو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
د مراسمو په پای کې د دارالعلوم توتاخېل نوې ودانۍ په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګډونوالو د هغې بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج او د تاریخي سیمو او ابدو...
09/07/2026

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مـ ـولوي فیض الله جوهري د هنر او فرهنګ آمر مـ ـولوي عقل خان وهاج او د تاریخي سیمو او ابدو د ساتنې مدیر ګلاب ګل توتاخیل په ملتیا د مرکز ګردېز اړوند له یو شمېر مهمو تاریخي سیمو او لرغونو ابدو څخه لیدنه وکړه.

په دې لړ کې د مهلن، اتماني ملا عبدالله جومات، ګردیز شاه صاحب زیارت او د مارانو چینې له نږدې وکتل شوې او د دغو تاریخي ځایونو د اوسني وضعیت، ساتنې او راتلونکو اړتیاوو ارزونه ترسره شوه.

د لیدنې پر مهال د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مـ ـولوي فیض الله جوهري وویل، تاریخي سیمې او لرغونې ابدې د یوه ملت د هویت، فرهنګي ارزښتونو او لرغوني تمدن ژوندۍ نښې دي او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ د تاریخي ابدو د ساتنې، بیارغونې او خلکو ته د هغوی د ارزښت د ورپېژندلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو دغه ملي شتمنۍ د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

همدارنګه د هنر او فرهنګ آمر ښاغلي مـ ـولوي عقل خان وهاج وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تاریخي سیمو او لرغونو ابدو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هغو د ویجاړېدو او له منځه تلو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه، د تاریخي آثارو ساتنه نه یوازې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره مهمه ده، بلکې د کورني ګرځندوی د ودې او د افغانستان د لرغوني تاریخ د معرفي کولو په برخه کې هم مهم رول لري.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیايي بودجې څخه د پکتیا یو شمېر هغه تاریخي ابدې ورغول شوې، چې د تخریب او له منځه تلو له ګواښ سره مخ وې.

Address

Paktia
Gardez
2201

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when BNA Paktia posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share