تحلیل ویب پاڼه

تحلیل ویب پاڼه تحليل! تحقیقاتي، سياسي، ټولنيز راپورونه او مطالب خپرو?

14/07/2024

اوسني افغان واکمنان د ایران او نورو ګاونډيو استخباراتي ادارو پروژې پرمخ وړي!

د افغانستان په داخل کې اهل تشيع له ډېر اوږد مهاله د نورو مذهبي ډلو په څېر زيست، ژوند او روزګار ته دوام ورکوي.

د دغه مذهب پيروان په خپلو خانقاو، کورونو او ټاکلو ځايونو کې د مذهبی مراسمو ترسره کېدو له پاره د پاللو پر ځای اوس د نه ځپلو او محدودولو نارې او راتلونکي په اړه د ورپېښېدونکو ستونزو د مخنيوی نارې سورې وهي.

شعيه ځوانان د افغان ملت او افغان جغرافيې راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي، چې شته حکومت په لوی لاس خلک پرديو استخباراتي په ځآنګړي ډول د ايران سپاه پاسداران ته سوق کوي، دوی وايي
(تشیع افغانستان را به طور وحشتناکی به طرف افراطیت سوق می‌دهند تا در بازی های قدرت ها مورد استفاده قرار بگیرند)

د دغو ملي ګرا ځوانانو فکر او اندېښنه دا ده، چې د دوی په منځ کې له شته واقعيتونو ورته بريښي چې شته حاکميت د ايراني استخباراتي شبکو په پروژو او برنامه ريزيو کې شريک دي او د هغوی له پاره مذهبي کرايي جنګيالي په همدې د ځپلو او منزوي کولو په تګلاره پيدا او سوق کوي.
د دوی خبره ده، چې( متأسفانه بعد سقوط و حاکمیت دوباره طالبان، شیعه و قومیت های که دارای مذهب تشیع در افغانستان هستند بطور بسیار خطرناکی به طرف افراطیت رو آورده اند. شاید بخاطر اینکه هویت قومی شأن را طالبان سرکوب کرده اند به هویت مذهبی پناه میبرن.
پناه بردن به مذهب زمینه ساز استفاده بیشتر سپاه پاسداران ایران از مردم ما هست و بطور آهسته تشیع سنتی افغانستان را که یک تشیع بسیار میان رو بودند در حال تبدیل کردن به تشیع بسیار افراطی و خطرناکی هستند که باعث وحشت من از آینده کشور است)

د ځوانانو په وينا د طالبانو له دويم ځل واک ته رسېدو وروسته د دغې مذهبي ډلې ټول مذهبي مراسم محدود او په ډېرو ساحو کې له منځه وړل شوي دي.

شعيه افغان ځوانان وايي، په دې وخت کې چې وطن له هر اړخه په بحراني حالت کې دی، د ژغورنې يوازينۍ لار تعامل دی او که تعامل نه کيږي خامخا به له شته سخت دريځۍ څخه د افغانستان دننه يوه بله مذهبي جګړه پيدا کيږي.
د‌ دوی په وينا هره جګړه په هر نوم افراطيت په هر حال کې د وطن د راتلونکي او د ټولو ولسونو په زيان ده او په شريکه يې په مخنيوی مجبور يو.

د وطن په ننګ او وقار تل ولاړو اهل تشيع ځوانانو دا غږ د اورېدو او ملاتړ وړ دی، چې وايي: (اوسنی واکمن بايد د ټولو قومونو تر شريک فشار لاندې ونيول شي، ځکه چې په خپلو بې ځايه سختدريځيو زموږ د وطن ځوانان د ايران سپاه پاسداران کرايي جنګيالي ګرځوي او دغه د وطن آينده خطرناک لوري ته سوق کوي)
نه يوازې دا چې دوی د خپلو ځوانانو آينده ته اندېښمن دي بلکې د وطن راتلونکی بحراني ګڼي او له نورو قومونو هم د تعامل په رامنځته کولو کې په شته واکمنو د فشار راوړلو او اصلاح غږونه کوي او خپلې اندېښنې شريکوي(متأسفانه ما با دو مشکل مواجه هستیم، یکی سطح بسیار پایین از سواد و مطالعه در بین جوانان
و دوم سطح بسیار پایین اقتصادی که در اين صورت هیچ کاری برای جلوگیری از این پروژه خطرناک از دستم بر نمی آید)
دا خبره، چې افغان شعيه ځوانان د ايراني استخباراتي کرايي جنګياليو په ډول جنګول کيږي نوې نه ده، پخوا د ايران د بهرنيو چارو وزيرانو په خپلو مرکو کې هم ورته خبرې منلې دي خو دا، چې اوس ځوانان دا مالومات ورکوي، چې د سوق کولو پروژه يې په تاکتيکي ډول اوسنيو واکمنو اخيستې نوې اندېښنې راټوکولای شي.
د شيعه ځوانانو دا خبره د ډېرې اندېښنې وړ ده، چې که نن د دغو سختدريځيو مخه ونه نیول شي په ډېرې چټکۍ سره به په ناسنجول شويو پاليسيو او اقداماتو افغان خاورې ته نورې مذهبي ډلګۍ او جګړې راننوځي او بيا به ډېر ناوخته وي، چې هر افغان د ناخبرۍ اظهار کوي.
داود تپان

08/07/2024

ګیلامن وزیر ډېر ننګونه په وطن او خلکو کړي دي اوس پر ګیلامن وزیر د ننګ وخت دی.
لاندې ټرېنډ په ټویټر او فیسبوک باندې کش کړئ.

Let’s go to trending
Please everybody participate with us.

Address

Gardiz

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when تحلیل ویب پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to تحلیل ویب پاڼه:

Share