01/08/2026
پاکستان پوځي رژيم او که سېستماتيکه تقويه شوې پروژه؟
د پاکستان په نوم جغرافيه رامنځته کېدل په سيمه کې د مسلمانو ولسونو يوه هيله ګنل کېدله، خو انګرېزانو په دې جغرافيه د پوځي رژيم په تحميل سره د مسلمانانو دا هيله په يوه دايمي سرخوږي بدله کړه.
داسې سرخوږی چې تر ننه په ټوله سيمه کې د انګرېز د يوه دايمي کرايي ځواک رول لوبوي.
د دې لپاره چې دا کار بريالی شي، له هند نه د مسلمانانو د بېلولو په نوم د يو بېل اسلامي هېواد په توګه و پېژندل شو، په دې ډول که له يوې خوا دې پروژې ته د مذهب جامه ور واغوستل شوه، له بله پلوه د هند او د افغانستان د پښتونخوا په مسلمانو ولسونو د دې پروژې په حاکميت سره انګرېز د دې جغرافيې له مسلمانانو د خپلې امپراطورۍ په وړاندې د ټول کړي مزاحمت غچ هم واخيست.
همدارنګه په دې ويش کې د کش.مير مؤضوع لاينحله پاتې کېدل د يادې پروژې د هماغه سيستماتيک پلان برخه وه، تر څو په دې مؤضوع له هند سره دايمي دښمني د دې پوځي رژيم د دايمي مسلمانۍ سرټفيکټ شي، او همداسې وشول.
په افغانستان د شوروي يرغل پر مهال بله موقع پيدا شوه، دا موقع هم غرب د خپلې دې پروژې د تقويې لپاره ډېره ښه استفاده کړه.
دې کار کې شورويانو، او د هغوۍ مزدور حاکميت هم کاپي مرسته ورسره وکړه، تر اخره داسې يوه هڅه روانه وه چې د شوروي يرغل په وړاندې د افغانانو مقاومت، مېړانې، مبارزې، ج.هاد او قربابيو وياړ دې پوځي رژيم ته منسوب کړي، تر څو په سيمه او د اسلامي هيوادونو په منځ کې د انګرېز دا پروژه مذهبي اعتبار پيدا کړي، او متأسفانه چې دا هڅه تر ډېره کاميابه هم شوه.
په افغانستان کې د شوروي يرغل له ماتې او بيا له کورنيو جګړو ورسته چې اس.لامي امارت په افغانستان کې يو کاملاً اسلامي حکومت را منځته کړ، په بشپړه توګه د شرعيت د تطبيق اعلان يې وکړ، او د مسلمانانو پام او تمرکز افغانستان ته را ووښت.
پاکستان خپل اصليت او کاذب حثيت له خطر سره مخ وليد، نو يې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ۵۲ هېوادونو ته په افغانستان د تيري او يرغل لپاره نه يوازې لاره او هډې ورکړلې، بلکې د امارت په ړنګولو کې يې لومړی لاس همکار هم و، او د ټولو نړيوالو او دېپلوماتيکو اصولو خلاف يې د امارت او القاعده مجاهدينو مشران په امريکا و پلورل، او په دې ډول يې دا ځل په څرګنده توګه د غرب يو هغه ماموريت ترسره کړ د څه ډول ماموریتونو لپاره چې د دې پوځي رژيم بنسټ اېښودل شوی و.
مګر څرنګه چې د دې پروژې ماموريت اوږد مهاله و/دی، نو همدلته پای ته نه رسېده، ځکه خو يې بايد امريکا ته د هډو په ورکولو او افغانستان کې د يوازيني اسلامي نظام په ړنګولو د دې پروژې له مخ نه لېرې شوی نقاب بېرته په مخ سم شوی وی.
نو د دې لپاره امريکا د خپل يرغل په ټوله شل کلنه موده کې په ډېر سیستماتیک ډول تبليغات وشول، چې ګيني په افغانستان د امريکا د ناجايز يرغل په وړاندې د جهاد، مقاومت او مزاحمت تر شا د پاکستان لاس دی، نه يوازې د امريکا د يرغل په وړاندې بلکې د شوروي يرغل پر مهال پاکستان ته د جهاد د کرېډټ ورکولو هغه سړه شوې هنګامه هم ورسره ګرمه شوه، او د دې پروژې د تقويې په موخه د غرب دې تبليغاتو دومره اثر وکړ چې تر هر چا مخکې او تر هر چا ډېر د پاکستان هغه سرسخت مخالفين په دې باور و، چې په افغانستان کې د يرغګرو په وړاندې د جهاد او مبارزې تر شا د دې پوځي رژيم لاس و.
همدې تبلغاتو په ټوله نړۍ کې تقريباً ټول عام ملمانان هم په يوه نه يو شکل متاثره کړي دي، او په دې توګه غرب متأسفانه په کاميابه توګه خپل دې کرايي ځواک، د لسګونه مجاهدينو، د عايه صديقي په څېر د لسګونه مؤمنو خويندو پلورونکي، د لال مجد بباروونکي او د ميلونونه ملمانانو قال پوځي رژيم ته مذهبي حثيت پيداکړ.
خو کله چې يو ځل بيا په افغانستان کې امريکا او ناټو ماته او د دوی يرغل په شا و تمبول شو، الامي امارت د افغانستان په ټوله جغرافيه حاکم شو، او يو ځل بيا يې د شريعت بشپړ تطبيق اعلان کړ، د پاکستان پوځي رژيم يو ځل بيا د تېر په څېر خپل اصليت او حثيت په خطر کې وليده.
بيا لاس په کار شو، په نړيوالو سټېجونو يې د اس.لامي امارت خلاف څرګندونې وکړې، امريکا ته لاړل، حتا اسرايلو ته لاړل، خو چې له نړۍ ناهيلي شول، او نور چا په افغانستان کې ښکېلېدل نه غوښتل، داعش ته يې مراکز پرانيستل، د هغوۍ حمايت يې وکړ، په افغانستان کې يې د خوارو پر مټ ځينې بريدونه هم وکړل، خو الامي امارت ډېر ژر د دوی دا ربه هم ناکامه کړله.
د امنيت ټينګولو لپاره يې چټک او پاخه ګامونه واخيستل، شرير عناصر يې تعقيب او ونيول او د ښارونو او سرحداتو امنيت يې خوندي کړ، پوځي رژيم چې خپله دا ربه هم ناکامه وليدله، د افغان حکومت سياسي مخالفين يې ور غوښتل خو دا يې په اصطلاح هسې ځګ ته لاس اچول و.
بالاخره ناهيلی شو، په ځانګړي توګه چون له غ.رب او په نړۍ حاکم غربي سېستم نه، نا اميده شو، نو ښايي چې نور يې د خپل اصليت او حثيت د پټولو اړتيا هم و نه ليدله، او که وينې يې هم ممکنه نه ده.
ځکه اوس يې په څنګ کې زرګونه کاله مشر تاريخي افغانستان خپلواک دی، يو سرتاسري اس.لامي حاکميت لري، په نړۍ کې يوازينی اس.لامي نظام دی، حتماً به د ام.ت سترګې وي ورته او بايد به يې په اصطلاح خپله سياسي قبله ګڼي.
په داسې حالت کې د پاکستان پوځي رژيم جعلي حثيت او اصليت ساتل کيږي نه، د همدې لپاره خو يې د اجل وزرې کړې دي، اوس که خدای کول يا به دا پروژيي پوزي رژيم وجودي خودک.شي کوي، او له جغرافيې سره به له منځه ځي، او يا به د پاکستان د مسلمانو ولسونو په سياسي بصيرت او د هغوۍ د لاس په کار کېدلو په صورت کې يو اساسي او ګټور بدلون راځي.
اوس چې څه په کار دي پاکستاني ولس ته په کار دي، د هغوۍ د جغرافیوي موجوديت د بقا خبره ده.