
08/08/2025
د غزني ولایتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د لیلیې ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې او د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز څېړنیز فارم جوړول پیل شوي دي. د غزني پوهنتون رییس عبدالواسع منصور وایي، چې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم غزني ته د سفر پر مهال دغه پروژې پرانیستې. هغه همدا راز وویل چې په یاده پروژه کې د لیلیې ودانۍ ترڅنګ، خوړنځای، چپرکټونه، البسه او نور اړین توکي هم برابر شوي دي.