Shahzad Global Islamic Learning Center

Shahzad Global Islamic Learning Center Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shahzad Global Islamic Learning Center, Publisher, Jalalabad.

زموږ مقصد د رب رضا او ان شاءالله ستاسي د ګلالیو اولادونو د روښانه راتلونکي ضمانت کوو. راځی د خپلو اولادونو د انلاين اسلامي زده کړو لپاره موږ سره اړیکه ونيسي.
0777 777 161

077 777 7161 📚 شهزاد د اسلامي زده کړو انلاین اکاډميالحمدلله، اوس زموږ ګرانو بهر مېشتو وروڼو او خوېندو لپاره د اسلامي زده...
15/08/2025

077 777 7161
📚 شهزاد د اسلامي زده کړو انلاین اکاډمي

الحمدلله، اوس زموږ ګرانو بهر مېشتو وروڼو او خوېندو لپاره د اسلامي زده کړو آسانه زمینه برابره ده. تاسو کولی شئ د نړۍ هر ګوټ کې د قرآن، حدیث، فقه، تجوید او نورو اسلامي مضامینو زده کړه وکړئ. 🌙

✅ زموږ ځانګړتیاوې:

1: تجربه لرونکي او مسلکي نارینه او ښځینه استادان

2: انلاین ټولګي د هر ځای او وخت لپاره

3: د ماشومانو او لویانو لپاره ځانګړي پروګرامونه

4: یو پر یو (Private) او ډله ییز ټولګي

5: یوه هفته وړیا زده کړه

🕌 موخه مو: د اسلامي زده کړو خپرول او د بهر مېشتو لپاره د دین زده کړه اسانه کول.

📞 د ګډون لپاره زموږ واټس اپ ته پیغام واستوئ:
[ +93 777777161]

🌐 پاڼه مو فالو کړئ او د دین په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړئ. جزاکم الله خیرا

څوک چې د گناه پر مهال له الله الا حياء وكړي، الله اله به د قيامت په ورځ هغه ته له عذاب ورکولو حیاء کوی.ابن القيم رحمه ال...
09/08/2025

څوک چې د گناه پر مهال له الله الا حياء وكړي، الله اله به د قيامت په ورځ هغه ته له عذاب ورکولو حیاء کوی.

ابن القيم رحمه الله الداء والدواء

#اسلام #اسلاميات #حديث

077 777 7161

📢 شهزاد د اسلامي زده کړو انلاين اکاډمي🌟 که تاسو له وطنه بهر یاست او غواړئ چې خپل ګلالي اولادونه د اسلامي تعلیماتو نه محر...
25/04/2025

📢 شهزاد د اسلامي زده کړو انلاين اکاډمي

🌟 که تاسو له وطنه بهر یاست او غواړئ چې خپل ګلالي اولادونه د اسلامي تعلیماتو نه محروم پاتې نه شي — نو موږ ستاسو لپاره یوو!

🎓 موږ تاسو ته په مينه، اخلاص او آسانه طریقه لاندې زده‌کړې وړاندی کوو:

✅ نوراني قاعده
✅ د قرآن کریم ناظره
✅ د قرآن کریم حفظ
✅ د قرآن کریم لفظي ترجمه
✅ د قرآن لنډ تفسیر
✅ اسلامي عقیده
✅ اسلامي آداب
✅ ۴۰ نبوي حدیثونه
✅ د اودس او لمونځ طریقه
✅ مسنونه دعاګانې او اذکار
✅ عربي ژبه
✅ انګليسي ژبه

📞 د خپل اولادونو د اسلامي او سالمي روزنې لپاره همدا اوس اړیکه ونیسئ:
077 777 7161

📲 ثواب لپاره دغه پیغام له دوستانو او ملګرو سره شريک کړئ.
جزاکم الله خیرا

شهزاد د اسلامي زده کړو انلاين اکاډمي
#اسلام #دین #انلاین

ابن قیِّم رحمه الله فرمايي:که څوک دي ولیدل چې دقرآن کریم پرځای یی اشعار لوستل،اویا يي دقرآن کریم پرځای اشعار اوموسیقي او...
22/03/2024

ابن قیِّم رحمه الله فرمايي:
که څوک دي ولیدل چې دقرآن کریم پرځای یی اشعار لوستل،
اویا يي دقرآن کریم پرځای اشعار اوموسیقي اوریدله
پوه شه چې زړه يي دالله ﷻ دمحبت نه خالي ده
الجواب الکافي.

#هیله کوم نشر یی کړي.

عبدالله بن عمرو رضي الله عنه وايي یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې  داسې څه کولای شم، چې په اسلام...
24/05/2022

عبدالله بن عمرو رضي الله عنه وايي یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې داسې څه کولای شم، چې په اسلام کې ورباندې بهتراو غوره شم. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل «بل چاته ته خوراک ورکوه او سلام کوه پر هغه چا چې که یې پېژنې یا یې نه پېژنې».
عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الإِسْلاَمِ خَيْرٌ؟ قَالَ: "تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ". البخاری

دوستانو سره يی شير کړي. جزاك اللهُ‎😍

د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د اسلام بنسټ په پنځوو  اساساتو(ستنو)ايښود...
23/05/2022

د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د اسلام بنسټ په پنځوو اساساتو(ستنو)ايښودل شوی:
۱: د دی ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
۲: لمونځ د ټولو شرطونو او ادابو سره اداء کول.
۳: زکات ورکول.
۴: حج کول
۵: درمضان روژې نیول.

حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ مُوسَى، قَالَ: أَخْبَرَنَا حَنْظَلَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ، عَنْ عِكْرِمَةَ بْنِ خَالِدٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ " بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ". البحاری
دوستانو سره يی شريک کړي. جزاك اللهُ‎

د ايمــــــــــــان خوند!👇د انس رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «دا درې خبرې (خویونه یا صفتو...
20/05/2022

د ايمــــــــــــان خوند!👇
د انس رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «دا درې خبرې (خویونه یا صفتونه) چې چا کې وي هغه به د ایمان په خوند پوه شي:
(۱): چې الله او د هغه رسول هغه ته تر هر څه او هر چا نه زیات ګران وي.
(۲): او چا سره چې محبت کوي نو د الله لپاره ورسره محبت کوي.
(۳): او کفر ته ستنېدل (کافر کېدل) داسې بد وګڼي څنکه چې اور کې غورځېدل بد ګڼي».

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ». البخاری

(بـــسم الـلـه الــرحــمـن الــرحــیـم)که غواړئ چي د  #قرضونو او غمونو څخه خلاص شئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړ...
17/05/2022

(بـــسم الـلـه الــرحــمـن الــرحــیـم)

که غواړئ چي د #قرضونو او غمونو څخه خلاص شئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړئ!

ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي: یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابي ولید، پښتنه یې ترې وکړ: ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی، څنګه بې وخته په مسجد کي ناست یې؟

هغه ورته وویل: د الله رسوله! څه #غمونو او پریشانۍ او #قرضونو راګېر کړی یم.
رسول الله ورته وویل: آیا داسي کلمات او دعاء درته ونه ښایم چي، کله هغه وایې؛ نو الله ﷻ به دي له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه وایي: ما ورته وویل: د الله رسوله! ولي نه بیا ورته د الله رسول دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چي، سهار او ماښام دا درې درې ځله وایه:

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».

صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالی به زما پریشانۍ هم ختمي کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.

(صحيح الترغيب والترهيب جـــ۳ صـــ۵۵)

هيله کوم دوستانو سره يی شريک کړي. جزاك اللهُ‎

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shahzad Global Islamic Learning Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category