د کونړ حنفي ديوبندي علماء

د کونړ حنفي ديوبندي علماء MY LEADER IS HAZRAT MUHAMMAD (صلی الله عليه وسلم).

13/10/2024

🛑🔴🛑 ليکنه پوره ولولئ!

ليکنه: قاري عبدالستار سعيد

‏د استعمار په وړاندې مبارزه عموما د دوو روایتونو په اساس کيږي. د دين ساتنې لپاره او د ملي استقلال یا وطن د آزادۍ لپاره.
استعمارګر چې له زور او ټوپک پرته له بل هیڅ شي هم وېره نه لري، په دې دواړو برخو کې یې د مبارزو د بې اغیزې کولو لپاره د (عدم تشدد او فکري مبارزې) غوندې خنثی فعاليتونو ته زمينه برابره او تر دې حده تشهير کړل چې په يو شمېر خلکو يې همدا طريقه د نجات د لارې په حیث ومنله.
هغوی چې د ملتپالنې په اساس یې د استعمار ځنځیرونه ماتول غوښتل، غرب په کې عدم تشدد ترويج کړ او اوس سره له دې چې له لسيزو د غرب تر سیاسي او فرهنګي اشغال لاندې او د غرب نانځکې پرې واک چلوي، دوی يې په وړاندې هيڅ هم نه شي کولای. لوی کار يې دا وي چې راووځي، لاريون وکړي، چيغې ګډې کړي، زړونه تش کړي او نتيجه بیا هم هماغه زړه په زړه وي.
د امت هغه برخه چې د ديني روایت په اساس د اشغال د طلسم ماتول او تېر برم ته ستنېدل غواړي، د هغوی تر منځ یې عدم تشدد ته ورته د محض فکري مبارزې فرهنګ دود کړ. بس لویه داعیه راواخله، په تیورۍ کې له ټولې نړۍ لاسونه راتاو کړه، خو په عمل کې خلی هم پر خلي مه ږده. په همدې خوب او خیال خپل ضمير هم تېر باسه او خلکو ته هم ځان مبارز مبارز کوه. بيا دې که د هالنډ په کوڅو کې هم تور او سپین کليمه دار بیرغونه رپول، سر ته به دې خیر وي.
الغرض:
ځيني حقائق دومره روښانه او منل شوي وي، چې هیڅ وضاحت او دليل ته اړتیا نه لري. له هغه جملې يو دا دی چې په د دنیا کې یوازې زور او قوت چليږي. د اشغال طلسم په چيغو او لاريون نه بلکې د سرونو په قربانیو ماتيږي.
دوهمه دا چې دا دنیا د عمل دنيا ده، دلته خیالونه، چورتونه او فیکشن یوازې په ادبياتو کې ارزښت لري. نور د سیاست او سیالۍ په ډګر کې عمل، عرض وجود او فزيکي تحرک دی چې اغیز لري. و بس

26/08/2024

غربي استعماري هېوادونو د اسلامي نړۍ د تسخيولو لپاره هر ډول پوځي، استخباراتي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او فکري وسائل کارولي دي، او په دې ټولو ډګرونو کې يې ښه ډېر مصاريف هم کړي دي. افغانستان هم هغه هېواد دی چې د هغه د نيولو په لاره کې استعماري هېوادونو ځانونه ستړي کړي دي. خو دا چې د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان كې د يرغلګرو پښې نه دي ټينګې شوې، او هر ځل له دې خاورې سرماتي او شرمېدلي وتلي، نو يرغلګر هم د خپلو څېړنو او تجاربو له مخې د افغانانو د دغې مېړانې او معنوي قوت د سرچيني د موندلو په هڅو كې دې نتيجې ته ورسېدل چې ترڅو يې چې افغانان له خپلو معنوي ارزښتونو او خپل اصيل اسلامي او افغاني فرهنګه منحرف کړي او د غرب په بې لارې او غي فطري فرهنګ كې منحل کړي نه وي، نو هېڅكله به د دې خاورې په دایمي اشغال کې بريالي نشي. هماغه وو چې له ډېر پخوا راهيسې غربي هېوادونو په افغانستان کې د تعليم، فکر او فرهنګ په ډګرونو کې خپل فعاليتونه شروع کړل، او افغانان يې تر خپلو فکري، عقائدي او سياسي تأثياتو لاندې راوستل. په افغانستان کې د غربيانو د تعليمي او فکري تأثېرګذارۍ په سلسله کې خبره تر دې ځايه ورسېده چې حتی دولتي تعليمي ادارې هم په غربي هېوادونو پورې وتړل شوې، او په نصابونو کې يې د غربيانو ژبې او مفاهيم ځای پر ځای شول.
د مثال په ډول: د استقلال ليسه د فرانسويانو لخوا، اماني ليسه د جرمنيانو لخوا، د كابل پوليتخنيك د روسانو لخوا، د كابل پوهنتون د امريكايانو لخوا حمايه کېدل، او د همدغو هېوادونو ژبې وركې تدريسېدلې او فرهنګ يې وركې افغانانو ته تلقين كېده. كله چې د نوي نسل غرب پلوي مشران د صلاحيتونو خاوندان او چارواکي شول، نو د هر ډول غربي فرهنګ او بې لاريتوب پر مخ يې د هېواد دروازې په پراخ ډول خلاصې کړې، او د بې دينۍ، فحشاء او بربنډتوب لپاره يې تبليغات وكړل، چې په نتيجه كې يې د لكونو افغاني نجونو او مېرمنو له سره پړوني وغورځول. خو چې په دې يې هم بسنه ونشوه، نو نجونې او مېرمنې يې په مكتبونو او دولتي دوائرو كې د (موډ) او (فيشن) په نامه د كميسونو لنډولو او د پرتوګونو غورځولو ته تشويق كړې چې هره ورځ به په ښارونو كې په لسګونو زره افغاني خويندې او ميندې د اروپايانو په څېر بې پردې، بې پرتوګه او لوڅې پونډۍ گرځېدلې، او دا هر څه د تمدن او ترقۍ تر عنوان لاندې تر سره کېدل. كافرو يرغلګرو د خپلو پرله پسې يرغلونو او عسکري اشغال په زور له مسلمانو ښځو حيا او پرده لېرې نه كړاى شوه، خو دغو افغانانو چې د غرب په فرهنګ لوی شوي او رنګ شوي وو جامې هم ورڅخه وايستلې. په حقيقت كې د افغاني ټولنې په بې لارې کولو کې داخلي (فرهنګيانو) تر خارجي (فرنګيانو) ډېر خطرناك نقش ولوباوه. دوئ د هېواد نشرات او مطبوعات د غربي فرهنګ د خپرولو لپاره په يومخيز ډول وقف كړي وو. دوئ د هېواد په ښارونو كې د ځوانانو داسې يو نسل وروزه چې د غرب لوېدلی او بې معنويته فرهنګ ورته تر اسلام او افغاني فرهنګي ارزښتونو ډېر غوره ښكارېده.

مدرسه او مبارزه

‏إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ 😢مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ...
31/07/2024

‏إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ 😢

مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا

24/07/2024

د غربي او کمونستي فکرونو او نظامونو پلويانو دلته له يوې خوا د ملیونونو انسانانو وینې تویې کړې دي، او له بلې خوا یې د خپلو افکار د پراخ خپراوي او سيستماتيک دعوت او ذهن جوړونې له لارې یوه لویه برخه خلک له ځان سره درولي او د خپل مسلمان ولس په خلاف یې جنګولي دي، او همدغه خلک بیا د عالم، منبر، محراب ، مسجد ، مدرسې، شیخ، خانقاه، پیر او هر ديني جهت په مقابل کې درېدلي دي. نه یوازي دا چې د متدينو په خلاف په فکري لحاظ درېدلي دي، بلکه په عملي ډول یې بې رحمه دښمني ورسره کړې، دیني جهتونه يی ځپلي، بمبار کړي، وژلي، زندانونه يې ترې ډک کړي، د هېواد پرېښودو ته مجبوره کړي، په ټولنه کې يې توهین کړي او بدنامه کړي دي، او چې خپله یې له حذفولو عاجز شوي نو بیا يي پردي پوځونه راغوښتي او د خپل ولس، د اسلام د دين او عقیدې په خلاف له اشغالګرو سره د جګړې په صف کې درېدلي دي.

مدرسه او مبارزه

22/07/2024

په افغانستان کې له تېرو سلو کلونو را هيسي غربي افکارو په فلسفیانه ډول د خلکو په ذهنونو، د نظام په قوانینو، په تعليمي نصابونو او فرهنګي ارزښتونو کې ځاي نیولي دی. د غربي افکارو او نظرياتو د زهرجن تأثير په نتیجه کې دلته داسی نسلونه رامنځته شوي چې يا له اساسه پر دین او ديني ارزښتونو بي باوره شوي، او يا يې باور دومره کمزوری او متزلزل شوی چې د بې دينۍ او پرديو افکارو هره څپه يې له ځانه سره اخلي، او د خپل فکري انحراف له امله سعادت او نجات په اسلام کې نه، بلکې په بل څه کې لټوي، او د خپل دين او ولس په خلاف د جګړې لپاره د پرديو په صف کې درېږي.

مدرسه او مبارزه

14/07/2024

‏د اندلس او غرناطې، تاشقند، بخاری او قسطنطنیې لوړ برم او د اناتولیې حاکمانه برج، د غازیانو ستر کاروان چې یو سر یې د دښمن سره مقابله پای یې د خلافت په سرحدونو کې.

دا د امت د ستر برم، د عروج شپې وې، دلته د ‎ #نشنلیزم د مفکورې جوړونکي د ډار له اړخه د خپلو میندو بغلونه نیولي وه، أبطال په جوش او خروش د قریانۍ ډګر ته ښکته کېدل، او میندو په مینه خپل اولادونه د فکري ځوروني خلاصول، ماشومان به یې د اصحابو په کیسو اورولو بیده ول.

د هماغه ستري خوږې زمانې څخه موږ دې حالت د فکري جګړې له زور څخه راورسېدلو، ځوان نسل مو په لهو لعب بوخت سو، خپلي موخي او ارزښتونه تري ورک کړل سول، هدفونه یې د ژوندانه پر خوښیو ذوق اخیستل وګرځېدل.

د میندو پخوانۍ جوش او جذبه هم کمزورې سوې وه، د غازیانو د فتحو درشل هم کمزورۍ سوی وو، د صلیبي نړۍ د عروج وخت رارسېدلی وو، او موږ وار په وار د فکري جګړې تر اشغال لاندې ځورېدلو، او تر تاثیر لاندې راتللو.

د ‎ #نشنلیزم دغه مفکورې زموږ متحد امت د باد اخیستي کاغذ په شانتي یوې او بلې خواته و پاښل سو.



حمزه

‏حُر، ازاد او غلامي نه منونکي خلک تل خپله ازادي په توره او ټوپک د خپل دښمن څخه اخلي او اخیستې.تر ننه پورې د نړۍ په هیڅ ک...
14/07/2024

‏حُر، ازاد او غلامي نه منونکي خلک تل خپله ازادي په توره او ټوپک د خپل دښمن څخه اخلي او اخیستې.
تر ننه پورې د نړۍ په هیڅ کونج کې تاریخ داسي څه پخپلې حافظې کې نه دي ثبت کړي چې کوم قوم یا هیواد دې خپله ازادي په لاپو،شاپو، لاریونونو، پرلتونو ، زنده باد، مردباد او یا په اصطلاح د عدم تشدد له لارې تر لاسه کړې وي.

توره د سرلوړۍ او ازادۍ دویم نوم !

بريال کندوزی

‏لوی اختر مو مبارک شه!
17/06/2024

‏لوی اختر مو مبارک شه!

ادیان کی جنگ:دین اسلام یا دین جمہوریت؟ليکوال: مولانا عاصم عمر شهيد رحمه اللّٰهکه څوک په اردو ژبه پوهېږي او غواړي کتاب مط...
06/06/2024

ادیان کی جنگ:

دین اسلام یا دین جمہوریت؟

ليکوال: مولانا عاصم عمر شهيد رحمه اللّٰه

که څوک په اردو ژبه پوهېږي او غواړي کتاب مطالعه کړي، لاندې شمېرې ته مسج وکړئ.

0093771642358

25/05/2024

ځينې خلک اسلام سره دښمني لري؛ خو دا چې ښکاره په اسلام انتقاد نه شي کولای او د خپل اسلام او مسلمانۍ تمثيل کوي؛ دغسې خلک هغه څه تر تنقيد لاندې نيسي، چې اسلام سره تړلي وي، لکه: ملا، مدرسه، م..جا...هد او نور....

ځينې بيا دا کار د جهل او ناپوهۍ له امله کوي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د کونړ حنفي ديوبندي علماء posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share