23/10/2025
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې کرن یادف په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د شارژډافیر( چارسمبالي ) په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړی له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او د کابل د سرپرست سفیر په توګه له ټاکل کېدو مخکې یې په مالډیف او سریلانکا کې سفارتي دندې ترسره کړې دي.
هند تېره ورځ په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ.