Ghfuran ullah Adil

Ghfuran ullah Adil Researcher and software Engineer

06/06/2026

د باګرام هوايي هډي لومړی برخه.







゚viralシfypシ゚viralシ

03/06/2026

د ټرمپ يوې جملي ټوله آسیا ولړزوله!



















゚viralシfypシ゚viralシ

زه له AI څخه زده کړه کوم، له AI سره زده کړه ورکوم، او بیا له AI سره یو ځای کار کوم.زما لپاره AI نور یوازې یوه وسیله نه د...
13/05/2026

زه له AI څخه زده کړه کوم، له AI سره زده کړه ورکوم، او بیا له AI سره یو ځای کار کوم.
زما لپاره AI نور یوازې یوه وسیله نه ده، بلکې زما استاد، زده کوونکی، مرستیال او د ټیم غړی دی.
کله چې کومه نوې مفکوره راته پیدا شي، زه یې له ChatGPT سره شریکوم او پوښتنه ترې کوم:
“دا مفکوره څنګه لا ښه کېدای شي؟ کومې ستونزې پکې رامنځته کېدای شي؟ کومو سرچینو ته اړتیا لري؟ دا پروژه وړیا جوړېدای شي که پیسو ته اړتیا لري؟”
وروسته همدا مفکوره Claude او Gemini ته وړم، څو بېلابېل نظرونه، ژور تحلیلونه او نوې لارې ترلاسه کړم.
ځینې وخت بیا مفکوره نوره هم ننګوم:
“که دا کار په بل ډول وکړو څه به وشي؟”
“ایا تر دې هوښیار Workflow شته؟”
“څنګه یې لا ځانګړې او بېلولی شو؟”
کله چې د بېلابېلو AI ماډلونو نظرونه، تحلیلونه او مشورې راټولې کړم، بیا Claude په Terminal کې چلوم، ټول معلومات ورکوم، او ترې غواړم چې د پروژې لوری په روښانه ډول تشریح کړي، تر څو د پراختیا پلان جوړ کړم.
زه همداسې له AI سره مفکورې پیدا کوم، اصلاح کوم، ارزوم او پروژې جوړوم.
AI زموږ د فکر کولو، زده کړې، جوړولو او کار کولو طریقه بدلوي.
اصلي برتري دا نه ده چې یوازې یو AI وکاروو، بلکې دا ده چې زده کړو څنګه له څو هوښیارو سیسټمونو سره په اغېزمن ډول ګډ کار وکړو.
تاسو AI په خپل ورځني کار کې څنګه کاروئ
Zeeg-Shinwari

څنګه جعلي (Fake) لینک وپیژنو؟🌐 URL څه شی دی؟ نن سبا ډېر خلک ته WhatsApp، Facebook او Email له لارې لینکونه استول کیږی، خ...
03/05/2026

څنګه جعلي (Fake) لینک وپیژنو؟🌐 URL څه شی دی؟
نن سبا ډېر خلک ته WhatsApp، Facebook او Email له لارې لینکونه استول کیږی، خو ټول لینکونه خوندي نه وي.
نن به وګورو چی📌 URL څه شی دی؟
یو ار ایل هغه د ویبپاڼې پته ده چې موږ یې په براوزر (ګوګل کروم ، ایج ، موزیلا )کې لیکو یا پرې کلیک کوو.
مثال:
https://google.com
https://facebook.com

🔎 د URL مهمې برخې (Sections of URL)
راځئ یو مثال وګورو:
https://www.google.com/login
📍 https://
دا ښيي چې ویبپاڼه خوندي (Secure) ده.
📍 www /> دا د ویبپاڼې عمومي برخه ده.
📍 google.com
دا اصلي ډومېن (Domain Name) دی — تر ټولو مهمه برخه.
📍 /login
دا د ویبپاڼې ځانګړې پاڼه ده.

💡 یادونه:
جعلي لینکونه اکثره اصلي نوم ته ورته خو لږ بدل شوی وي.
⚠️ څنګه Fake لینک وپیژنو؟
🚨 پام وکړئ که:
❌ نوم کې کوچني بدلون وي
مثال:
fakebook.com
gooogle.com
❌ لینک ډېر اوږد او عجیب وي
❌ د پیسو یا جایزې غوښتنه وکړي
❌ وايي: "Urgent! Click Now!"
❌ د نااشنا کس له لوري درلیږل شوی وي
🛠️ وړیا ویبپاڼې د لینک چک کولو لپاره

که شک لرئ، لینک مخکې له کلیک کولو څخه لینک کاپی کړی او په لاندی ویبپاڼو کی په وړیا ډول چک کړئ:
🔎 VirusTotal
🔎 Cloudfare URL checker
🔎 URLVoid
— ویبپاڼه درته ښیی چی دغه لینکونه خوندي ده که نه - ss

🎯 ولې دا مهم دی؟
د جعلي لینک په کلیک کولو سره:

❌ ستاسو اکاونټ هک کېدای شي
❌ ستاسو معلومات غلا کېدای شي
❌ ستاسو موبایل ویروس اخلي

خو که URL وپېژنئ، کولی شئ:
✅ ځان خوندي وساتئ
✅ جعلي لینکونه وپیژنئ
✅ د کورنۍ غړي هم خوندي کړئ

تکنالوژی او مصنوعی ځیرکتیا | ۲۴ برخه
𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲 & 𝐀𝐈 | 𝐏𝐚𝐫𝐭 24


څنګه په خپلو کارونو کې ۱۰ چنده مخکې شو او هر کار تر پایه ورسو؟ ډېر وخت موږ نه پوهېږو چې کار له کوم ځایه پیل کړو، یا ټوله...
30/04/2026

څنګه په خپلو کارونو کې ۱۰ چنده مخکې شو او هر کار تر پایه ورسو؟
ډېر وخت موږ نه پوهېږو چې کار له کوم ځایه پیل کړو، یا ټوله ورځ بوخت یو خو په پای کې مهم کارونه پاتې وي. د دې ستونزې یو ساده حل د "Ivy Lee" مشهوره طریقه ده چې له ډېرو کلونو راهیسې کارول کېږي.

📝 دا طریقه څنګه کار کوي؟ (ډېره ساده ده):
۱. بیګا پلان جوړ کړئ:
هره شپه د سبا لپاره یوازې ۶ مهم کارونه ولیکئ. (نه زیات، نه کم!)
۲. لومړیتوب وټاکئ:
دا کارونه د اهمیت له مخې له ۱ څخه تر ۶ پورې ترتیب کړئ.
۳. په یو کار تمرکز وکړئ:
سبا چې کار پیل کوئ، یوازې په لومړي کار (نمبر ۱) تمرکز وکړئ. تر څو هغه ختم شوی نه وي، بل کار مه پیل کوئ.
۴. پاتې کارونه بیا ولیکئ:
که د ورځې په پای کې ځینې کارونه پاتې شول، هغوی د بلې ورځې په لیست کې بیا ولیکئ.

💡 یو ساده مثال:
که تاسو یو محصل یاست او غواړئ سبا مو ښه او ګټوره ورځ وي:
۱. د ریاضیاتو د درېیم څپرکي لوستل.
۲. د انګلیسي ۱۰ نوي کلمات زده کول.
۳. د پروژې لپاره تحقیق کول.
۴. خپلې مور ته درمل اخیستل.
۵. د برېښنا بل ورکول.
۶. ورزش کول.
اصول: تر هغو چې لومړی کار خلاص نه کړئ، دویم کار مه پیل کوئ. دا کار ذهن منظم ساتي او ګډوډي کموي.

بریالیتوب په دې کې نه دی چې ډېر کارونه وکړو، بلکې په دې کې دی چې مهم کارونه په سم وخت ترسره کړو.

تاسو نن خپل ۶ مهم کارونه لیکلي دي؟ که نه، همدا اوس یې په کاغذ ولیکئ! ✍️👇

د اغېزناکې زده‌کړې غوره لاره: د 3R طریقهاکثره زده‌کوونکي شکایت کوي چې "ډېر درس وایم خو هېرېږي مې." ستونزه ستاسو په حافظه...
29/04/2026

د اغېزناکې زده‌کړې غوره لاره: د 3R طریقه

اکثره زده‌کوونکي شکایت کوي چې "ډېر درس وایم خو هېرېږي مې." ستونزه ستاسو په حافظه کې نه، بلکې ستاسو په تګلاره کې ده. یوازې لوستل کفایت نه کوي؛ تاسو باید خپل ذهن دی ته مجبوره کړئ چې معلومات پروسس کړي.
🧠 د 3R طریقه څه ده؟
دا فارمول په دریو ساده خو بنسټیزو ګامونو ولاړ دی:
اول - 1️⃣ Read (ولولئ): موضوع په ډېر تمرکز سره ولولئ. دلته موخه یوازې تېرېدل نه، بلکې د موضوع په مفهوم پوهېدل دي.
مهم ټکي په نښه کړئ.
د متن ترمنځ منطقي تړاو پیدا کړئ.
دوهم ـ 2️⃣ Recall (په یاد یې راوړئ): دا تر ټولو مهمه مرحله ده. کتاب وتړئ او هڅه وکړئ هغه څه چې مو ولوستل، درپه یاد یی کړیږ
خپل ځان ته یې داسې تشرېح کړئ لکه یو ماشوم ته چې درس ورکوئ.
هڅه وکړئ مهم اصطلاحات په لوړ غږ ووایئ.
دريم - 3️⃣ Review (بیا کتنه): خپل یادښتونه له کتاب سره پرتله کړئ. وګورئ چې کوم ځای مو هېر کړی یا مو غلط فهمي پکې کړې وه.
خپلې تېروتنې اصلاح کړئ.
هغه برخې چې ستونزمنې وې، یو ځل بیا په دقت وګورئ.

مصنوعي ځیرکتیا (Ai) به د نړۍ راتلونکی بدل کړي،دا ځوان صالح یوسف نومیږي،د پاکستان، په کراچي ښار کې زېږېدلی دی، ویل کېږي چ...
26/04/2026

مصنوعي ځیرکتیا (Ai) به د نړۍ راتلونکی بدل کړي،

دا ځوان صالح یوسف نومیږي،
د پاکستان، په کراچي ښار کې زېږېدلی دی، ویل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له دریو نورو ملګرو سره یو سافټویر جوړوونکې کمپنۍ پیل کړه، چې نوم یې Cursor دی.

اوس جالبه داده چې، د دوی کمپنی دومره ستر ارزښت پیدا کړی دی چې، ایلن مسک یې د اخیستلو لپاره ورته د 60B میلیارده ډالرو وړاندیز کړی دی.

او تر ټولو جالبه خو لا دا ده چې دغه کمپنی له جوړیدو تراوسه صرف څلور کاله تیر شوی دي،
په څلور کالونو کې دومره لوی ارزښت پیدا کول وړه خبره نده.

۔Cursor عادي کمپنۍ نه ده.
دا کمپنی د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته خلکو ته د ویب‌ سایټونو، اپلیکیشنونو او سافټویرونو جوړول اسانه کوي. یعنې هغه کارونه چې پخوا به یې کلونه زده‌کړه او لوی ټیم غوښت، اوس یې یو کس هم د AI په مرسته پیل کولی شي.

نو په هیله چې پوه شوي یاست،
راتلونکی د هغو خلکو دی چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې د ساعت‌تېرۍ لپاره نه، بلکې د حل‌لارو جوړولو لپاره کاروي.

نن د پښتانو لپاره هم ډېر فرصتونه شته.
زموږ ژبه، زموږ بازار، زموږ تعلیم، زموږ کاروبارونه، زموږ ټولنه — هر ځای ستونزې شته، او هره ستونزه د یو نوي کار، نوي اپلیکیشن، نوي چینل، نوي خدمت او نوي عاید فرصت دی.

۔AI به ستا پر ځای کار نه کوي،
خو که ته فکر ولرې، دا به ستا کار لس چنده چټک، ارزانه او قوي کړي.
نو که غواړی Ai زده کړئ، زموږ په همدغه پیج کې د Ai عملي زده کړې کورس شته، تراوسه مو 8 درسونه اپلوډ کړي نور هم اپلوډ کو، موږ درسره فالو کړئ.

اوس پوښتنه دا نه ده چې AI به زموږ راتلونکی بدل کړي که نه؛
اصلي پوښتنه دا ده:
ته به د دې بدلون برخه جوړېږې، که یوازې یې ننداره کوې؟
کمینټ کې راته ووایاست


آیا کله مو فکر کړی چې ولې بې ځایه موبایل راخلئ، په ساعتونو ساعتونو سکرول کوئ او کله چې ترې لرې شئ، د ناارامۍ احساس کوئ؟ ...
25/04/2026

آیا کله مو فکر کړی چې ولې بې ځایه موبایل راخلئ، په ساعتونو ساعتونو سکرول کوئ او کله چې ترې لرې شئ، د ناارامۍ احساس کوئ؟ په ارواپوهنه کې دې حالت ته «ډیجیټل روږدي توب» ویل کېږي چې ستاسو تمرکز، خوب او ذهني سکون په خطر کې اچوي.
د دې لپاره چې له موبایل څخه بېرته خپل واک ترلاسه کړئ او خپل وخت مدیریت کړئ، دا علمي خو ساده لارې چارې تعقیب کړئ:
لومړی ګام دا دی چې د خپلو اپلیکیشنونو غیر ضروري خبرتیاوې (Notifications) بندې کړئ؛ ځکه دا ایپسونه داسې ډیزاین شوي چې په هره ثانیه کې ستاسو پام ځانته واړوي. یوازې د ډېرو مهمو اړیکو خبرتیاوې فعالې وساتئ ترڅو ذهن مو بې ځایه ونه پارول شي. همدا راز، خپله خونه «بې موبایله» کړئ؛ لږ تر لږه یو ساعت مخکې له خوبه موبایل په بلې خونې کې کېږدئ، ځکه د سکرین آبي رڼا ستاسو د خوب هورمونونه ګډوډوي او سبا مو د بدن انرژي کموي.
یو بل ډېر اغېزمن رواني تخنیک د «خړ رنګ» سکرین (Greyscale Mode) کارول دي. زموږ دماغ په طبیعي ډول د رنګینو تصویرونو جذبولو ته لېواله وي، کله چې سکرین تور او سپین شي، ستاسو لېوالتیا ورسره په خپله کمېږي. د دې ترڅنګ، د موبایل لپاره «بدیل» پیدا کړئ؛ هرکله چې غواړئ موبایل ته لاس کړئ، پر ځای یې یو کتاب ولولئ، له کورنۍ سره خبرې وکړئ یا په ازاده فضا کې قدم ووهئ. همدا راز، په خپل موبایل کې د Screen Time له لارې د اپلیکیشنونو لپاره وخت وټاکئ ترڅو په ټولنیزو رسنیو کې ستاسو حضور محدود او هدفمند شي.
باید پوه شئ:
د موبایل ډېر کارول یوازې د وخت ضایع کول نه دي، بلکې دا د ورځنيو سټرسونو، د سترګو ناروغۍ او د حافظې د کمزورتیا بنسټیز لامل ګرځي. که احساس کوئ چې موبایل ستاسو پر ژوند، کار او اړیکو بد اغېز کړی، نو دا یو جدي رواني پیغام دی چې باید ورته پام وکړئ.


ایا ته پوهېږې چې داسې ټکنالوژي رامنځته شوې چې ستا پر ځای فکر کولی شي، زده کړه کولی شي او حتی پرېکړه هم کولی شي؟هو! دا دی...
22/04/2026

ایا ته پوهېږې چې داسې ټکنالوژي رامنځته شوې چې ستا پر ځای فکر کولی شي، زده کړه کولی شي او حتی پرېکړه هم کولی شي؟
هو! دا دی Artificial Intelligence یا AI… هغه څه چې نړۍ بدلوي!

Artificial Intelligence یا AI داسې سیستم دی چې کمپیوټر ته د انسان په شان فکر کولو او کار کولو توان ورکوي.
پخوا به موږ یوازې کمپیوټر ته امر ورکاوه، خو اوس AI کولی شي خپله زده کړه وکړي، تحلیل وکړي او حل لارې پیدا کړي.

نن سبا، AI زموږ د ژوند هره برخه کې ور ګډ شوی دی…

👉 کله چې ته په انټرنېټ کې څه لټوې، AI درسره مرسته کوي
👉 کله چې ته ویډیو جوړوې یا عکس ایډیټ کوې، AI درسره کار کوي
👉 حتی په تعلیم کې، AI ستا لپاره شخصي ښوونکی ګرځېدلی دی

AI د زده کړې بهیر ډېر اسانه کړی دی. زده کوونکي کولی شي په لږ وخت کې ډېر معلومات ترلاسه کړي، او ښوونکي کولی شي ښه تدریس وکړي.

1: وخت او اسانتیا
AI زموږ وخت خوندي کوي. هغه کارونه چې انسان به ساعتونه ورباندې مصرفول، اوس AI په څو ثانیو کې ترسره کوي.
لکه د معلوماتو تحلیل، لیکنه، ډیزاین او حتی پروګرامنګ!

په کار او کاروبار کې اغېزه:2
په کاروبارونو کې AI د کیفیت کچه لوړه کړې ده.
شرکتونه کولی شي ډېر دقیق او چټک تصمیمونه ونیسي.
فابریکې اوس په اتومات ډول کار کوي، چې تولید زیات او تېروتنې کمې کړي.

2: خلاقیت او نوښت
AI یوازې کار نه کوي، بلکې خلاقیت هم زياتوي
نن ورځ خلک د AI په مرسته ویډیوګانې، انځورونه، میوزیک او حتی کیسې جوړوي.
دا د انسان فکر نور هم پراخوي.

3: ۲۴/۷ کار کول
AI هیڅکله نه ستړی کېږي، نه خوب کوي، نه رخصتي اخلي.
دا تل فعال وي او هر وخت خدمت کوي.

⚠️ تاوانونه
هر څه مثبت نه دي…

❗ ځینې خلک خپلې دندې له لاسه ورکولی شي
❗ خلک پر ټکنالوژۍ ډېر تکیه کوي
❗ د شخصي معلوماتو ساتنه یو لویه ستونزه ده

نو ضروري ده چې AI په فکر سره وکارول شي.

پایله :
Artificial Intelligence یوازې یو ټکنالوژي نه ده، دا د راتلونکې تهداب دی.
که موږ دا په سمه توګه وکاروو، کولی شو خپل ژوند اسانه، چټک او پرمختللی کړو.



انټرنېټ د ماشومانو لپاره؛ ګټه که خطر؟موږ ټول هڅه کوو خپل اولادونه له سړک، اور او ښکاره خطرونو وساتو، يا پام پر وکړو چي د...
21/04/2026

انټرنېټ د ماشومانو لپاره؛ ګټه که خطر؟

موږ ټول هڅه کوو خپل اولادونه له سړک، اور او ښکاره خطرونو وساتو، يا پام پر وکړو چي د چا سره ګرځي خو ایا پوهېږئ چې انټرنېټ هم کټ مټ د یوې داسې لویې لارې غوندې دی چې هر ډول خلک پکې ګرځي او هر ډول خطرونه پکې شته؟

تر ټولو مهمه مشوره:
خپل ماشوم ته هیڅکله اجازه مه ورکوئ چې په خپله خونه کې په یوازې ځان او "پټه خوله" له موبایل یا ټابلیټ څخه کار واخلي.

💡 څه باید وکړو؟
خوندي چاپېریال: ماشوم ته اجازه ورکړئ چې یوازې د کور په ګډه فضا (لکه سالون یا ستاسو سره يو ځاي، ګډه خونه) کې له موبایل کار واخلي، چې ستاسو تر نظر لاندې وي.
له ماشوم سره ملګري شئ: د دې پر ځای چې موبایل په زوره ترې واخلئ، ورسره کېنئ او په مینه ورته ووایاست: "راشه چې نن دواړه یو ځای وګورو چې څه نوي پکې زده کوو؟" دا کار د شک پر ځای باور زیاتوي.
د وخت کنټرول: د انټرنېټ لپاره یو ځانګړی وخت وټاکئ ترڅو ماشومان مو په ټکنالوژۍ روږدي نشي او ذهني سلامتیا یې خوندي پاتې شي.
زموږ اولادونه زموږ د ژوند تر ټولو لویه شتمني ده؛ راځئ په انلاین نړۍ کې یې یوازې پرېنږدو. ❤️

#ماشومان #روزنه #انټرنېټ #خوندیتوب #افغانستان #کورنۍ

Address

Jalalabad
Jalalabad
0000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghfuran ullah Adil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ghfuran ullah Adil:

Share