09/04/2025
ګـــلونه مــې کــــرلي د ژٶنــــدون په هـــره لاره
ازغـي تــرې راخــــتلي د ژٶنـدون په هــره لاره
د زړۀ د تـــسلٸ خــــلق مـــې نـه ٶو نه اسره ٶه
په چــــغو مــې ژړلي د ژٶنــــدون په هـــره لاره
دا ســختې او درنې درنې سپـــېړې د حــــــالاتو
مې مخ باندې خــــٶړلي د ژٶندون په هـره لاره
دځان ګټه مې ونه کړه اوس وخت دے رانه تلے
څــۀ ډېر څــۀ مې باٸللي د ژٶندون په هـره لاره
تراٶسه مې په ژٶندکښې خوشحالي لېدلې نۀده
غــمونه مې سـاتلي د ژٶنــــدون پــه هــــره لاره
په زړۀ کښې پرهـــرونه مې تازه وو ګور له لاړم
ظــلمونه می زغـــملي دژٶنـــدون په هـــره لا🥀
Saeed Khan Thorkhel