26/09/2023
د تاريخ نړيواله کرښه :
International Date Line
د لومړي څل لپاره دوخت او تاريخ موضوع په ١٥١٩ او ١٥٢٢ ميلادي کلونو په موده کې د بحري علمي سفر کوونکو ته پيښه شوه .د څو ورځو سفر کولو وروسته هغوي د هفتې په ورځو کې تغير وليد .د بيړۍ عمله بيرته هسپانيې ته تاو شوه .او ډول ډول نظري يې ثبوت کړې دوئ وروسته دا خبره د يو عيسوي مشر پاپ ته وليکله .
د شلمي پيړۍ په لومړيو کې په ١٩١٧ م کال د دي موضوع د پاره په فرانسه کې يو کنفرانس جوړ شو چې د نړۍ د مهمو ملکونو نمائندګانو پکې برخه درلوده .دوی ټول يوې موافقې ته ورسيدل او دغه کرښه يې ر سمي او د دې موافقې وروسته به ټول ملکي او فوځي بيړۍ چلونکې خپل وخت د معياري و خت مطابق اعياروي .
د تاريخ نړيواله کرښه يو ه غيري حقيقي کرښه ده . چې د طوالنهار يا ګرينويچ دکرښي شاته د ١٨٠درجو په استقامت اوږده کږه وږه پرته ده .
که تاسې نقشې ته وګورئ د وخت نړيواله کرښه د بحرالکاهل په مينځ تيره شوې ده .د ځمکې په شمال کې د الاسکا او روسيې تر منځ په بيرنګ ابنا کې دا کرښه ختيځ لوري ته تاو شوې د بيرنګ آبنا څخه تيريږي . او لويديځ طرف د ه الويتين ټاپوګانو څخه تيريږي دا سيمي د الاسکا ايالت قلمرو دی.
بيا دا کرښه د دوه ميلو په اندازه د ډايومډي ټاپوګانو تر منځ تيريږي کوچني ډايو مډ ټايوګان د امريکا او لوی ډايومډ د روسي پورې مربوط دي .بيا په پيچلي ډول د کارابين په قلمرو کې ختيځ لوري ته ان د ١٥٠ درجو د طولالبلدو ته رسېږي .
په جنوبي برخه کې بيا ختيځ لوري ته تاو شوي ده ځکه (واليس) ،(فيوټونو) ، (فيجي ) او (ټانګو) د نوي زيلاند هېواد پوري مربوط او يو تاريخ لري مګر (سومو) ټاپو چې د ټانګو ټاپو ته مخامخ ختيځ طرف ته د نړيوالي کرښي هغه طرف ته پروت دي د دي نورو ټاپوګانو څخه ېې يوه ورځ مخکي تاريخ لري .
ولې دا کرښه مستقيماً د طولالبلد په ۱۸۰ درجه باندې نده رسم شوې؟ که چيرته مسقيماً رسم شوی وای د ځينو هېوادونو قلرونه د کرښې دواړو غاړو ته تقسيم کيدل بيا به يې په يو ولايت کې يو تاريخ او بله کې بل تاريخ و.په همدې خاطر د هغه هيواد قلمرونه يې يو طرف ته راوستي.
دا کرښه د کارتوګرافانو لخوا د نړۍ د نقشي په مخ ترسيم شوي ده او په اينده کې چې کومي نوي نقشي چاپ او جوړيږي هيڅوک نشي کولاى چې د دوه قومونو تر منځ مستقيم خط ترسيم کړي .
دا کرښه د ځينو مسافرينو د خفګان سبب ګرځي د مثال پتوګه د ټانګو د ټاپو څخه سومو ټاپو ته په هوا دوه ساعته لاره ده مګر په تاريخ کې يې يوه ورځ فرق دى .
ترتيب کوونکی: احسان الله حسين
دا مقاله ما په ۱۳۸۸ کال کې د کورنۍ دندې په حساب ژباړلې او ترتيب کړې وه.
Wikipedia® is a registered trademark of the Wikimedia Foundation, Inc., a non-profit organization.
Prepared and composed by Ahsanullah (Haseen.)
Nangarhar University.
Education faculty,
Department of History and Geography,