Click Online کليک انلاين

Click Online کليک انلاين باور + سرعت

زموږ د کرکټ ټیم له کوم نامعلوم، ژور فشار سره مخ دی!که حافظه مو درسره مرسته کوي نو زموږ کرکټ له هغې ورځې خراب شو چې د ټیم...
19/02/2024

زموږ د کرکټ ټیم له کوم نامعلوم، ژور فشار سره مخ دی!

که حافظه مو درسره مرسته کوي نو زموږ کرکټ له هغې ورځې خراب شو چې د ټیم درې غوره لوبغاړي مو ظاهراً د ډسپلین له سزا سره مخ شول او کرکټ بورډ ورته د ملي ګټو نوم ورکړ.

په عین وخت کې د راشدخان ورور د پاکستاني استخباراتو له خوا په پېښور کې تښتول شوی و، چې ما یې د کورنۍ د غړی له خولې کیسه لیکلې وه او دا مې ویلي وو چې زموږ کرکټ بورډ ته له ګاونډ نه د ټیم د نړولو نورې دندې هم ورکړل شوې دي؛ خو خلکو پرې راته بد رد وویل.

یو داسې کرکټ بورډ چې اجراییوي رییس یې له دې دندې مخکې د پاکستان په مري کې د کریاڼې دوکاندار و او اوس د یوه ډيکټاټور له خوا په زور په دغه څوکۍ کېنول شوی؛ څنګه دې امکان ولري چې د فرمایشاتو پر ځای دې ملي ګټو او مسلکیتوب ته ژمن وي؟

سږ کال PSL د افغان لوبغاړو له ګډون پرته پیل کېږی.
د یادو بندیزونو وروسته مو یو سیریز څه چې یوه لوبه مو هم ونه ګټله.
د نولس کلنو نړیوال جام ته داسې لوبډله انتخاب شوه چې نیپال ته هم ماته شوه.
په کورنیو لوبو کې څو څو ځله ځلیدلي لوبغاړي په کور ناست او یوه ګډه وډه، بې نظمه او عین حال کې منجمده لوبډله په درې واړو فارمټونو کې لوبېږي او مسلسله ماتې خوري.
د راشد د عملیات جزییات او د مجیب د زخمي کېدا معلومات د اشد محرم غوندې له مینه‌والو پټ ساتل کېږي.
د روانو مهمو سیریزونو په جریان کې ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټرات غیرحاضر/ رخصت دی.

بيټسمینان د رواني فشار ښکار دي او ممکن له مختلفو ګواښونو سره مخ وي خو راشد، مجیب، نوین، فاروقي او نور هغه لوبغاړي چې په نړیوال جام کې وځلېدل او بالخصوص د پاکستان د ماتې سبب وګرځېدل یا خو څنګ ته ساتل کېږي او یا په لوبډله کې وړاندې وروسته لوبول کېږي او له ماتو او شرمونو سره یې مخ کوي.

بیا هم وایم چې ما ته له مدیریت زیاته دا کیسه استخباراتي ښکاري او ممکن د وخت په تېرېدو دا زخم پړسوب وکړي او راښکاره شي خو بیا به وخت له وخته تېر وي.

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ټيم له خوا د پاکستان ماتېدل یو تصادف و خو اوس زموږ د ټیم پارچه پارچه کېدل راته پلان ښکاري.

زما نظر ممکن سل په سلو کې سم ونه اوسي، خو که د ټیم جوړښت، د لوبېدونکو لوبغاړو کمبینیشن، د دوی تر منځ ناهمغږي او نورو نیمګړتیاوو ته په کتو کوم نالیدونکی ځواک راته ښکاري چې دا هر څه یې تر فشار لاندې نیولي دي.

بسم الله کړئ، بد رد راته ووايئ!

لیکنه : Ziarmal Afghan

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له خپل سریلانکايي سیال کوشال مېنډېس سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو نړیوالو سیال...
08/02/2024

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له خپل سریلانکايي سیال کوشال مېنډېس سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ جام نن مازدیګر د کېنډي په پالیکلي کرکټ لوبغالي کې نندارې ته وړاندې کړ.

افغانستان کرکټ بورډ د یو لړ بندیزونو سربېره له دریو ملي لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیستافغانستان کرکټ بورډ، له دری...
25/12/2023

افغانستان کرکټ بورډ د یو لړ بندیزونو سربېره له دریو ملي لوبغاړو د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست

افغانستان کرکټ بورډ، له دریو لوبغاړو هر یوه فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې یا NOC د نه ورکولو پرېکړه وکړه.

افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي، او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.

د دغو لوبغاړو د قضیې لپاره د غوره شوې کمېتې یو غړی وایي: ((فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او دغه راز باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه...؟)

پر همدې بنسټ د یادې ستونزې او قضيې د هواري په موخه افغانستان کرکټ بورډ یوې باصلاحیته کمېټې ته دنده وسپارله، ترڅو د یادو لوبغاړو دغه غوښتنې وارزوي او په دې تړاو خپلې سپارښتنې د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړي چې یادې کمېټې هم نن له هر اړخیزو څېړنو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:

لومړی: د یوه کال مودې لپاره به دوی ته مرکزي قرارداد نه ورکول کېږي، خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه.
دویم- د راتلونکو دوو کلونو لپاره به دوی ته په بهرنیو لیګونو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول اجازه یا NOC نه ورکول کېږي او اوسنۍ صادر شوي اجازت لیکونه یا NOCs به هم لغوه ګڼل کېږي.
دریم- افغانستان کرکټ بورډ به خپله یاده پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شریکوي، ترڅو په یادو لوبغاړو دغه پرېکړې په جدي ډول عملي شي.

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه ملي ګټو ته په پام سره کوي، ځکه د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنکړي.
|

افغان لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټلهد افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د سفر په ترڅ ...
25/12/2023

افغان لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د سفر په ترڅ کې کوربه لوبډلې ته په لومړۍ تمریناتي یو ورځنۍ لوبه کې د بهیر شاه، ګلبدین نایب او رحمت شاه د غوره توپوهنې او د یمین احمدزي، بلال سمیع او فرید احمد د بهترینې توپ اچونې پر مټ د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه تمریناتي یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په شارجه لوبغالي کې تر سره شي.

|

افغان ابدالیانو انګلنډ لاینز لوبډله په ۱۳۷ منډو له ډګره بهر کړه!افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د روانې تمریناتي درې ورځن...
03/12/2023

افغان ابدالیانو انګلنډ لاینز لوبډله په ۱۳۷ منډو له ډګره بهر کړه!

افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د روانې تمریناتي درې ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سیاله انګلنډ لاینز لوبډله په ۱۳۷ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه ضیاءالرحمن اکبر ۴، ظاهر خان او شرف الدین اشرف دوه-دوه او نجات مسعود یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان ابدالیان لوبډله به څو شېبې وروسته د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پیل کړي.

د انګلنډ لاینز لوبډلې پر وړاندې د درې-ورځنۍ تمریناتي لوبې په موخه د افغان ابدالیان لوبډله د اکرام عليخيل په لوبډلمشرۍ اع...
02/12/2023

د انګلنډ لاینز لوبډلې پر وړاندې د درې-ورځنۍ تمریناتي لوبې په موخه د افغان ابدالیان لوبډله د اکرام عليخيل په لوبډلمشرۍ اعلان شوه

کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ نېټې نهایي کړې.افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ ...
22/11/2023

کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ نېټې نهایي کړې.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴ او ۱۷مه نېټو د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

کرکټ بورډ: بست زون لوبډلې د شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو اتلولي خپله کړهد یمین احمدزي په لوبډلمشرۍ د بست ...
20/11/2023

کرکټ بورډ: بست زون لوبډلې د شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو اتلولي خپله کړه

د یمین احمدزي په لوبډلمشرۍ د بست زون لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په پایلوبه کې د امو زون لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
|

کرکټ بورډ اسیا جام ته د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله اعلان کړه.د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکي ا...
20/11/2023

کرکټ بورډ اسیا جام ته د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکي اسیا جام مهمو سیالیو ته د هېواد تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله اعلان کړه. یادې سیالۍ د روان کال ډسمبر میاشتې له ۸مې تر ۱۷مې نېټې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کیږي. افغان نولس کلنه ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

د ایلان ماسک کمپنۍ Xspace سبا شنبه د سټارشیپ په نامه دا فضایي بېړۍ فضا ته توغوي. دا ددې ډول فضایي بېړۍ دویم ازمایښت دی. ...
17/11/2023

د ایلان ماسک کمپنۍ Xspace سبا شنبه د سټارشیپ په نامه دا فضایي بېړۍ فضا ته توغوي. دا ددې ډول فضایي بېړۍ دویم ازمایښت دی. لومړی ازمایښت یې په تېره فبروري میاشت کې ناکام شو او له توغول کېدو وروسته پر ځمکه راپرېوته. که دا ازمایښت بریالی شي، د فضایي څېړنو په تاریخ کې به خورا مهم او تاریخي پرمختګ وي.
د سټارشیپ اساسي موخه په راتلونکي کې د ځمکې له مدار څخه سپوږمۍ او مریخ ته د تلونکو فضایي بېړیو حمایه کول دي. په یو وخت کې به لسګونه دا ډول بېړۍ د ځمکې مدار ته استول کېږي، په دې کې به یو شمېر یې ټانکرونه وي چې مریخ، سپوږمۍ او د شمسي منظومې نورو برخو ته ورتلونکو بېړیو ته به سون توکي او اړین تجهیزات برابروي او هم به انسانان نورو سیارو ته لېږدوي. ناسا د ارتمیس ۴ په نامه سپوږمۍ ته د څېړونکو د استولو ماموریت چې ټاکل شوې په ۲۰۲۵ کې به ترسره شي، همدې سټارشیپ بېړۍ ته ځنډولی. د ایکس سپېس او ناسا ترمنځ د تړون له مخې اېکس سپېس باید په ۲۰۲۴ کال کې ناسا ته دا امکانات برابر کړي.
د سټارشیپ د جوړېدو بل هدف دا دی چې دغه بېړۍ به بهر فضا ته د سټارلینک سټلایټونو پورته کول هم تسهیل کړي او په دې ډول به د سټارلینک د نوي نسل لوړ سرعت انټرنېټ پروژې په بشپړولو کې هم مرسته وکړي.
د سټارشیپ بېړۍ یوه بله ځانکړنه دا ده چې دا راکټونه به له توغول کېدو وروسته بیاځلي د استفادې وړ وي.
© Nazim Samoon

افغانستان او قطر د يو بل پر وړاندې.د نړيوال جام په غوراوي سياليو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د شپې ۰۸:۱۵ د قطر م...
16/11/2023

افغانستان او قطر د يو بل پر وړاندې.
د نړيوال جام په غوراوي سياليو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د شپې ۰۸:۱۵ د قطر ملي لوبډلې سره سيالي کوي.

افغانستان افريقا ته ۲۴۵ هدف وټاکه.عظمت الله عمرزی په ۹۷ منډو نا سوځيدلی پاتې شو.
10/11/2023

افغانستان افريقا ته ۲۴۵ هدف وټاکه.
عظمت الله عمرزی په ۹۷ منډو نا سوځيدلی پاتې شو.

Address

Mukhabrat Square Kasa Borg Plaza
Jalalabad
2601

Telephone

+93702851663

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Click Online کليک انلاين posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Click Online کليک انلاين:

Share