ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
ننګرهار کې د حيواني خوراکې يو زيرمتون جوړ شو.
د ننګرهار ولايت کرنې رياست په هڅو افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې RPSF پروژې په اووه زره امريکايي ډالرو مالي لګښت د مومندرې ولسوالۍ باسول سيمه کې د حيواني خوراکې زيرمتون يا (فيډ بينک) جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد زيرمتون د خوراکې سربېره د خوراک چمتو کولو په ماشينرۍ او نورو وسايلو سمبال ده، چې ور سره د ځايي کوچيانو او مالدارانو د څارويو د خوراکې ستونزه حل شوه.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
ننګرهار کې د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي د ځمکو اړوند يو شمېر قضيې وڅېړلې.
د ننګرهار کرنې رئیس او د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد او غړو يې په دې ولايت کې د ځمکو اړوند يو شمېر قضيې وڅېړلې او پرېکړه یې وکړه، چې دوسيې يې د وروستيو اجراتو او هداياتو ترلاسه کولو په موخه مرکز ته ولېږي.
همدا راز د غصب مخنيوي کميسيون د هداياتو له مخې په يو شمېر قضيو عملاً د اجراتو تر سره کولو خبرې وشوې.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
د ننګرهار مرستیال والي د خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو ډلګی مشرانو ته د اطاعت، خپملمنځي همغږۍ او همکارۍ سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، چې يو شمېر مسئولينو يې ملتيا کوله خوږياڼو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د يادې او شېرزادو ولسواليو ډلګی مشرانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د اطاعت، خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ سپارښتنې وکړې.
د يادې غونډې پر مهال د ننګرهار استخباراتو رئیس مولوي محمد ادريس براء، د امنې قوماندانۍ مرستيال، د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل، د شېرزادو او خوږياڼو ولسوالانو، امنيه قوماندانانو، د استخباراتو مديرانو ډلګي مشرانو او نورو مسئولينو حضور درلود.
د ولايت مرستيال مولوي سعید احمد بنوري له ډلګی مشرانو مننه وکړه، چې له فتحې وړاندې او وروسته يې د اوامرو بشپړ اطاعت کړی، نوموړی دوی ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر په څېر په ټولو چارو کې اطاعت وکړي او ور وسپارل شوې مسئوليتونه په ښه ډول تر سره کړي.
هغه ټولو مسئولینو او ډلګی مشرانو ته د خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ، ولسونو سره د ښه چلند، يووالي او يو بل سره د ترحم له مخې د چلند سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار مرستيال والي وويل، چې ا.ا يو بشپړ اسلامي نظام دی، چې ټولو برخو ته پاملرنه لري او هيله يې وښوده، چې بېلابېلو برخو کې به لا پرمختګ وشي.
د يادو ولسواليو مسئولينو او ډلګی مشرانو د ولایت مرستیال ته د بشپړ اطاعت ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې ور سپارل شوي مسئوليتونه به په خپل وخت تر سره او د ولايت مقام ټول هدايات به تعقيب کړي.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
د ننګرهار تورخم ښارګوټي ګمرک لپاره نوی آمر وټاکل شو.
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي ګمرک لپاره نوی آمر انجينر رفيع الله پاچا خان د يوې غونډې په ترڅ کې مسئولينو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې دنده پیل کړه.
د مخکيني آمر مسلم خاکسار هڅې وستايل شوې او نوي آمر د چارو په لا شفاف ډول تر سره کولو ژمنه وکړه.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
د ننګرهار کانال رياست ۱۶ خدماتي کار کوونکي د ليک لوست زده کړې پروګرام څخه فارغ شول.
د ننګرهار کانال رياست شپاړلس تنه خدماتي کار کوونکي د ليک لوست زده کړې نهه مياشتني پروګرام په ترڅ کې با سواده او د تصديقونو په ورکړې سره فارغ شول.
ياد کسان چې د سره رود ليک لوست زده کړې مديريت له لوري کانال رياست کې تر روزنې لاندې نيول شوي و، ليک لوست يې زده کړ چې له دې وروسته به خدماتي چارو کې لا ښه والی راشي.
د ننګرهار په ټولو ادارو کې اجيرانو ته د ليک لوست زده کړې پروګرامونه پیل شوي، چې موخه يې د ادارې د دې قشر با سواده کول او د خدماتي چارو ښه کول دي.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۱۴۰۲
د ننګرهار مرستیال والي د علماوو شورا رئیس او غړو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د علماوو شورا رئیس شيخ حضرت جان حنفي، د شورا مرستيال لعل محمد صديقي او غړو سره يې د همغږۍ ناسته وکړه او د دې ولايت اړوند په يو شمېر موضوعاتو يې خبرې وکړې.
د يادې ناستې پر مهال د نظامي محکمې رئيس مولوي عين الله خليل، د ولايت دفتر رئيس مولوي شاهد نوراني او يو شمېر نورو مسئولينو حضور درلود.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۴۰۲
د ننګرهار مرستيال والي د ښار او ولسواليو ګڼ شمېر مراجعينو ستونزې او عريضې د حل په موخه واورېدې.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري د ښار او ولسوالیو ګڼ شمېر اوسيدونکو ستونزې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو په موخه راجع کړې.
نوموړي همدا راز د يو شمېر ادارو مسئولينو او مجاهدينو سره په ليدنه کې دوی ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

03/09/2023

۱۲/۶/۱۴۰۲
د ننګرهار مرستيال والي د کامې ولسوالۍ مخورو د ترانسپورت اړوند ستونزې د حل په موخه واورېدې.
يادو مخورو، چې يو شمېر موټر چلوونکي هم ور سره و د کامې ولسوالۍ د هډې لريوالي، له موټر چلوونکو څخه د ترانسپورتي پيسو اخيستلو ډيروالي او نورو برخو کې ستونزې شريکې کړې.
د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري يادو مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د ترانسپورت او ښاروالۍ ادارو مسئولينو سره به پر ياده موضوع خبرې وکړي، چې د حل په موخه به يې لازم اجرات تر سره شي.

29/08/2023

۷/۶/۱۴۰۲
د ننګرهار مرستيال والي د ګڼ شمېر مراجعينو ستونزې او عريضې د حل په موخه واورېدې.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د خپل کار په دفتر کې د ګڼ شمېر ولسي وګړو ستونزې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجراتو په موخه راجع کړې.
نوموړي د يو شمېر ولسي وګړو بېلابېلې حقوقي ستونزې هم واورېدې او په حل کې يې د اُصولو له مخې د اجراتو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار مرستيال والي همدا راز مسئولينو او مجاهدينو سره په ليدنه کې بېلابېلو برخو کې دوی ته سپارښتنې وکړې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

29/08/2023

۷/۶/۱۴۰۲
ننګرهار کې UNDP سوداګرۍ، حرفوي زده کړو او د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابروي.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري سره د UNDP ادارې د ختيځ زون مسئول عبدلاحد شينواري او همکارانو يې په ناسته کې وويل، چې په پلان کې لري ترڅو دې ولايت کې سوداګرۍ، حرفوي زده کړو او کوچنيو کاروبارونو جوړولو په موخه مرسته وکړي.
نوموړي وويل، چې غواړي په تورخم او د دې ولايت په نورو سوداګريزو لارو کې خلکو ته د کاروبار زمينو برابرولو او اقتصادي پرمختګ په موخه د توکو او اموالو د صادرات پيل شي.
همدا راز يې زياته کړه، چې د اقتصاد رياست په همغږۍ به په هغو ولسواليو کې ځوانانو ته د حرفوي زده کړو او کوچنيو کاروبارونو جوړولو زمينه برابره کړي، چې ډېره اړتيا وي.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د UNDP ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې دې ولايت کې مهمې پروژې تطبيقوي، نوموړي وويل، چې افغانستان جګړو او وچکالۍ ځپلی او لږه مرسته هم کولی شي، چې د خلکو ستونزې يو څه حل کړي.
هغه زياته کړه، چې د پلان شويو پروژو په تطبيق کې به يې د اُصولو له مخې ولايت مقام همکاري وکړي؛ خو غوښتنه يې وکړه ترڅو په هغو برخو کې کار وشي، چې خلک ورته ډيره اړتيا لري.
د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي امين الله شريف وويل، چې دوی د ټولو ولسواليو د اړتياو منظم ډيټابیس لري او يادو مسئولینو ته يې ډاډ ورکړ چې د پروژو په پلې کېدو کې به ور سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
د بهرنيو چارو رئیس مولوي احمد د افغانستان او پاکستان د UNDP ادارو له مسئولینو وغوښتل، چې ياد هېواد ته د زيات شمېر ناروغانو د درملنې په موخه په لېږدلو کې همکار وکړي، ترڅو د ناروغانو ستونزې حل شي.

26/08/2023

۴/۵/۱۴۰۲
قراردادي خبرتياوې
1. پوهنې رياست د الفتح لېسې او د انار باغ منځني ښوونځي ودانۍ جوړول په قرارداد ورکوي
2. پوهنې رياست د اُتران، شهيد محمود شاه، قلعه شاهي نجونو او املې نجونو ښوونځيو د ودانيو ترميم په قرارداد ورکوي
3. ننګرهار پوهنتون افغاني حميد لوژستيکي شرکت سره په ۷۰۴۴۵۰۰ افغانيو د روغنياتو قرارداد وکړ د داوطلبۍ ګډونوال دې خبر وي.
4. د اچين ښاروالي د سپين غر او اچين ولسواليو ترمنځ د ۱۵۴ متره په اوږدوالي او ۷ متره په پراخوالي سړک او دواړو غاړو ته د ويالو په کانکريټي ډول جوړولو قرارداد کوي
5. د ننګرهار کانال رياست د زيتونو تېلو لپاره ۲۵۰ ملي لېتره پوښ او کاک سره ۵۰۰۰۰ بوتلونه پيري
6. د ننګرهار کانال رياست د زيتونو تېلو لپاره ۵۰۰ ملي لېتره پوښ او کاک سره ۵۰۰۰۰ بوتلونه پيري
7. د ننګرهار کانال رياست د زيتونو اچارو او سبزيجاتو لپاره ۵۰۰ ګرامه پوښ او کاک سره ۱۰۰۰۰۰ بوتلونه پيري
8. د ننګرهار کانال رياست د کبانو فارم څخه د نسل اخيستنې دوه ډوله کبان چې له ۲ تر ۶ انچه اوږدوالی لري پلوري
9. د ننګرهار کانال ریاست د هډې فارم ۲۵ مې نومره کې ۲۵ شنې خونې په قرارداد ورکوي
10. د روداتو ښاروالي د موټرونو تم ځای په قرارداد ورکوي

24/08/2023

۲/۶/۱۴۰۲
ننګرهار ولايت مقام کې د ننګرهار پوهنتون د لس تنو محصلينو د عملي کار موده پای ته ورسېده.
ننګرهار ولايت مقام کې د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ د وروستي کال د لس تنو محصلينو د عملي کار موده پای ته ورسېده او د تصديقونو په ورکړې سره د تحصيلي دورې پای ته رسولو ته چمتو شول.
د ننګرهار ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس مولوي محمد طاهر جلالي له يادو محصلينو مننه وکړه، چې د ولايت مقام اړونده څانګو کې يې د عملي کار زدکړه په برياليتوب سره پای ته ورسوله.
نوموړي يادو محصلينو ته سپارښتنه وکړه، چې له زده کړو مواردو څخه په خپلو پايليکونو کې ګټه واخلي او په راتلونکې کې ترلاسه شويو تجربو څخه په ادارو کې په موثره توګه کار وکړي.
د ولايت مقام د استخدام آمر قاري عبدالله حامد او د لوړتيا لوړونې مدير څارنوال صابر د يادو محصلينو د کار او زيار ستاينه او په راتلونکې کې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.
په پای کې پر يادو محصلينو له عملي زده کړو څخه د فراغت له امله تصديقونه وويشل شول او د اُصولو له مخې يې له حقونو څخه د برخمن کېدو ډاډ ورکړل شو.
يادو محصلينو د ولايت مقام بشري سرچينو آمريت له مسئولينو مننه وکړه، چې دوی ته يې د عملي کار زمينه برابره او تر پايه يې ور سره همکاري وکړه.

Address

Jalalabad
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار ولايت رسنيو دفتر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category