Asmatullah Shegiwal

Asmatullah Shegiwal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Asmatullah Shegiwal, Nangarhar, Jalalabad city 1st zone, Jalalabad.

د اختر لمونځ نيت اوطريقهشير يی کړۍ د ثواب په خاطر د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا  لمونځ واجب  دىلومړى به نيت وکړى نيت ک...
08/04/2024

د اختر لمونځ نيت اوطريقه
شير يی کړۍ د ثواب په خاطر
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت کووم زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.

دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.

څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.

پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :

۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .

۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .

07/04/2024

Address

Nangarhar, Jalalabad City 1st Zone
Jalalabad
2601

Telephone

+93706060545

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Asmatullah Shegiwal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Asmatullah Shegiwal:

Share