دخیال مزال ادبي خپرونه

دخیال مزال ادبي خپرونه ژوند هره ورځ تعير کوي I am 24 Years

29/07/2024

*د هــر ماښام د چـــراغــونــو د رڼا پــه ژبه*
💕
*ستا د نازک بدن قيصې وې ختميدلى چرتہ❣️*
قسیم جان ننګرهاری

29/06/2024
الحمدالله 4روژه تازه صورت حال
14/03/2024

الحمدالله 4روژه
تازه صورت حال

چې وخت به رانه ستا د ملاقات پاتې کېدۀمانځۀ کـښې به اکـثر رانه رکات پاتې کېدۀتا چې مې لمن د مخبت بدنامولهزما به ياره هلته...
26/07/2023

چې وخت به رانه ستا د ملاقات پاتې کېدۀ
مانځۀ کـښې به اکـثر رانه رکات پاتې کېدۀ

تا چې مې لمن د مخبت بدناموله
زما به ياره هلته څۀ اوقات پاتې کېدۀ

افسوس کۀ اتفاق درسره مل وے پښتنو
نو ولې به مو بل ته اختيارات پاتې کېدۀ

يو وخت وو ګزارونه د غربت به مې خوړل
يو وخت وو دا بچی مې پۀ زکات پاتې کېدۀ

اشنا چې بې ديدنه ستا د کلی نه راتلم
د زړۀ ټول ارمانونه به ميرات پاتې کېدۀ

وېل يې مجبوری خو د کمصل سړی لور ده
دې ښار کښې يو ملنګ وو پۀ فټ پات پاتې کېدۀ

پرون چې ستا د خوښې جينۍ بل ته ؤدېده
اشفاقه څۀ دې زړۀ کښې احساسات پاتې کېدۀ

اشفاق نادان

غزليو درد  مې  د زړګي د پاسه شين دى، ماسپښين دىوجود مې عذابونو کې ښه خوړين دى، ماسپښين دىتنـــدي کــې يې د کــونځـــو  د...
26/07/2023

غزل

يو درد مې د زړګي د پاسه شين دى، ماسپښين دى
وجود مې عذابونو کې ښه خوړين دى، ماسپښين دى

تنـــدي کــې يې د کــونځـــو دايرې بيــا رســــم کړي
حاجي سوچونه ډېر کوي، غمګين دى، ماسپښين دى

نه مور شته، نه پلار جان شته نه ماما شته نه خاله
ميـــرات دې شي عجيبه قرنطين دى، ماسپښين دى

دا ښار که کـــــربلا ده، د اوبو، اوبـــو نارې دي
دا خــاوره کربلا نه فلسطين دى، ماسپښين دى

تا بيا د غــــزل ډېر توري په يو لړ کې پېيلي
پيل کړى دې امېل! بيـــا لــــونګين دى، ماسپښين دى

امېل

ده زندګې سره رشته بدلاٶموخته ستا هره فيصله بدلاٶماول به خپله رويه بدلاٶمنو بيا به وروستو زمانه بدلاٶمته که زان نه بدلوې ...
25/07/2023

ده زندګې سره رشته بدلاٶم
وخته ستا هره فيصله بدلاٶم

اول به خپله رويه بدلاٶم
نو بيا به وروستو زمانه بدلاٶم

ته که زان نه بدلوې مه بدلوه
زه خپله برخه پيمانه بدلاٶم

مازيګر نشمه نشه بدلاٶم
نوره ده مينې طريقه بدلاٶم

له دې شکمن ښاره مې ويره کيږې
اوس چې په لاره ځم کوڅه بدلاٶم

دې پيښور کښ په يو کور کښ اوسم
سحر ځنځير ماښام جهنډا بدلاٶم

که تر اسراره پورې اورسيدې
" اتـــله " بيا به دې نامه بدلاٶم

اسرار اتل 💛

25/07/2023

خیر که وشي کــه ونشي دا ژوندون دی
دا کارونه ټـول همداسي دي آزمـــون دی

که یو وخت مي ځان له قصده لولفه کړ
ته بــه نـه وایې چـي دا څنګه قانون دی

بــې دیــدنـه مـي پـــه چــا زړګی بایللی
دا دیــدن بــه کـله وشي زړه تـنګون دی

کـــــه زخــمونو د زړګـــي خبــري کړلاﺉ
هـمـیشه بــه یـې ویلاﺉ چي بیلتون دی

زړه مـــي دغـــسي نـادیــده میــن سوﺉ
نېم سـینه کي نېم له چاسره بیرون دی

دا سیـف الـفاروقه څـــه دربــانـدي ســوي
چي غمجن یې رنګ دي زِېړ لاتر پرون دی

سیف.

25/07/2023

خپل شعرونه مو کمینټ کړی چی له دی ځایه ی درته خپاره کړو مننه

25/07/2023

*په ژوند ڪی همیشه یو رنګ اوسه!*
*قالینه (غالـۍ) چی سل رنګونه لرې ځڪه خو ترپښو لاندي ده!*

*~🎊♡«ـــــــ»♡🥰♥😍♡«ـــــــ»♡🎊~*
🫰🌺🫠🌺🫰

Address

4 A
Jalalabad
2601

Telephone

+93772245630

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دخیال مزال ادبي خپرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to دخیال مزال ادبي خپرونه:

Share