08/19/2026
یار، دا څه روان دي؟ نړۍ حتی په ځان وژنه کې هم پرمختګ کړی دی! 😔
موږ باید پر خپل هېواد او خپل دین، اسلام، ویاړ وکړو چې له داسې ناوړه او بې معنی کارونو څخه یې ساتلي یو. اَلْحَمْدُلِلّٰه❤️
سویس د «ځانوژنې ماشین» ته قانوني اجازه ورکړې ده، چې د یوې دقیقې څخه په کمه موده کې یو انسان وژلی شي. ویل کېږي چې په دې وسیله کې انسان درد نه احساسوي.
دا ماشین د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې غواړي په خپله خوښه خپل ژوند پای ته ورسوي. دې ماشین ته سارکو (Sarco) ویل کېږي او بڼه یې د تابوت په څېر ده. کله چې یو کس پکې دننه شي، د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره نایتروجن ګاز خوشې کېږي، د اکسیجن کچه راټیټېږي، انسان بې هوشه کېږي او په پای کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
موږ ټول باید د الله پاک شکر ادا کړو چې موږ یې په یوه مسلمان کور کې پیدا کړي یو. الله پاک دې موږ ټولو ته د اسلامي لارښوونو او تعلیماتو د عملي کولو توفیق راکړي. آمین.