Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده

  • Home
  • Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده

Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده دلته چې څه خپريږي زما شخصي نظر دی بل چا پورې اړه نه لري!

‏د هېواد د ملي پانګوال، میرویس عزیزي، څخه نړۍ مننه چې په افغانستان کې یې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې هوکړه‌لی...
02/08/2025

‏د هېواد د ملي پانګوال، میرویس عزیزي، څخه نړۍ مننه چې په افغانستان کې یې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. خوشبختانه چی په تطبیق سره به یې زموږ ګران وطن د لا زیات پرمختګ سبب وګرځي، او په عین وخت کې به زرګونو وطندارانو ته د کار فرصت برابر شي.

‏د ښاغلي عزیزي پانګه دې لا هم زیاته شي، چې په هېواد کې د غربت او بېکارۍ د پراخې څپې پر مهال پانګونه کوي.

‏مطمئن یم چې د هېواد نور پانګوال هم لیوالتیا لري چې ورته اقدامات ترسره کړي، خو ټول هیله‌مند یو چې ا.ا.ا هم د افغان ولس مشروع غوښتنو ته پاملرنه وکړي، د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي، او نور د ټولنې دغه نیم قشر له زده کړو محروم پاتې نشي.

وړمه ورځ مې د برېښنا شرکت د رییس خبرې واورېدې چې ویې ویل د برېښنا انالوګ میټرونه به پر ځیرک یا سمارټ مېټرونو بدل کړي او ...
31/07/2025

وړمه ورځ مې د برېښنا شرکت د رییس خبرې واورېدې چې ویې ویل د برېښنا انالوګ میټرونه به پر ځیرک یا سمارټ مېټرونو بدل کړي او له دې سره به د نېټ میټرینګ طرحه هم پلې شي.
د نېټ میټرینګ په اړه له ما سره له پخوا یوه طرحه وه. دا طرحه په ډېرو هېوادونو کې پلې شوې او ښه نتیجه یې هم ورکړې. د نېټ میټرینګ طرحه داسې ده چې تاسو په خپله کور کې د سولري برېښنا سیستم جوړوئ، د اړتیا وړ برېښنا خپله مصرفوئ او اضافي یې ملي یا دولتي شبکې ته ورکوئ. شبکې ته ستاسو دغه عرضه کړې برېښنا په مصرف شوې دولتي برېښنا کې معاوضه کېږي او پاتې اضافي برېښنا به د کرېډټ په ډول ستاسو په ځانګړي حساب کې جمع کېږي.
زما د محاسبې له مخې که چېرې د کابل ښار په مرکزي سیمو کې ۱۰۰ زره هستوګنیز یا تجارتي واحدونه په اوسط ډول د ۳ کیلوواټه په ظرفیت سولري سیستم نصب کړي، نو په ساعت کې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي چې دا د پام وړ انرژي ده. دا مقدار کېدای شي په تدریج سره زرګونه مېګاواټه ته ورسېږي. له نېکه مرغه سولر د کابل په ګډون د افغانستان په ډېری سیمو کې ښه نتیجه ورکړې او همدا اوس ډېری افغانانو خپل د انرژي سرچینه لمریزې هغې ته سوېچ کړې او له روښنايي نیولې آن د کور تر برېښنايي وسایلو پورې د سولري برېښنا په مرسته چلوي. افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې لوړ پوتنشیل لري او موږ په کال کې تر ۳۰۰ زیاتې ورځې لمر لرو.
خو د دې طرحې تطبیق خپلې تخنیکي پېچلتیاوې لري. د سمارټ او نېټ میټرینګ سیستم د ترویج لپاره عصري زېربنا ته اړتیا ده او تر ټولو مهمه خبره د برېښنا د ملي او ښاري شبکو ثبات دی چې له بده مرغه زموږ شبکې د ولټاج د کنټرول او ثبات په برخه کې ستونزې لري.
په هر حال، که دا طرحه مرحله واره پلې شي نتیجه یې ګرنټې شوې ده.c

انالله و انا الیه راجعوند ولسي شاعر مطیع الله تراب د ناڅاپي وفات خبر سخت خواشینی کړم.الله تعالی دې ورته بخښنه وکړي او جن...
14/07/2025

انالله و انا الیه راجعون

د ولسي شاعر مطیع الله تراب د ناڅاپي وفات خبر سخت خواشینی کړم.
الله تعالی دې ورته بخښنه وکړي او جنت الفردوس یې نصیب کړي.
او د هغه دردېدلې کورنۍ، عزیزانو او د ادب مینه‌والو ته دې صبر جمیل ورکړي. آمین

10/07/2025

‏﷽
إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا

‏خاوند یې وفات شو جامې یې هماغسې ځوړندې پاتې شوي، د ماشومانو پلار به پڪې روپۍ پریښودېاوس چې ماشومان لۀ مور روپۍ وغواړې م...
02/07/2025

‏خاوند یې وفات شو جامې یې هماغسې ځوړندې پاتې شوي، د ماشومانو پلار به پڪې روپۍ پریښودې
اوس چې ماشومان لۀ مور روپۍ وغواړې مور یې ورته وایي ورشه د پلار لۀ جیبه یې واخله.
مور د بچیانو لپاره پڪې اوس هم روپۍ ږدې چې د پلار یاد یې ژؤندی وي.💔

ټولو درنو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم.هموطنان عزیز عید تان مبارک باد.Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده
08/06/2025

ټولو درنو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وایم.
هموطنان عزیز عید تان مبارک باد.
Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده

کابل دې د بدو سترګو په امان وي🥀🇦🇫
24/04/2025

کابل دې د بدو سترګو په امان وي🥀🇦🇫

په بهر کې مېشتو افغانانو د روژې په لومړۍ ورځ ستره اقتصادي مینه ښکاره کړه!د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ، په بهر کې مې...
08/03/2025

په بهر کې مېشتو افغانانو د روژې په لومړۍ ورځ ستره اقتصادي مینه ښکاره کړه!

د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ، په بهر کې مېشتو افغانانو د صرافیو د مارکېټونو له لارې خپلو عزیزانو ته ۲۷۰ میلیونه ډالر حواله کړي. اټکل کیږي، چې دا شمېره به د روژې تر پایه څلور میلیارډ ډالرو ته ورسیږي، چې دا به د کورنیو اقتصاد پیاوړی کړي او د افغانۍ ارزښت به نور هم ثبات ورکړي.

کارپوهان وایي، د دې پراخو حوالو له برکته د افغانیو ثبات ټینګ پاتې شوی، او دا ښيي چې افغانان، که هر چېرته وي، د خپلې خاورې اقتصادي ملاتړ ته ژمن دي.
Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده

#افغانستان


 !دا یو لوی غر نه بلکې د ګیزه هرم دی چې کابو څلور نیم زره  کاله وړاندې لرغونو مصریانو جوړ کړی ، 23 لکه ډبرې پکې کارول شو...
08/03/2025

!
دا یو لوی غر نه بلکې د ګیزه هرم دی چې کابو څلور نیم زره کاله وړاندې لرغونو مصریانو جوړ کړی ، 23 لکه ډبرې پکې کارول شویدي چې هره یوه یې په لسګونو ټنه وزن لري ، داسې تیږې هم پکې شته چې له اویا تر سل ټنه وزن لري .
اوس که مونږ پیل وکړو ایا داسې یو جوړښت به جوړ کړای شو ؟
که څه هم په دې اهرامونو به په زرګونو پوسټونه شوي وي خو بیا هم انسان فکر کولو ته اړ باسي چې اخیر دوی دا په کومه ټیکنالوژۍ جوړ کړل؟؟
Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده





Address


Telephone

+93778778765

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Najia Munira Akhundzada / ناجيه منيره اخندزاده posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share