RTA Nangarhar/ننګرهار ملي تلويزیون

RTA Nangarhar/ننګرهار ملي تلويزیون د ننګرهار ملي راډيو ټلویزیون رسمي فېسبوک پاڼه
د سیمې او نړۍ دقیق او پر وخت خبرونه
ملي راډیو تلویزیون د افغانستان د خلکو رسنۍ

27/09/2025

نن شنبه لنډ او مهم خبرونه!
۱۴۰۴/۰۶/۰۵
#ملي‌تلویزیون

نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.  #ملي‌تلویزیون
27/09/2025

نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#ملي‌تلویزیون

د ننګرهار په بټي کوټ، خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د ۵ شبکو چ...
27/09/2025

د ننګرهار په بټي کوټ، خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د ۵ شبکو چارې پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره به ۷۵۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.
#ملي‌تلویزیون

27/09/2025

تورخم کې د عمري پنډغالي مسولین وایي، په دې مېشت‌غالي کې راستنېدونکو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
#ملي‌تلویزیون

27/09/2025

اقتصاد وزارت وایي، چې روان کال په هېواد کې له ۴۰۰ زیاتې پراختیایي پروژې له کورنیو سرچینو تمویل کېږي.
#ملي‌تلویزیون

‏د نن شنبې ورځې تاریخ!‎ملي‌تلویزیون #
27/09/2025

‏د نن شنبې ورځې تاریخ!
‎ملي‌تلویزیون #

27/09/2025

د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي.
#ملي‌تلویزیون

27/09/2025

د ایران، روسیې، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د افغانستان پر ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی او د امریکا له لوري د پوځي اډو د ځای پر ځای کېدو سره یې مخالفت ښودلی.
#ملي‌تلویزیون

تېره ورځ (چهارشنبه، د تلې۲مه) له پاکستان څخه۶ زره او ۹۸۲ افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې (ډیورنډ فرضي کرښې) ل...
25/09/2025

تېره ورځ (چهارشنبه، د تلې۲مه) له پاکستان څخه۶ زره او ۹۸۲ افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې (ډیورنډ فرضي کرښې) له لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه راز په دې موده کې له ایران څخه یو زرو او ۶۰۲ افغان کډوال د اسلام قلعه او ورېښمو بندرونو له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

د ننګرهار عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شریف د ملي پراختيا شرکت استازو په ملتيا د ختیځ زون روغتيايي کمپلکس له چارو څا...
25/09/2025

د ننګرهار عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شریف د ملي پراختيا شرکت استازو په ملتيا د ختیځ زون روغتيايي کمپلکس له چارو څارنه وکړه او د د تطبيق کوونکي شرکت مسئولينو ته يې د چارو په لا چټکتيا سپارښتنې وکړې.
همدا راز يې د چارو په کيفيت ټينګار وکړ او د نيمګړتياو په حل کې يې ډاډ ورکړ.
#ملي‌تلویزیون

د هند په کلکته کې د شدید باران د اورښت او سېلابونو له امله ۱۲ تنو ژوند بایللی. رویټرز د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی، ...
25/09/2025

د هند په کلکته کې د شدید باران د اورښت او سېلابونو له امله ۱۲ تنو ژوند بایللی.

رویټرز د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی، دغو کسانو پر سړکونو د اوبو راتللو، د ترانسپورټ د ګډوډۍ او د ډیر وخت لپاره په اوبو کې د بند پاتې کېدو له امله ژوند بایللی.

د راپور له مخې، دا په دغه ښار کې له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهیسې تر ټولو شدید باران و.
#ملي‌تلویزیون

Address

Jalalabad-Afghanistan
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Nangarhar/ننګرهار ملي تلويزیون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share