05/10/2025
امام ابن الجوزي رحمه الله په کتاب الأذکياء کې د کامل عقل لپاره ځينې ځانګړنې يادې کړې دي چې د انسان د فکري کمال او اخلاقي لوړوالي نښې ګڼل کېږي. دا ځانګړنې يوازې د خبرو تر سطحه نه دي، بلکې د عملي ژوند لارښوونې دي. څوک چې دغه صفات خپل کړي، هغه به په خپل ځان کې اعتدال، په ټولنه کې خير او په آخرت کې نجات ومومي. د امام ابن الجوزي رحمه الله په وينا د عقل کامل لسې نښې دا دي:
۱. له تکبر، غرور او ځان ستاينې څخه خوندي وي.
۲. د هر ډول آفت او ستونزې پر وړاندې په صبر او حوصله ولاړ وي.
۳. د دنيا له مال او سامان څخه يوازې د اړتيا په اندازه برخه اخلي.
۴. خپل مال په صحيح او روا لارو ولګوي، بېځايه مصرف ونه کړي.
۵. د دين او اخلاقو په اړه ښه پوهه او درک ولري.
۶. په هر حالت کې عاجزي غوره کړي او د تواضع په جامه کې عزت وساتي.
۷. د ناپوهو خلکو له تندي او تنګ نظرۍ سره په زغم چلند وکړي.
۸. خپل نفس د دنيا له غوښتنو وساتي، د الله تعالی د امرونو منونکی وي او د آخرت لپاره جدي هڅې وکړي.
۹. د نورو خلکو له احساناتو ډېره قدرداني وکړي، خو خپله ښېګڼه په لږ وګڼي.
۱۰. په هر څه کې د خير اړخ وګوري او د ځان د اصلاح او د نورو د ښېرازۍ لپاره کوښښ وکړي.
دغه لس صفات د عقل د کمال ښکاره څرګندونه ده. څوک چې دا ځانګړنې په خپل ژوند کې ځای کړي، هغه به په رښتينې توګه يو عاقل، متوازن او د خلکو لپاره د خير سرچينه وي.