Afghan Kor افغان کور دمعاملاتو لارښونې دفتر

Afghan Kor  افغان کور دمعاملاتو لارښونې دفتر افغان کور – د ملکیتونو پیر، پلور او کرایه کې ستاسو اعتماد وړ ملګری.
(1)

23/09/2025

سلامونه ملګرو خدای وکړی چی ټول روغ جوړ اوسی دوستانو نن به درته د ننګرهار ولایت په بهترینه موقیعت جلال اباد ښار په زړه مخابراتو چوک کی د
خرڅون لپاره ۱۰ بسوی تجارتی ځمکه وړاندی کړو که هر ورور سره خریدار وی موږ سره اړیکه ونیسی

 تولید زموږ ځواک دی تولید یعنې د ځوانانو لپاره د کار د فرصتونو رامنځته کول.تولید یعنې د ملي ویاړ لوړول.تولید یعنې د بهرن...
26/08/2025



تولید زموږ ځواک دی
تولید یعنې د ځوانانو لپاره د کار د فرصتونو رامنځته کول.
تولید یعنې د ملي ویاړ لوړول.
تولید یعنې د بهرنۍ کرنسۍ لاسته راوړل.
تولید یعنې د اسعارو له وتلو مخنیوی.
تولید یعنې له وابستګۍ څخه خلاصون.
تولید یعنې د وطن ابادول او جوړول

22/08/2025

یا الله ته زموږ د ټولو نصیب پر دغه خوږ سفر او فریضه کې وکړي. آمین

08/08/2025

#درود پر ستر لارښود حضرت محمد مصطفی

*یوازې شراب څښل حرام ندي ،*

*بلكې په حرامو پيسو اخيستل شوي ،*
*پاكې اوبه څښل هم حرام دي .*❌

 ؟جنت ته به څوک ځي، يهــ/ـوديان، عيسويان او که مسلمانان؟له خديوي اسماعيل څخه وپوښتل شول، جنت ته به څوک ځي، يــهـ/ــوديان...
04/08/2025

؟
جنت ته به څوک ځي، يهــ/ـوديان، عيسويان او که مسلمانان؟
له خديوي اسماعيل څخه وپوښتل شول، جنت ته به څوک ځي، يــهـ/ــوديان، عيسويان او که مسلمانان؟
خديوي اسماعيل ددې پوښتنې د ځواب لپاره ددې دريو دينونو عالمان را وغوښتل ترڅو دا مالومه شي چې کوم يو ددوی له انده د معقول دليل په وړاندې کولو حق ثابتوي او جنت ته به ځي.
د اسلامي نړۍ لوی مفکر محمد عبده.
يو عيسوي کشيش.
او يو يــهــ/ـودي حاخام.
ددې ځواب د موندلو لپاره د دريو دينونو له ادرسه پورته کسان راغلل، خو حيرانوونکي دا وه چې، يوازې او يوازې د اسلامي نړۍ لوی مفکر محمد عبده پر ځواب اکتفاء وشوه، او نه يهــ/ــودي عالم څه وويلی شول، او نه عيســوي عالم.
څه چې وشول هغه داسې وو:
د محمد عبده ځواب يو دومره ژور، با ادبه، او عميق وو چې، نه د يــهــ/ــودي عالم او نه د عيســوي کشيش له خولې د محمد عبده د ځواب په مقابل کې څه خبره راووته او نه يې د څه خبرو توان وو.
دې ځواب خديوي اسماعيل هم سخت حيران کړ.

محمد عبده وويل:
که يــهــ/ـود جنت ته ځي نو موږ به هم ورسره ځو، ځکه موږ ددوی پر نبي موسی عليه السلام ايمان راوړی او منو يې چې پيغمبر د الله تعالی وو.

که عيسويان جنت ته ځي، موږ به هم ورسره ځو، ځکه چې موږ ددوی پر پيغمبر عيسی عليه السلام هم ايمان راوړی او منو يې چې د رب تعالی بنده او په حقه پيغمبر وو.

خو که موږ مسلمانان د الله تعالی په رحمت او قدرت سره جنت ته ځو، نو نه به يـهــ/ـود راسره ولاړ شي او نه عيسويان، ځکه دوی زموږ پر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ايمان ندی راوړی.

دا ځواب دومره عادلانه او حکيمانه وو چې، نه يې يهــ/ـودي عالم ته او نه يې عيسوي کشيش ته د خبرو ځای پرېښود، دواړه په پټه خوله ولاړ شول او ولاړل.
الحمدلله علی نعمة الاسلام.
که مو لوستي وي، پر مصطفی خير البشر باندې درود وواياست.
ــــــــــــــــ
يادونه: ددې متن په اړه مستند او تاريخي مرجع نشته اما د يوې عربي اېکس پاڼې څخه مالومات را اخيستل شوي.
ژباړه:

26/07/2025

صلی الله علیه وسلم فرمایي:
ژباړه 👇👇👇
څوک چی پر ما هغه خبره وتړی چی ما نه وی ویلی ، نو خپل ځانته دی له دوزخه ځای برابر کړی .
🤲🤲بايد د هغو ويناوو نسبت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وشي چي په يقين سره ته خبره يي دغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ده ☝️☝️☝️
ځکه خبره چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نوي کړي او څوک يي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نسبت کوي دغه ظلم دي

24/07/2025

!!

موږ په دې ډاډه یو چې که د افغانستان په ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې تشېږي نو بدیل یې سطحي اوبه دي. خو په ایران کې د اوبو تازه بحران دا ثابته کړه چې سطحي اوبه هم د اوبو د تامین پایداره او ډاډمنې سرچینې نه شي کېدای.

سږکال په ایران کې د شدیدې وچکالۍ له امله د دې هېواد لوی بندونه خالي شوي او د دې جوګه نه دي چې آن خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي. تصور وکړئ که په راتلونکې کې د افغانستان ښارونو ته د اړتیا وړ اوبه له بندونو څخه تامین شي، نو د ۱۹۹۸-۲۰۰۲ کلونو په څېر د تر ټولو شدیدې او اوږدې وچکالۍ په صورت کې به چې په هرو ۵۰ کلونو کې یو ځل پېښېږي یا د شدیدې وچکالۍ د پېښېدو په صورت کې چې په هرو ۲۵-۳۰ کلونو کې پېښېږي، څه کوو؟ اوس د اقلیمي بدلون له کبله د وچکالۍ دوره یا سایکل هم ژر پېښېږي او موږ وینو چې افغانستان په هرو درېیو کلونو کې یوه نسبتاً سخته وچکالي تجربه کوي.

په نورو هېوادونو کې د ځمکې لاندې اوبه د ستراتیژیکو زېرمو حیثت لري اود دې لپاره ساتل کېږي چې د شدیدې وچکالۍ یا د طبیعي افتونو له کبله د اوبو سیستمونو د ویجاړېدو په صورت کې ترې د اضطراري سرچینو په توګه کار واخیستل شي. خو موږ خپل دا ستراتیژیک ذخایر تش کړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یوه تمام عیار بحران ته لار لنډوو.

په افغانستان کې تودخه په لوړيدو ده. خپل ځان او کورنۍ له سختې ګرمۍ څخه خوندي وساتئ.
21/07/2025

په افغانستان کې تودخه په لوړيدو ده.
خپل ځان او کورنۍ له سختې ګرمۍ څخه خوندي وساتئ.

20/07/2025

Afghan Kor افغان کور دمعاملاتو لارښونې دفتر

  ﷺاللهم صل وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
18/07/2025


اللهم صل وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Kor افغان کور دمعاملاتو لارښونې دفتر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share