27/08/2026
کندهار کې دردونکې پېښه؛ د یوې کورنۍ ۵ غړي ډوب شوي 😭
د کندهار د شاهوليکوټ ولسوالۍ په دهله بند کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو او د کسانو د ډوبېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په مړو کې د نوراحمد په ګډون د هغه دوه زامن او دوه لوڼې شامل دي. د کورنۍ یو بل زوی ژغورل شوی دی.
یوه کورنۍ، پنځه جنازې… رښتیا هم ډېره دردونکې پېښه ده. 😭💔
#کندهار #افغانستان