16/03/2026
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر کابل د پاکستان پوځي رژیم د نن شپې برید په غبرګون کې ویلي، دغه برید چې ملکي کسانو ته په کې تلفات اوښتي سخت خواشینی کړی دی.
نوموړي له ښکېلو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، له زغم کار واخلي او د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.
د پاکستان پوځي رژیم نن شپه په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون هوايي برید وکړ، چې ګڼ شمېر کسان په کې شهیدان او ټپیان شول.