
24/11/2022
د متحده ایالاتو د سفر په قانون کې یوه ماده دسې ده، چې
" هیڅ شخص په یوازې ځان د اوږده واټن او دښتین سفرونه، نه شي کولی، که دوه یا زیات نفر هم سفر کوي؛ باید، له ځان سره کافي اندازه خوراک او څښاک ولري".
یوه ښځه په یوازې ځان په اوږده سفر ووتله، یوې لرې پرتې سیمې کې ترافیکو ودروله او د بل ملګري د نه درلودلو، له کبله یې جریمه کړه.
جریمه ډېره وه، نوموړې وکیل ته دنده وسپارله، چې د جریمې لمنځه وړلو یا تحفیف مسله دې وڅېړي، وکیل دعوه وکړه، چې دا ښځه بې ګناه ده؛ ځکه بې ګناه ده چې، له هغه سره خپل زوی و، وکیل ته وویل شو چې ستاسو ادعا بې بنسټه ده.
وکیل ورته د احصایي قانون دا ماده وړاندې کړه :
" هر ماشوم( جنین) چې د پنځو یا شپږو میاشتو شي د تابعیت حق لري"
د دې مادې په اوریدو سره ښځه برأت شوه. ترافیکو پرې دې وخت کې بله قضیه ثبت کړه او د ترافیکو د قانون پدې مادې یې بیا جریمه کړه :
" د ترافیکو قانون امر کوي، چې د موټر په یوې چوکۍ د دوه کسانو کیناستل جرم دی، نو دا باید د دویم جرم سزا پرې کړي.