Islamic World News اسلامي نړۍ خبرونه

Islamic World News  اسلامي نړۍ خبرونه اسلامي نړۍ خبرونه يو ازاده، بې پرې او غير سياسي رسنۍ ده چې د هيڅ کوم ګوند، سياسي ډلې او مذهبي ډلې سره تړاو نه لري.

دا چينل درسره سبسکرايب کړئ.جزاک الله خیرا
03/01/2023

دا چينل درسره سبسکرايب کړئ.
جزاک الله خیرا

البیان یوه اسلامي رسنۍ ده کوم چې د امت د َځوانانو په قران او حدیث سره د سمبالولو هڅه کوي تر څو وکولی شو یوه سالمه ټولنه ولرو.Al Bayaan is an Islamic media wh...

اميداسامه جوهرييو وخت به ځينو راته ويل چې افغانستان ستنه جوړه کړې وه خو سوری يې پکې نشو کولی ، ځينو به ويل يوازې کوزې جو...
29/12/2022

اميد
اسامه جوهري

يو وخت به ځينو راته ويل چې افغانستان ستنه جوړه کړې وه خو سوری يې پکې نشو کولی ، ځينو به ويل يوازې کوزې جوړولی .
زما هغه وخت هم دا نظر وو چې دا خاوره ډېره زرخيزه ده، تخم هم لري بس يوازې پام او ساتنې ته اړتيا لري.
هر کله چې تاسې د پرمختلليو هيوادونو تاريخ وګورئ نو حيران به شئ ، چين د مخدره موادو مرکز وو ، سينګاپور کې به د بنګال د افيونو تصفيه کېدله، جرمني له پاکستانه دون نيم سوه ميليونه کالدارې قرض اخيستی وو، جنوبي هندوستان( اندرا پردېش، کيرلا ، تاميل ناډو ) يو وخت د قحط سره مخ وو خو وس ټولې نړۍ ته د ټکنالوژۍ په برخه کې رهبران ورکوي.
ما د دسې هيواد تاريخ نه دی ليدلی چې د هغه هيواد وګړي دې په انقلاب کې پيدا او بيا دې دومره په لوړه کچه ذهنونه ولري، په افغانستان کې چې کوم افغانان دي لګ يې بهر هيوادونو ته ولېږئ اندازه به درته وشي، يو کال دوه شاګردي وکړي نور خپل کاروبار پيل کړي ، په خليجي هېوادونو کې ډېر کم دسې افغانان دي چې په مزدورئ کار کوي ، اکثره افغانان د خپلو کاروبارونو څښتنان دي ، د مفروشاتو ( قالينو ) بخاري هوټلونو ، مزرعو ( زمينداري ، د شاتو (عسلو) کاروبار ، وچې مېوي کاروبار، سکراب او زړو وسپنو کاروبار او او ...
د کردانو مهاجرين چې ترکيې ته لاړل غلاوو او جرايمو ته يې لاس واچوو، زموږ مهاجرين چې نورو هيوادونو ته لاړل کاروبارونه ورسره ښه شول ، د چوک يادګار زياتره صرافان افغانان دي او روزانه د ملياردونه روپيو سوداوې کوي، همداراز د تعليم بخش کې چې وګورې نو حيران به شې ، د اروپا، خليج او نورو هيوادونو پوهنتونونو کې د افغاني شاګرانو کيفيت چې وګوري اميد به دې پيدا شي .
دا ډېر د فخر خبره ده ، دا د اميد خبره ده ، سختي او اسانتياوې په هر هيواد او هر انسان راځي .
هر هيواد چې د استعمار له منګولو خلاص شوی اولې دوه لسېزي يي په سخته کې تېرې کړي.
خو ان شاء الله چې موږ هم د همت کولو قسم خوړلی ، په هيڅ صورت به استقامت له لاسه نه ورکوو.

16/12/2022
14/12/2022

السلام عليکم و رحمة الله
د فسبوک بنديزونه پای ته ورسېده!

يو ځل بيا ستاسو چوپړ ته حاضر شو.
د اسلامي نړۍ په اړه اول لاس خبرونه زمونږ سره وڅارئ.

29/10/2022

(بئر غر)

دا هغه کوهی دی د کوم په اړه چې رسول الله ﷺ وصيت کړی وه چې زما جسد د مرګ وروسته ددې کوهي په اوبو پريمنځئ.

‎Credit:madeenahalmunawwara

د جمعې ورځې ډالۍ #جمعه
28/10/2022

د جمعې ورځې ډالۍ

#جمعه

تازه خبر!شريک يي کړئ!د سعودي عربستان د هلال کميټې مياشت ونه ليده نو سبا يکشنبه به د رمضان ۳۰ مه او د دوشنبې ورځ به د کوچ...
30/04/2022

تازه خبر!
شريک يي کړئ!

د سعودي عربستان د هلال کميټې مياشت ونه ليده نو سبا يکشنبه به د رمضان ۳۰ مه او د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. ان شاء الله.

#عيدالفطر #اختر #هلالرمضان

د ستور پیژندنې کمیټې نن ماښام د شوال د میاشتې د لیدلو لپاره خپل چمتووالی پیل کړ. د پلټنو پایلې به نن ماښام په ۶:۳۰ بجو ر...
30/04/2022

د ستور پیژندنې کمیټې نن ماښام د شوال د میاشتې د لیدلو لپاره خپل چمتووالی پیل کړ. د پلټنو پایلې به نن ماښام په ۶:۳۰ بجو روښانه شي. تمه ده چې د سترې محکمې وروستۍ پریکړه د ماښام په شاوخوا ۷:۳۰ بجو د سعودي اعلان شي.

سعودي کې اوس 5 او 32 دقيقې د ماذديګر دي. د اختر معلومات د لمر د غروب سره کيږي او لمر په 6 او 28 غروب کوي. ځينې د لايک او...
30/04/2022

سعودي کې اوس 5 او 32 دقيقې د ماذديګر دي. د اختر معلومات د لمر د غروب سره کيږي او لمر په 6 او 28 غروب کوي. ځينې د لايک او شير لپاره غلط خبرونه نشروي‌.

30/04/2022

د ستور پوهنې سلاکار عبدالله الخدضير:
نن شنبه د شوال د مياشتې د ليدلو لپاره فضا مناسبه ده، خو د رياضي له نظره سپوږمۍ له لمر نه مخکې راښکاره کېږي دا په دې معنا چې نن ورځ به شايد مياشت ونه ليدل شي.
والله اعلم

پاملرنه!کميټه به د ماذديګر لمانځه وروسته د مياشتې پلټنه پيل کوي ان شاء الله موږ به تاسو ته تازه احوال درکوو. دا چې سنت د...
30/04/2022

پاملرنه!

کميټه به د ماذديګر لمانځه وروسته د مياشتې پلټنه پيل کوي ان شاء الله موږ به تاسو ته تازه احوال درکوو. دا چې سنت داده چې د مياشتې په ليدو اختر او روژه شي نو موږ هم د مياشتې ليدو ته منتظر يو کنه د فلکياتو والا دا معلومه کړې چې اختر به ددوشنبې ورځې باندې وي.

Address

Wazir Akbar Khan 4th Street
Kabul
26100

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Islamic World News اسلامي نړۍ خبرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Islamic World News اسلامي نړۍ خبرونه:

Share