Haroon Adeeb

Haroon Adeeb Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haroon Adeeb, Digital creator, لیکوال, Kabul.

هڅه مه کوئ په هغه څه سیالي وکړئ چې نه یې لرئ؛ که پیسې ونه لرئ، نه شئ کولای چې د غریب په جامه کې د یو شتمن انسان رول ولوب...
24/03/2026

هڅه مه کوئ په هغه څه سیالي وکړئ چې نه یې لرئ؛ که پیسې ونه لرئ، نه شئ کولای چې د غریب په جامه کې د یو شتمن انسان رول ولوبوئ، که وهم توانېږئ د موقت وخت لپاره به وي. ځان هغسې خلکو ته ور وپېژنئ چې یئ؛ ځکه د خلکو غوښتنې، توقعات او لیدلوری هم ربط ورسره لري چې تاسې یې بیا په پوره کولو او زغملو کې پاتې یا کم راځئ. که داسې ونه کړئ، نو بیا د خپل اغوستل شوي نقاب د ساتلو لپاره دروغجنو بهانو او کاذبو توجیهاتو ته اړ کېږئ چې دا مو شخصیت در وژني او وجداني عذاب مو ډېروي.

رښتیا هم چې د ښځو ژوند ډېر سخت دی؛ زما خپلې مور څه باندې اویا کاله عمر وکړ، هر ورځ یې کار کاوه. یوه ورځ یې شاوخوا وکتل، ...
24/03/2026

رښتیا هم چې د ښځو ژوند ډېر سخت دی؛ زما خپلې مور څه باندې اویا کاله عمر وکړ، هر ورځ یې کار کاوه. یوه ورځ یې شاوخوا وکتل، هغه جالۍ ډوله د خوب کمیس چې له پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې یې درلود او هیڅکله یې نه ؤ اغوستی، له صندوق څخه راواخېست او وایې غوست. بیا پر کټ اوږده وغځېده، سترګې یې پټې کړې او ویې ویل: پلار مو تاسو ته سپارم، زه نوره ستړې یم...

📚کتاب: گور په گور _ ویلیام فاکنر

ماشوم په دوو کلونو کې خبرې کول زده کوي او انسان له ۶۰ کلونو وروسته په دې پوهېږي چې ژبه څنګه بنده وساتي. زه نه دوه کلن ما...
24/03/2026

ماشوم په دوو کلونو کې خبرې کول زده کوي او انسان له ۶۰ کلونو وروسته په دې پوهېږي چې ژبه څنګه بنده وساتي. زه نه دوه کلن ماشوم یم او نه ۶۰ کلن بوډا؛ زه د خپل ژوند په منځنۍ مرحله کې یم، چې د وروستۍ مرحلې په پرتله نږدې ده. له همدې امله هغه کلمه چې تر اوسه زما له خولې نه ده وتلې، زما په نظر د ټولو هغو کلمو په پرتله ډېره قیمتي ده چې رانه ویل شوې دي.

هغه ماشومان چې وهل یې خوړلي دي، وهل کوي. چې ډارول شوي دي، ډارول کوي. چې سپکاری ورته شوی دی، سپکاوی کوي. او هغوی چې روح ی...
24/03/2026

هغه ماشومان چې وهل یې خوړلي دي، وهل کوي. چې ډارول شوي دي، ډارول کوي. چې سپکاری ورته شوی دی، سپکاوی کوي. او هغوی چې روح یې له منځه وړل شوی دی، نور له منځه وړي.

آلیس میلر

Address

لیکوال
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haroon Adeeb posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share