
21/07/2025
کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د قطر ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ په لومړي ځل د افغان کارګرانو د لېږد هوکړه شوې.
د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې ۷۰۰ افغان کارګران قطر ته واستول شي.
وزارت زیاتوي، هدف یې دا دی چې افغان کارګران په قانوني، خوندي او باعزته ډول بهرنیو هېوادونو ته واستول شي او د هغوی له حقونو ملاتړ وشي.
بدلون راډيو Radio Badloon