19/08/2025
يو کال د برطانيې دوه نماينده ګان افغانستان ته راغلل، دواړه وژل شول .
دا په هغه وخت ډېره ستره خبره وه، لکه وس چې امريکايانو سره دا ډول کار وشي او د حکومت نه واخله تر عام وګړي پوري ټول پرې غصه وي .
برطانيې ډېر په کبر دولس زره نفر چې په دې کې څلورنيم زره فوځيان او باقي د مختلفو دندو برطانويان وو افغانستان ته راوليږه ، دا لښکر چې وطن ته راغی خلکو پسې واخيست او ټول يې ووژل، يو زنده هم پاتې نشو ( بلکه يو څو نفره بنديان هم شول ).
يوازې يو جراحي ډاکټر چې ويليم برايډن نوميده پاتې شو او لنډ په جلال اباد زخمي حالت کې واوښت .
چې هند ته ورسېده او خلکو ته يې کيسه کوله ، ټول ترې راتاوو وو ، چې د دولس زره نفرو خبره يې وکړه خلکو ويل دماغي ډاکټر ورته راولئ ، خير ده خير ده سفر يې کړی دماغ يې سم نه دي .
بعد له درې ورځو د خلکو يقين راغی چې ولا دا خو ريښتيا ده .
دا د برطانوي راج او سلطنت په تاريخ کې تر ټولو اولنی ستر ګزار وو، چې د دوی له تصوره پورته خبره وه ، هغه وخت اتيا ميليونه هنديانو دا جرأت نشو کولی خو يو څو لکو افغانانو وکړ .
دا انځور هم د هغه ډاکټر دی چې په بد حال له افغانستانه روان دی .
انګريزي ښکيلاک خلاف ازادي دې ټولو هيوادوالو ته مبارک وي .