Refugees News - کډوال نیوز

  • Home
  • Refugees News - کډوال نیوز

Refugees News - کډوال نیوز It is our responsibility to support the truth and publicize the real voice of the people.

پوسټ به شريک کړو که د چا همکاري په وس پوره وهمرستې غوښتنهدغه خور چې شاوخوا ۱۹ کاله عمر لري، د یوې نيمې مياشتې راهيسې يې ...
03/05/2025

پوسټ به شريک کړو که د چا همکاري په وس پوره وه
مرستې غوښتنه
دغه خور چې شاوخوا ۱۹ کاله عمر لري، د یوې نيمې مياشتې راهيسې يې له سترګو وينې بهېږي.
هيله ده چې د درملنې لپاره په مالي برخه کې يو څوک مرسته وکړي. ډېره بې وسه ده، وايي:
بل هېڅ توان نه لرم، يوازې عبادت کوم او ځان ته دعاوې کوم.
د اړیکې او واټس‌اپ شمېره: ۰۷۰۶۴۲۲۵۸۷
ویډیو یې د نشر د پاره مناسبه نه ده.😥
C

دا خبرتیا شیر کړئ
02/05/2025

دا خبرتیا شیر کړئ

افغان کډوالو ته د پاکستان تازه خبرداری:پي، او، آر کارتونو والا هم د جون تر ۳۰ مې له پاکستانه په عزت ووځئ!! ګني بیا مو مو...
25/04/2025

افغان کډوالو ته د پاکستان تازه خبرداری:

پي، او، آر کارتونو والا هم د جون تر ۳۰ مې له پاکستانه په عزت ووځئ!! ګني بیا مو موږ په خپله طریقه باسو.

له راتلونکو افغانانو سره نېک چلند پکار دی، دوی هلته هم ځورېدلي او د خپل وطن په کور، کلي او ښار کې له مینې سره مخ شي.خبر:...
20/04/2025

له راتلونکو افغانانو سره نېک چلند پکار دی، دوی هلته هم ځورېدلي او د خپل وطن په کور، کلي او ښار کې له مینې سره مخ شي.

خبر:
د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د کډوالو په دغه جوپه کې د ACC کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.

امريکا ۹ زره هغه افغانان بېرته وباسي، چې ډېر شمېر يې د جمهوريت له سقوط وروسته دې هېواد ته ورغلي.په دې ډله کې سلګونه داسې...
20/04/2025

امريکا ۹ زره هغه افغانان بېرته وباسي، چې ډېر شمېر يې د جمهوريت له سقوط وروسته دې هېواد ته ورغلي.
په دې ډله کې سلګونه داسې کسان هم شامل دي، چې هلته له تللو وروسته عيسويان شوي وو.

ملامحمد حسن اخوند ویلي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندوښاغلي حسن د پاکستان د بهرنیو چارو و...
19/04/2025

ملامحمد حسن اخوند ویلي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو
ښاغلي حسن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.
د ارګ ماڼۍ په بیان کې راغلي چې د کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو ښاغلي ملا حسن زیاته کړې چې دا کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ واټن رامنځته کوي او تېرې ښې اړیکې باطلې ګرځوي. ښاغلي حسن اوسنیو ستونزو ته د خبرو له لارې د حل په لټولو ټینګار کړی دی.
اسحق دار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی وو او هلته یې له طالب چارواکو سره وکتل.
دی داسې وخت کابل ته ولاړ چې پاکستان په دې وروستیو کې لسګونه زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

قیصر افریدی:پخپله خوښه د ستنېدونکو POR کارت لرونکو ټولې کورنې ته اوس یوازې ۱۴۰ ډالر او هر غړي ته یې ۲۰ ـ۲۰ ډالر ورکول کی...
18/04/2025

قیصر افریدی:

پخپله خوښه د ستنېدونکو POR کارت لرونکو ټولې کورنې ته اوس یوازې ۱۴۰ ډالر او هر غړي ته یې ۲۰ ـ۲۰ ډالر ورکول کیږي.
پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویاند قیصر افریدي ویلي، د بهرنیو مرستو کمېدو له امله اوسمهال د POR کارت لرونکو کورنیو سره یواځې یو ځل ۹زره ۹۰۰ افغانۍ (۱۴۰ ډالر) مرسته کيږي او هر غړي ته ۲۰ـ ۲۰ ډالر د ترانسپورټ لپاره ورکول کیږي.
هغه ویلي، مخکې د POR کارت پر سر نفر ته ۳۷۵ ډالر ورکول کېده خو اوس ټولې کورنۍ ته ۱۴۰ ډالره ورکول کیږي.
***

خبرتيا.څه موده مخکې د پاکستان په تعليمي ادارو کښې افغانانو ته داخلې نه ورکول کیدې.د کوهاټ ضلعې افغان مهاجرينو د تعليمي ا...
17/04/2025

خبرتيا.
څه موده مخکې د پاکستان په تعليمي ادارو کښې افغانانو ته داخلې نه ورکول کیدې.د کوهاټ ضلعې افغان مهاجرينو د تعليمي ادارو مشرانو د کوششونو په برکت دا مسله حل شوه.
نو اوس خواهشمند وروڼه او خويندي کولای شي چي د پاکستان په دولتي تعليمي ادارو کې خپل بچيان داخل کړي.

17/04/2025

جرمني

دجرمني بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلې نن په یوې الوتکه کې ۱۸۳ تنه افغان مهاجر له اسلام آباده دغه هیواد ته انتقال کړل.

16/04/2025

ترکي رسنۍ:

پولیسو د دې هېواد په دوه جلا سبمو کې د ۵ میرمنو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۳۲ تنه غیر قانوني افغان کډوال نیولي.

16/04/2025

جرمني نن له اسلام اباد نه د ۱۶۲ افغانانو ډله چارټر الوتکه کې راپورته کړې
دوی به ماښام ناوخته لایپزیک هوایي ډګر کې ښکته شي.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Refugees News - کډوال نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Refugees News - کډوال نیوز:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share