
03/12/2024
په ډېره خوښۍ او ویاړ سره تاسو ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د HIV ملي کنټرول پروګرام د آمر په توګه د ټاکل کېدو له امله د زړه له کومي مبارکي وايو. ستاسو وړتیا، ژمنتیا، او د خلکو د خدمت روحیه هغه څه دي چې تاسو یې دې لوړې څوکۍ ته ورسولئ.
تاسو نه یوازې د خپلو زده کړو او مسلکي هڅو په وسیله دا مقام ترلاسه کړی، بلکې ستاسو دا بریا ستاسو کورنۍ د ملاتړ او دعاوو هم یوه ښکلې پایله ده. هغوی چې تل ستاسو ترڅنګ ولاړ وو، نن د دې ستره لاسته راوړني په افتخار سره لمانځی .
د HIV د ملي کنټرول پروګرام د مشرتابه مسؤلیت یوه ډېره مهمه او ارزښتناکه دنده ده، او پوره باور لرو چې تاسو به په دې دنده کې د خپل علم، پوهې، او هڅو په وسیله ستر بدلونونه رامنځته کړئ. ستاسو کار به نه یوازې د ناروغانو د ژوند کیفیت ښه کړي، بلکې د ټولنې روغتیا او رفاه لپاره به هم مهمه ونډه ولري.
مونږ ستاسو لپاره په دې مهم مسؤلیت کې د بریاوو او پرمختګونو هیله کوم. ستاسو هڅې د ټولنې لپاره الهام بخښونکي دي، او هیله لرم چې تاسو او ستاسو درنه کورنۍ تل روغ، خوښ او بریالي پاتې شئ.