مومند نيوز

مومند نيوز هېوادوالو ته د وروستيو او تازه معلوماتو پر وخت خپرول

داخبري صفحه د مومند نيوز په نوم هېواد والو ته د معلوماتو د رسولو په موخه جوړه شوې ده، هیله مند یو چې خپل ګټور اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړئ.

د اسعارو بيې
12/02/2024

د اسعارو بيې

د هلمند ولايت د مرکز لښګرګاه اړوند «دوراهي» سيمه کې پر ۲۰۰۰ جريبه ځمکه د صنعتي پارک د جوړيدو چارې پېل شوې.
12/02/2024

د هلمند ولايت د مرکز لښګرګاه اړوند «دوراهي» سيمه کې پر ۲۰۰۰ جريبه ځمکه د صنعتي پارک د جوړيدو چارې پېل شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونه زدکوونکو لپاره یې نوي درسي کتابونه چمت...
12/02/2024

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونه زدکوونکو لپاره یې نوي درسي کتابونه چمتو کړي دي.

د یونیسف د افغانستان څانګې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې تېر کال په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د زدکوونکو لپاره درسي کتابونه او ښوونیز مواد برابر شوي وو.

افغان دولت پر ۱۵ واريدونکو درملو بنديز ولګاوهافغان دولت پر ۱۵ قلمه هغو درملو بندیز ولګاوه چې له نورو هیوادونو به افغانست...
11/02/2024

افغان دولت پر ۱۵ واريدونکو درملو بنديز ولګاوه

افغان دولت پر ۱۵ قلمه هغو درملو بندیز ولګاوه چې له نورو هیوادونو به افغانستان ته راوارېدېدل.
افغان دولت وایي چې د دغو درملو بدیل په افغانستان کې شته او وارېدېدو ته یې اړتیا نه لیدل کیږي.
یاده دې شي چې په هیواد کې اوسمهال د ۱۵ شرکتونو له لوري ۶۵۰ ډوله بېلابېل درمل تولیديږي.

سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۸ منډې جوړې کړېکوربه سریلانکا لوبډلې د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶...
11/02/2024

سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۸ منډې جوړې کړې

کوربه سریلانکا لوبډلې د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۸ منډې جوړې کړې او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۳، قیس احمد، فضل الحق فاروقي او نور احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان اتلان به څو شېبې وروسته د یاد هدف په ځواب کې خپله توپوهنه پیل کړي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ګونتانامو کې د ا.ا دوه وروستي بندیان هم ازاد شوي او ټاکل شوې سبا (دوشبنه، سلواغې ۲۳مه) سهار...
11/02/2024

کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ګونتانامو کې د ا.ا دوه وروستي بندیان هم ازاد شوي او ټاکل شوې سبا (دوشبنه، سلواغې ۲۳مه) سهار کابل ته راورسیږي.

د امریکا په تاریخ کې لومړی وار، د نیویارک د پولیسو مرکز لخوا د حجاب ورځ ونمانځل شوه.په دې مراسمو کې ښځو ته ډالۍ کې ټیکري...
11/02/2024

د امریکا په تاریخ کې لومړی وار، د نیویارک د پولیسو مرکز لخوا د حجاب ورځ ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې ښځو ته ډالۍ کې ټیکري هم ورکول شوي.

مکه مکرمه:حرم شریف ته په زمزم اوبو پسې د بوتلونو او بوشکو په وړلو بندیز ولګول شو.د حرم دروازو کې امنیتي مسوولانو ته امر ...
11/02/2024

مکه مکرمه:
حرم شریف ته په زمزم اوبو پسې د بوتلونو او بوشکو په وړلو بندیز ولګول شو.
د حرم دروازو کې امنیتي مسوولانو ته امر شوی چې دا خلک رش جوړوي او بوشکې ترې دروازو کې واخلئ.

د لوګر امنیه قومنداني وایي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.ویل کیږي چې له دغو غلو سره یو...
11/02/2024

د لوګر امنیه قومنداني وایي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
ویل کیږي چې له دغو غلو سره یو کرولا موټر، یو زرنج موټرسایکل او د ١٦ ګرامه شیشې او پوډرو په ګډون یو شمېر نور غلا کړي وسايل هم نیول شوي.

د افغانستان او سریلنکا ترمنځ د روانې لوبلړۍ دویمه پنځوس اوریزه لوبه نن د افغانستان پر وخت یوه‌نیمه بجه ترسره کیږي.افغانس...
11/02/2024

د افغانستان او سریلنکا ترمنځ د روانې لوبلړۍ دویمه پنځوس اوریزه لوبه نن د افغانستان پر وخت یوه‌نیمه بجه ترسره کیږي.

افغانستان د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وړمه ورځ د ۴۲ منډو په توپیر کوربه سریلنکایۍ لوبډلې ته بایللې ده.

نسبتاً ځواکمنې زلزلې د افغانستان او پاکستان شاوخوا سیمې لړزوليیوې نسبتا ځواکمنې زلزلې د افغانستان او پاکستان ګڼې برخې لړ...
11/02/2024

نسبتاً ځواکمنې زلزلې د افغانستان او پاکستان شاوخوا سیمې لړزولي

یوې نسبتا ځواکمنې زلزلې د افغانستان او پاکستان ګڼې برخې لړزولي دي.
دا زلزله بېګاه شپه(یکشنبه، د سلواغې په ۲۲مه) رامنځته شوې ده چې د هند د زلزلې ثبتونې مرکز یې ځواکمنتیا د ریختر په کچه ۵.۳ ښودلې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دې زلزلې د دغه هیواد ځینې برخې لړزولې دي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مومند نيوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share