Gaheez News

Gaheez News Bringing the latest news of the region and the world to the people

یو شمېر موسسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له مخ...
18/07/2023

یو شمېر موسسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د یو شمېر بهرنیو موسسو له لوري د مختلفو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې په همدې موخه د یاد وزارت د مشرتابه له لوري د سولې او پراختیا لپاره د برابرۍ، نړیوالو لپاره ښه ګاونډیان، فیروز کوه، اکټیډ، د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې، او اسلاميک ریلیف موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیکونو له مخې به یادې موسسې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، هلمند، فراه، جوزجان، بامیان، سمنګان، فاریاب، نورستان او بادغیس ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغو هوکړه ليکونو کې (د حرفوي او معیشتي مهارتونو روزنیز پروګرام، د سوداګرۍ پراختیا او ګټه اخیستونکو ته د تجهیزاتو برابرول، د خصوصي متشبثینو لپاره د ملاتړ پروګرام، د اوبدونکو او صنعت کارانو ښځو ملاتړ، د کلیو دوامداره پراختیا، سیمه يیز اقتصادي فعالیتونه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ پراختیا) پروژې شاملې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

د افغان - ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو پر پيل ټینګار وشو کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له...
18/07/2023

د افغان - ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو پر پيل ټینګار وشو
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ مسوولینو په درې اړخیزه ناسته کې د افغان - ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د لارې نقشې اړوند خبرې کړې.
د خبر پر بنسټ په دې غونډه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ رییس د افغان - ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو په ژر پیل ټینګار کړی.
د یادې ادارې په وینا، دې درې اړخیزه ناسته کې د افغان - ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي او تخنیکي امکان سنجۍ مطالعې سرته رسولو او همدارنګه یاده پروژه کې پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو جذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپ...
18/07/2023

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتیاطي تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
کانګو یوه وژونکې ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

یونسېف وایي، افغانستان کې یې سلګونه زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):...
18/07/2023

یونسېف وایي، افغانستان کې یې سلګونه زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونسېف ويلي، د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵۰ زرو زیاتو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې څاه ګانې یې کېندلي او ترمیم کړي او د اوبو رسولو داسې تاسیسات یې جوړ کړي، چې د لمر په انرژۍ چلیږي.
د یونسېف مسوولینو همدا راز زیاته کړې، چې د خلکو د کورونو مخې ته یې د اوبو نلونه مستقیماً رسولي دي، مګر بیا هم د دوی په وینا د څښاک د اوبو کمښت ډېر د پام وړ دی.
دوی وایي، په لویو ښارونو کې بیا هم د څښاک پاکو اوبو نشتون لویه ستونزه ده.
بل لور اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې په افغانستان کې وچکالي زیاته شوې او د ژوند د امکاناتو د نشتوالي له امله بې‌ وزلۍ زور موندلی.
دوی زیاته کړې، چې د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه ټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

افغان کونسل پاکستان کې د افغان وګړو پر نیولو اندېښنه ښودلې کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له مخې ...
18/07/2023

افغان کونسل پاکستان کې د افغان وګړو پر نیولو اندېښنه ښودلې
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ويلي، چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۶ افغان وګړي نیول شوي دي.
عبدالجبار تخاري زیاته کړې، چې دمګړۍ ۳۰۲ افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دي.
د تخاري په وینا، د افغان بندیانو د خوشي کولو په لړ کې دا ځل هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه میاشت کې ۱۲۲ تنه افغانان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشي کړای شوي دي.
بل خوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پوځیانو او پولیسو له ناسم چنلده سرټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې پر ستونزو یې په جدي توګه غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو میلیون نور بیا د نړۍ په بېلابېلو نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

بهرنیو چارو وزیر وایي، افغانستان سره د هېوادونو تعامل مثبت لوري ته روان دی کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د ...
18/07/2023

بهرنیو چارو وزیر وایي، افغانستان سره د هېوادونو تعامل مثبت لوري ته روان دی
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د افغانستان پر وړاندې د ځينو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو منفي تعامل، دمګړۍ د مثبت کېدو په لور روان دی.
نوموړي په یوې غونډې کې زیاته کړې، چې د نړۍ هېوادونو په تېرو شلو کلونو او د سرپرست حکومت د نږدې دوو کلونو واکمنۍ په لړ کې له بېلابېلو فشارونو سره بریالي نه شول، چې خپلې موخې عملي کړي.
متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې اوس نړیوالې ټولنې درک کړې چې د افغانستان خاوره د نړۍ لپاره ګواښ نه ده.
هغه زیاتوي چې نړیوال سازمانونه د اقتصادي وضعیت پر ښه‌والي، بانکي سیسټم، له نشه‌ يي توکو سره پر مبارزې او په هېواد کې د اداري فساد پر کموالي اعتراف کوي.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي چې دمګړۍ سرپرست حکومت په بهرني سیاست کې بریالی دی او یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د ښو اړیکو پر غوښتنې ټینګار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

لوګر کې د تازه مېوو حاصلات ٢١ سلنه زیات شوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له مخې د دغه ولایت د ک...
18/07/2023

لوګر کې د تازه مېوو حاصلات ٢١ سلنه زیات شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلات په لوګر کې ۲۱ سلنه زیات شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ويلي، سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریب بڼوڼو څخه، ۴۶۷ زره او ۲۷۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو په حاصلاتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مېوه جاتو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي لاملونه په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بڼوالۍ میکانیز کولو، د بڼوالو لاسنیوی او پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېشل دي.
دی وایي، د اوسني حکومت په راتګ سره لوګر کې ۷ سوه جریبه ځمکه باندي نوي بڼوڼه جوړ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

یک زوج کوریایی با موتر که سهولت ها و ویژگی های خاص دارد، به ولایت بلخ سفر نموده اند کابل گهیځ نیوز ( ۲۷ سرطان ۱۴۰۲):بر ا...
18/07/2023

یک زوج کوریایی با موتر که سهولت ها و ویژگی های خاص دارد، به ولایت بلخ سفر نموده اند
کابل گهیځ نیوز ( ۲۷ سرطان ۱۴۰۲):
بر اساس خبر گهیځ نیوز یک زوج کوریایی با گذشتن از شش کشور با موتر که ویژگی های خاص خود را دارد، به ولایت بلخ سفر نموده است.
بر بنیاد خبر موتر ایشان دارای ويژه گی همچو رستورانت، آشپزخانه، شاور و دیگر امکانات رفاهی دارد، که در هماهنگی و همکاری با ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ در انظار عمومی قرار داده است.
پارخیونمین را که خانمش در این سفر همراهی میکند، میگوید که هدف از سفر شان به افغانستان دیدار از وضعیت کنونی و زندگی مردم و مکان های تاریخی این کشور بوده است و در حالی که از حضور شان در افغانستان چهار روز میگذرد، شاهد تامین امنیت کامل و برخورد شایسته مسوولین و مردم افغانستان بوده اند.
وی از سه روز بدینسو در شهر مزارشریف حضور دارد.
در همین حال رئیس اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ از افزایش چشمگیری سیاحین خارجی و داخلی در بلخ خبر میدهد.
قابل یآداوری است، که دو روز قبل نیز شانزده تن سیاحین از کشور های بلاروس، صربستان و چین به ولایت بلخ سفر نموده بودند.
ـــــــــــــــــــــــ
برای اخبار بیشتر به کانال خبری تلگرام،تویتر، ویب سایت و صفحه فیسبوک ما بپیوندید ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له...
18/07/2023

تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې دي.
د خبر پر بنسټ مسوولینو ویلي، چې په دې پروژو کې د ملي دفاع، مالیې، اوبو او انرژۍ، لوړو زده‌کړو وزارتونو او د افغانستان بانک، برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت پروژې شاملې دي.
رسنیو ته په دې اړه تر دې زیات جزیات نۀ دي په ډاګه شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

ترکیې ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):د راپورونو له مخې د ت...
18/07/2023

ترکیې ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترکیې حکومت شاوخوا ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.
د خبر پر بنسټ دغه افغان کډوال د ایغدیر له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي.
دې وروستيو کې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو ايران، پاکستان او ترکيې څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ چټکه شوې چې څه موده وړاندې هم ١٣٦ افغان کډوال له ترکيې شړل شوي وو.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د خپل هېواد د کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې د پام‌ وړ بدلونونه راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

18/07/2023

بــــــــــــــــسم الله الرحمن الرحیـــــــــــــــــم

وخت مو په خیر
نن سه شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د سرطان / چنګاښ ۲۷ مه نېټه
د ۱۴۴۴هجري قمري کال د ذی الحجه میاشتې ۳۰ مه نېټه
او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جولای میاشتې ۱۸ مه نېټه ده
ــــــــــــــــــــــــــــ
د خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Bringing the latest news of the region and the world to the people

ننګرهار کې رکشه چلوونکو ته د ثبت او راجسټر لپاره یوه میاشت وخت ورکړل شوکابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د ګهیځ...
17/07/2023

ننګرهار کې رکشه چلوونکو ته د ثبت او راجسټر لپاره یوه میاشت وخت ورکړل شو
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنیې قوماندانۍ لۀ لوري جلال آباد ښار او اړوندو ولسوالیو کې د ریکشو مالکینو ته خبر ورکړل شوی، چې د یوې میاشتې پۀ موده کې دې ژر تر ژره خپلې ریکشې د ریکشو لۀ اتحادیې سره ثبت او راجسټر کړي.
د خبر پر بنسټ د امنیې قومندانۍ مطبوعاني مسوولینو ویلي، چې تر یادې مودې وروسته به هغو رشکو سره قانوني چلند وکړي، چې خپلې رکشې یې راجسټر کړې نۀ وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد بېرته د رییس الوزرا په توګه خپله دنده پیل کړه کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د اف...
17/07/2023

ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد بېرته د رییس الوزرا په توګه خپله دنده پیل کړه
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، ملا محمد حـ.ـسن اخـ.ـنـ.ـد نن له غرمې مخکې کندهار څخه کابل ته را ستون شو.
د ده په خبره نوموړي په کندهار کې له استراحت او تداوۍ وروسته نن دوشنبه د امیرالمومنین هدایت سره سم بېرته د هېواد پایتخت کابل ته راستون شو او د کابل په هوایي ډګر کې یې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر لوی ریاست او یو شمېر لوړ رتبه مسوولینو لخوا هرکلی وشو.
کریمي زیاته کړې، چې نوموړی به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزراء عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي.
څه موده وړاندې نوموړی د ناروغۍ له امله کندهار ته تللی و چې چارې یې د سرپرست په توګه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مخته وړلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۲۵ نور ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د ګهیځ ...
17/07/2023

فراه کې د بې کېفیته تېلو ډک ۲۵ نور ټانکرونه بېرته ایران ته وګرځول شول
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۲۵ ټانکره هغه تېل، چې سټنډرډ ملي ادارې یې تېل بې کېفیته ثابت کړي وو، بیرته ګاونډي هېواد ایران ته ولېږل شول.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته دې باکېفیته توکي وارد کړي او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي، کنه په خبره یې چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران او تازه ترکمنستان هېواد ته ګرځول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

خوست کې یو تن د ۳۰ تولې طلا او لکونو افغانیو د غلا په تور نیول شوی کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د ګهیځ نیو...
17/07/2023

خوست کې یو تن د ۳۰ تولې طلا او لکونو افغانیو د غلا په تور نیول شوی
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د خوست ولايت اړوند د اسماعیل خېلو ولسوالۍ امنیتي سرتېرو د یو کشفي راپور پر اساس یو تن چې د بل افغان له کوره یې ۳۰ تولې سره زر، ۱ میلیون ۸ لکه او ۵ زره پاکستانۍ کلدارې، ۲ لکه ۱۵ زره افغانۍ، ۲ زره ۵۸۱ ډالر، ۵ سوه ریال، ۳ سوه غجارۍ او ۴۵۰ غیران غلا کړي ؤ، د غلا شوي مال سره یو ځای نیول شوی دی.
نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې یاد مال یې د قاضي خان نومي کس له کور څخه غلا کړي دي.
د خبر پر بنسټ غلا شوی مال د اسماعیل خېلو ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد هارون ایوبي له لوري خپل څښتن قاضي خان ته سپارل شوی او نیول کس تر څېړنو لاندې دی.
مسوولینو ویلي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د یاد کس دوسیه اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

د (ټری) په نوم نړیواله کمپنۍ په کندهار او ګڼو نورو ولایاتو کې پانګونه کوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د ر...
17/07/2023

د (ټری) په نوم نړیواله کمپنۍ په کندهار او ګڼو نورو ولایاتو کې پانګونه کوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د (ټری) په نوم نړېواله کمپنۍ د کندهار تر څنګ په ټول هېواد کې پانګونه کوي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مطبوعاتي مسوول ويلي، چې د دغې کمپنۍ رییس محمد داود عابدي د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې د سوداګرۍ خونې له سرپرست حاجي محمد داود قادري سره په کتنه کې ویلي، په پراخه کچه غواړو افغانستان کې پانګونه وکړي، چې دا پانګونه به د هېواد د ودې ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
نوري زیاته کړه، چې د مسوولینو له لوري ورته د کرنې، اوبو لګولو او صنعت برخه کې ډېرې مهمې او بنسټيزې پروژې په ګوته شوې، چې (ټری کمپنۍ) به پانګونه په کې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لري کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د راپورونو له مخې ...
17/07/2023

افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لري
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي.
نوموړي ویلي، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هلې - ځلې کوي او دا مهال ۵ زره تنه د قوش تېپې پروژه کې او دغه راز ۱۵۰ زره کسان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دي.
مجاهد خپلو دغو څرګندونو کې د ټاپي پروژې يادونه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دې پروژې پلې کولو ته بشپړ چمتوالی لري، خو د ټاپي پروژې د پلې کېدو لپاره بايد نور هېوادونه هم په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ټاپي پروژې په پرانیستلو سره به په دې برخه کې ګڼ شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

غزني کې د دیني مدرسو د ښوونکو لپاره له ۲۸۰ تنو آزموینه واخیستل شوهکابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د ګهیځ نیوز...
17/07/2023

غزني کې د دیني مدرسو د ښوونکو لپاره له ۲۸۰ تنو آزموینه واخیستل شوه
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني د پوهني ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې یې له ۲۸۰ تنو څخه د هغو کلیوالي دیني مدرسو د ښوونکو بستونو لپاره آزموینه واخیسته، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت کلیوالي دیني مدرسو ته منظور شوي وو.
د غزني پوهنې ریاست په وینا دې ورستیو کې د دغه ولایت کلیوالي دیني مدرسو ته ۵۶۱ د ښوونکو بستونه منظور شوي وو، چې د یاد ښوونکو بستونو د ګمارلو په موخه، له دې وړانديې هم ۱۶۰ کسانو څخه آزموینه اخیستل شوې وه.
د مسوولینو په خبره یادو کسانو تر لویې او وړې دورې دیني زده کړې کړي چې ترې په دارلحفاظ، دیني او حصه عصري علومو په برخه کې آزموینه واخیستل شوه.
د غزني د پوهني ریاست د مسوولینو په خبره همدا اوس په غزني کې شاوخوا ۶ سوه غیر رسمي دیني مدرسې فعالیت کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

در کندز چهار تن به اتهام فروش مواد مخدر بازداشت شدندکابل گهیځ نیوز ( ۲۶ سرطان ۱۴۰۲):بر اساس خبر گهیځ نیوز دفتر مطبوعاتی ...
17/07/2023

در کندز چهار تن به اتهام فروش مواد مخدر بازداشت شدند
کابل گهیځ نیوز ( ۲۶ سرطان ۱۴۰۲):
بر اساس خبر گهیځ نیوز دفتر مطبوعاتی قوماندانی امنیه ولایت کندز گفته است، که کارمندان مدیریت مبارزه با مواد مخدر قوماندانی امنیه ولایت کندز چهار تن را در پیوند به فروش مواد مخدر در ساحات مختلف این‌ ولایت بازداشت نموده اند.
اعلامیه می‌افزاید، که از افراد بازداشت شده ۱۵ صد ۸۹ قرص تابلیت کا، ۳ کیلو گرام شیشه، ۱۰۰ گرام هیروین و دستگاه ساخت و ساز تابلیت کا بدست نیرو های امنیتی افتاده است.
مسوولین افزوده است، که افراد بازداشت شده پس از تحقیقات ابتدایی به ارگان‌ های عدلی و قضایی سپرده خواهد شد.
ـــــــــــــــــــــــ
برای اخبار بیشتر به کانال خبری تلگرام،تویتر، ویب سایت و صفحه فیسبوک ما بپیوندید ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

ننګرهار کې د کانال ریاست په هڅو زر جریبه ځمکه د سېلابونو لۀ ګواښه وژغورل شوهکابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د...
17/07/2023

ننګرهار کې د کانال ریاست په هڅو زر جریبه ځمکه د سېلابونو لۀ ګواښه وژغورل شوه
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې د کانال اړوند د څلورم او درېیم بلاک ترمنځ سپین خوړ سیمې ځمکه چې د سېلابونو د ګواښ سره مخ وه، او د پولې په اچولو سره د سېلابونو له تخریبه په امن کې شوه.
د خبر پر بنسټ مسوولینو زیاته کړې، چې د یادې پولو جوړېدو سره کابو زر جریبه ځمکه د زیاتو اوبو او سېلابونو له خطره مصوون شوه.
د دغه پولې د جوړېدو چارې د باسط اکرام کرنیز شرکت له لوري جریان لري، چې نږدې راتلونکي کې به يې ټولې چارې بشپړې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د راپورونو له مخې...
17/07/2023

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ریيس د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان هېواد ته سفر وکړ.
د خبر پر بنسټ د یاد سفر په ترڅ کې به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي مطالعاتو د پیلېدو اړوند درې اړخیزې ناستې وشي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلي، چې یاد سفر د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

کابل کې په نړیوال معیار برابر د کرکټ لوبغالی جوړیږي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د راپورونو له مخې د کابل ...
17/07/2023

کابل کې په نړیوال معیار برابر د کرکټ لوبغالی جوړیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کابل د زمان خان کلا په الوخېلو سیمه کې پر نړیوال معیار برابر د کرکټ لوبغالی جوړېږي.
باختر دولتي اژانس ویلي، چې د یاد لوبغالي ځمکه به د رییس الوزرا له لاسلیک وروسته کرکټ بورډ ته وسپارل شي.
د دغې رسنۍ د خبر پر بنسټ د یاد لوبغالي تر سپارلو وروسته به سم دستي د لوبغالي کارونه هم پیل شي.
د مسوولینو په وینا د یاد لوبغالي د جوړېدو ټولې چارې به یې د ۵ کلونو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

ننګرهار کې سږ کال پر څه باندې ۱۹ سوه هکتاره ځمکه ګني کرل شوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د راپورونو له مخ...
17/07/2023

ننګرهار کې سږ کال پر څه باندې ۱۹ سوه هکتاره ځمکه ګني کرل شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ويلي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۹ سوه ۵۳ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي دي.
د خبر پر بنسټ د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو زیاته کړې، چې ننګرهار کې هر کال په سلګونه هکتاره ځمکه ګني کرل کیږي او سږ کال پر ۱۹ سوه ۵۳ هکتاره ځمکه کې بختور، شين باڼس، سپين، ۳۴۶ او ۳۱۰ هايبريډ ګني کرل شوي دي.
تېر کال په ننګرهار کې پر ۱۶ سوه ۵۰ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي وو، چې ۷۵ زره او ۷۵ مټريک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

افغانستان څخه د لومړي ځل لپاره ګاز لرونکي مشروبات صادر شول کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):د راپورونو له مخې ...
17/07/2023

افغانستان څخه د لومړي ځل لپاره ګاز لرونکي مشروبات صادر شول
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه یوې خصوصي کارخونې له افغانستانه د لومړی ځل لپاره قزاقستان ته د ۱٫۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځوس ټنه ګازلرونکي څښاک صادر کړل.
د خبر پر بنسټ دغه صادرات د نور قادري تولیدي کارخونې له لوري ترسره شول.
د یادې کارخونې.ريیس ويلي، هڅه کوي چې دغه ډول نور افغاني تولیدي محصولات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
افغانستان بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په پرتله ډېر واردات لري، د مسوولینو په وینا دې وروستیو کې د صادراتو په برخه کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

17/07/2023

بــــــــــــــــسم الله الرحمن الرحیـــــــــــــــــم

وخت مو په خیر
نن دوشنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د سرطان / چنګاښ ۲۶ مه نېټه
د ۱۴۴۴هجري قمري کال د ذی الحجه میاشتې ۲۹ مه نېټه
او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جولای میاشتې ۱۷ مه نېټه ده
ــــــــــــــــــــــــــــ
د خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

هرات کې د بې کېفیته ګازو لس ټانکرونه بېرته ترکمنستان ته ګرځول شوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د راپورونو ...
16/07/2023

هرات کې د بې کېفیته ګازو لس ټانکرونه بېرته ترکمنستان ته ګرځول شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ترکمنستان هېواد ته د لس ټانکره بې کېفیته ګازو د بېرته مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ یادې ادارې ویلي، دغو ټاکرونو کې ګاز د دې ادارې له سټنډرډونو سره مطابقت نه درلود، چې د هرات ولایت تور غونډۍ بندر کې بېرته ترکمنستان ته مسترد شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې په دې وروستیو کې یې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو او ګازو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده چې تازه د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون پرانیست غونډه کې ویلي، چې افغانستان د بې کېفیته توکو مارکېټ نه دی او نور به هېڅکله افغانستان ته بې کېفیته سوداګریز توکي وارد نه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

افغان کرکټ ملي لوبډله نن مازیګر له بنګلدېش سره وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د را...
16/07/2023

افغان کرکټ ملي لوبډله نن مازیګر له بنګلدېش سره وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن مازدیګر د کابل پر وخت څلور نیمې بجې د بنګلدېش پر وړاندې د دوو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه کوي.
تر دې وړاندې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ افغان لوبډلې وګټله، خو شل اوریزه لوبه کې بیا افغان ټیم د بنګلدېشۍ لوبډلې له لوري ماتې وخوړه.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وایي، چې افغان لوبډله د بشپړ چمتوالي سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي او د لوبې ګټلو هڅه به کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

بادغیس کې د انتاني ناروغیو ٢٠ بستریز روغتون پرانیستل شو کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د راپورونو له مخې د ب...
16/07/2023

بادغیس کې د انتاني ناروغیو ٢٠ بستریز روغتون پرانیستل شو
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د انتاني ناروغیو د ٢٠ بستریز روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي.
د یاد روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولايت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عجب خان وویل، دغه روغتون چې د کرونا روغتون پر ځای پرانیستل شو، د ټولو ساري ناروغیو (کرونا، نري رنځ، شري) او نورو ناروغیو درملنه په کې کیږي.
د دغه ولایت والي ویلي، چې سرپرست افغان حکومت هڅه کوي، خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي د یاد روغتون له ډاکترانو او نرسانو وغوښتل، چې خلکو ته په صادقانه ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

زابل کې د پاکستاني کلدارو پر کارولو باندې بندیز لګیږيکابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د ګهیځ نیوز د خبر له مخې...
16/07/2023

زابل کې د پاکستاني کلدارو پر کارولو باندې بندیز لګیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانیو ترویج کمېټې پرېکړه کړې، که له دې وروسته کوم چا لویه سودا په بهرنیو کرنیسو یا کالدارو وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ کیږي.
د خبر پر بنسټ ځایي مسوولینو په دې هکله ویلي، چې د افغانیو ترویج لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس بیا ویلي، چې د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې د ۱۴ ادارو څخه جوړه شوې دغې کمېټې د اقتصادي معاونیت د پرېکړه لیک په اساس تصمیم نیولی، چې د عامه پوهاوي پروګرام د خلاصون څخه وروسته دې ټولو کاروبارونو کې د راکړې - ورکړې پرمهال له افغانیو پرته نورو کرنسیو ته د استعمال اجازه نه ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

سپین بولدک کې ۴۸ پایې سولري څراغونه نصبیږي کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ...
16/07/2023

سپین بولدک کې ۴۸ پایې سولري څراغونه نصبیږي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۸ پایې سولري څراغونو نصبیږي.
د خبر پر بنسټ د دغو څراغونو د نصب پرانیسته تېره ورځ ترسره شوه.
مسوولین وایي، چې یاد څراغونه په وېش بازار کې د ملګرو ملتونو د هبيتات (UN-HAPBITAT) موسسې په مالي لګښت نصبیږي.
د سپين بولدک ښاروال د یادې موسسې له مسوولینو مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې په دې سره به د خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.
یاد څراغونه په لومړي فاز کې ۴۸ پایې د وېش د ګمرک څخه تر باى پاس پورې د ١٤ سوه ٤٨ متره په اوږدوالي نصبیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

پکتیا کې امنيتي ځواکونو ۷ سوه کیلو ګرامه چرس نیوليکابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ...
16/07/2023

پکتیا کې امنيتي ځواکونو ۷ سوه کیلو ګرامه چرس نیولي
کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، امنيتي ځواکونو د دغه ولایت زرمت ولسوالۍ کې د یو کشفي راپور په اساس ۷ سوه کیلو ګرامه چرس، چې يو عراده پایکپ موټر کې ځای پر ځای شوي وو، نیولي دي.
مسوولین وايي، د یادو نشه يي توکو په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو ویلي، چې دوه تنه نور يې د عامه نظم ګډوډۍ په تور نیولي دي.
د دوی په وینا نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

یک موتر پُر از مواد شیمیایی در ولایت غور کشف و ضبط گردید کابل گهیځ نیوز ( ۲۵ سرطان ۱۴۰۲):بر اساس خبر گهیځ نیوز مسوولین ا...
16/07/2023

یک موتر پُر از مواد شیمیایی در ولایت غور کشف و ضبط گردید
کابل گهیځ نیوز ( ۲۵ سرطان ۱۴۰۲):
بر اساس خبر گهیځ نیوز مسوولین امنیتی میگویند، که یک موتر مملو از مواد شیمیایی در فیروزکوه مرکز غور کشف و ضبط گردیده است.
سخنگوی پولیس غور گفته است، که در یک عملیات کشفی نیروهای امنیتی در مربوطات حوزه دوم امنیتی شهر فیروز کوه مرکز غور مقدار ۱۱ بوری آهک، ۵ بوری سود که در یک موتر نوع فلانکوچ از سوی قاچاق چیان بارگیری شده بود و قرار بود این موادها در کارخانه های تولید مواد مخدر نوع (ایف) انتقال داد شود، توسط پولیس حوزه دوم امنیتی قوماندانی امنیه غور کشف و ضبط گردیده است.
مسوولین همچنان میگویند، که طی یک عملیات کشفی دیگر در روستای دهن (یامه‌ گگ) ولسوالی شهرک این ولایت به مقدار بیش از ۸ صد کیلو گرام یامه کشف و به آتش زده شده است.
ـــــــــــــــــــــــ
برای اخبار بیشتر به کانال خبری تلگرام،تویتر، ویب سایت و صفحه فیسبوک ما بپیوندید ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
https://www.gaheez.af/
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gaheez News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Gaheez News:

Share


Comments

په تخار ولایت کې سږ کال د املوکو حاصلات زیات شوي دي.
عکسونه: محمد نعیم رحیمي
افغانستان؛ د بښنې نړیوال سازمان بدخشان کې له پوهنتون څخه د ښځینه محصلینو شړل او د هغوی وهل بې عبدالتي بللې
کابل/ګهیځ/ د لړم ۶مه او د نوامبر لومړۍ
د بښنې نړیوال سازمان په بدخشان کې له ښځینه محصلینو سره د سرپرست حکومت د ځواکونو پر چلند سخته نیوکه کړې او د دوی وهل او ډبول یې ستر شرم او سپکاوی بللی دی.
په افغانستان کې د دغه سازمان څانګې ویلي چې سرپرست حکومت نړۍ ته ډاډ ورکوي چې بشري حقونه یې خوندي کړي، خو په عمل کې د دوی دا خبرې دروغ او د رسمیت پېژندلو لپاره یوه هڅه ده.
د دغه سازمان د افغان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، دوی په ښکاره وايي چې د پوهنتون محصلینې دې له کومې ستونزې پرته زدکړې وکړي، خو په وینا یې چې په عمل کې داسې نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د بدخشان پوهنتون یو شمېر محصلینو ادعا وکړه چې د امر باالمعروف کسانو د چادري نه ‌اغوستلو په پار پوهنتون ته نه دي پرېښې او د اعتراض پر مهال یې وهلې او ډبولې هم دي.
بلخوا پر خواله رسنیو یو شمېر خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې ښکاري چې یو طالب د پوهنتون په دروازه کې ولاړې محصلینې په کېبلونو وهي او شړي یې.

https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1