حدیث شریف او شرعي مسائل

حدیث شریف او شرعي مسائل د حديث شريف او شرعي مسائلو لپاره پيج لائک او فالو کړئ 👉

قرباني د قرآن او سنتو په رڼا کې  ۱:  لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوٰى مِنكُ...
01/06/2025

قرباني د قرآن او سنتو په رڼا کې

۱: لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوٰى مِنكُمْ ۚ (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۷)
نه د هغو غوښي الله ته رسیږي او نه یې ويني، خو هغه ته ستاسي پرهېزګاري رسیږي.

۲: وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُم مِّن شَعٰٓئِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۶)
او (د قربانۍ) اوښان موږ ستاسي لپاره د الله په علائمو کي شامل کړيدي، په هغو کي ستاسي لپاره ښېګڼه ده.

۳: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. (سُوۡرَةُ الكوثَر :۲)
نو ته د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه.

ابن کثیر رحمة الله علیه له مفسرینو صحابه کرامو، تابعینو لکه حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنه، عطاء، مجاهد، عکرمه او حصن بصري رضي الله عنهم څخه روایت کړی دی، چې د ( وَانْحَر) کلیمې معنی قرباني ده.

قرباني د سنتو په رڼا کې

۱: عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ الله ﷺ بِالْمَدِیْنَةِ عَشْرَ سنِیْنَ یُضَّحِی. (ترمذي: ابواب الاضاحی، رقم الحدیث ۱۵۰۷.)
ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي، چې رسول الله ﷺ په مدېنه منوره کې لس کالونه تېر کړل او هر کال به یې قرباني کوله.

۲: عَنْ اَنَسٍ قَالَ ضَحَی النَّبِیُّ ﷺ بِکَبْشَیْنِ اَمْلَحَیْنِ اَقْرَنَیْنِ ذَبَحَهُمَا بِیَدِهِ وَسَمَی وَکَبَرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَی صِفَاحِهِمَا . (بخاري: باب تکبیرعند الذبح، رقم الحدیث ۵۲۴۵.)
ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکې، سپینوالې او توروالې ته مایل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل؛ د حلالولو پرمهال یې ( بِسْمِ الله ِ واللهُ اَکْبَرُ) وویل او خپله پښه یې د هغه پرغاړه اېښې وه .

۳: عَنْ زَیْدِابْنِ اَرْقَمَ قَالَ قُلْتُ اَوْقَالُوْا یَارَسُولَ اللهِ ﷺ مَا هَذِهَ الاَحَاضیُ قَالَ سُنَّةُ اَبِیْکُمْ اِبْرَاهِمَ قَالُوا مَالَنَا مِنْهَا قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا یَا رَسُولَ اللهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِکُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ. (سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضعیه، رقم الحدیث ۳۱۲۷ .)

ژباړه: حضرت زید بن ارقم رضی الله عنه وایي: چې صحابه وو د پیغمبر ﷺ څخه د قربانۍ د حقیقت په اړه پوښتنه وکړه، پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: ( دا ستاسو د پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سنت دی) صحابه وو وپښتل: آیا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رسیږي؟ پیغمبر ﷺ په ځواب کې ورته وویل: هو د قربانۍ د حیوان د هر وېښته په بدل کې تاسو ته یوه نیکي لیکل کیږي. صحابه وو بیا وپوښتل: د وړیو هم دومره اجر دی؟ پیغمبر ﷺ ورته په ځواب کې وفرمایل: د وړیو هم دومره حساب دی، د هر وېښته په بدل کې یوه نیکي ورکول کیږي.

که مو لوستلي وي شير يې کړي ملګرو سره
د نور مسايلو لپاره صفحه لایک او فالو کرئ 👇
حدیث شریف او شرعي مسائل

مسئله: دنارینه لپاره دلاسو سره کول څه حکم لری؟الجواب بتوفیق الملک الوهاب:په صورت مسؤله کی باید ووایو چی لاسونه سره کول د...
10/05/2025

مسئله: دنارینه لپاره دلاسو سره کول څه حکم لری؟
الجواب بتوفیق الملک الوهاب:

په صورت مسؤله کی باید ووایو چی لاسونه سره کول دښځو لپاره سنت دی او نه سره کول مکروه دی خو دنارینه لپاره که څه هم بالغ نه وي لاسونه سره کول مکروه دی ځکه دا د ښځو سره مشابهت دی او له دې څخه شرعاً منعه راغلې ده البته دضرورت په وخت کي بیا کراهیت نلری لکه د روزانې والا لپاره یا لاسونه او پښې ګرمښ لري یا لاسونه یی نازک وی۔
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کما فی الهندیه:(جـ۵ صـ۳۵۹)ولا ينبغي أن يخضب يدي الصبي الذكر ورجله إلا عند الحاجة ويجوز ذلك للنساء كذا في الينابيع.
وكذا قال الملا علی القاري فی مرقات المفاتیح:(جـ۷ صـ۲۸۲۸)
کتاب اللباس باب الترجل: وأما خضب اليدين والرجلين، فيستحب في حق النساء ويحرم في حق الرجال إلا للتداوي. الناشر: المکتبه الشامله
وهکذاقال الملا علی القاري فی مرقات المفاتیح:(جـ۷ صـ۲۸۱۸
4428 - (وعن ابن عباس قال: لعن النبي - صلى الله عليه وسلم -... أي المتشبهين بالنساء (من الرجال) : في الزي واللباس والخضاب والصوت والصورة والتكلم وسائر الحركات والسكنات.....ومفهومه أن تخلية النساء عن الحناء مطلقا مكروه أيضا لتشبههن بالرجال وهو مكروه اهـ.
وکذا فی قال فی فتاوی محمودیه:(جـ ۱۹ سـ۴۵۶)خصال الفطرة
وکذا فی فتاوی رحمانیه:(جـ۳ صـ۴۰۴) والله اعلم بالصواب

دنورو معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👍👉

 #مسئله: مسجد ته د داخلېدلو پرمهال دسلام څه حکم دی؟الافتاء بتوفیق الله تعالی:ستاسو دپوښتنې په جواب کی باید ووایو چی کله ...
22/04/2025

#مسئله: مسجد ته د داخلېدلو پرمهال دسلام څه حکم دی؟

الافتاء بتوفیق الله تعالی:

ستاسو دپوښتنې په جواب کی باید ووایو چی کله چې تاسو مسجد ته ولاړسئ نو که په مسجد کې لمونځ کوونکي په ذکر، تلاوة اخته وو سلام مه کوئ او که دلمانځه په انتظار کې ناست وو نو بیا هم سلام نه کول ښه کار دي که بالفرض چا سلام اداء کړ جواب یې واجب نه دي.
البته که لمونځ سوي وو او بیا خلک په خبرو اخته وو نو بیا سلام کول په کار دي اوکچیري څه خلک لمونځ کوي او څه خلک فارغ ناست وي که فارغان دومره لیرې وي چې هغوی ته دسلام اچولو او یا دهغوي په ځواب سره لمونځ کوونکو ته څه تکلیف نه رسیږي نو دسلام اچولو اجازده.
`اول نوټ؛` منتظر دلمونځ کوونکی په حکم کې دي دا یوازې په ثواب کې دي په ټولو أحکامو کې نه دي.
`دوهم نوټ؛` که په مسجد کې څوک نه وو، یاټول په لمانځه مشغول وو، او تاسو داخل شوي نو داسي وایاست:
السلام علینا من ربنا وعلی عبادالله الصالحین
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لما قال في ردالمحتار على هامش صدر الدرالمختار:
(جـ ۱ صـ ۶۱۸) باب ما يفسد الصلاة وما يكره فيها:
وفي شرح الشرعة: صرح الفقهاء بعدم وجوب الرد في بعض المواضع: القاضي إذا سلم عليه الخصمان، والأستاذ الفقيه إذا سلم عليه تلميذه أو غيره أوان الدرس، وسلام السائل، والمشتغل بقراءة القرآن، والدعاء حال شغله، والجالسين في المسجد لتسبيح أو قراءة أو ذكر حال التذكير. اهـ. وفي البزازية: لا يجب الرد على الإمام والمؤذن والخطيب عند الثاني، وهو الصحيح اهـ وينبغي وجوب الرد على الفاسق لأن كراهة السلام عليه للزجر فلا تنافي الوجوب عليه تأمل. هذا، وقد نظم الجلال الأسيوطي المواضع التي لا يجب فيها رد السلام ونقلها عنه الشارح في هامش الخزائن فقال:
رد السلام واجب إلا على ... من في الصلاة أو بأكل شغلا
أو شرب أو قراءة أو أدعيه ... أو ذكر أو في خطبة أو تلبيه
أو في قضاء حاجة الإنسان ... أو في إقامة أو الآذان
أو سلم الطفل أو السكران ... أو شابة يخشى بها افتتان
أو فاسق أو ناعس أو نائم ... أو حالة الجماع أو تحاكم
أو كان في الحمام أو مجنونا ... فواحد من بعدها عشرونا.
وهكذا قال في الهندية:(جـ ۵ صـ ۳۲۵)
الباب السادس في المسابقة: السلام تحية الزائرين، والذين جلسوا في المسجد للقراءة والتسبيح أو لانتظار الصلاة ما جلسوا فيه لدخول الزائرين عليهم فليس هذا أوان السلام فلا يسلم عليهم، ولهذا قالوا: لو سلم عليهم الداخل وسعهم أن لا يجيبوه، كذا في القنية.
وهكذا قال في السراجية:(صـ ۲۸۳ )إذا دخل المسجد بعضهم في غيرالصلاة يسلم قال السيد الإمام أبو القاسم رحمه الله تعالى ولترك السلام لايكون تاركا للسنة أشار إليه في أدب القاضي.
وهكذا قال في الهندية:(جـ ۵ صـ ۳۲۱) الباب الخامس في آداب المسجد والقبلة والمصحف وما كتب فيه شيء من القرآن:
فإن لم يكن فيه أحد أو كانوا في الصلاة فيقول السلام علينا من ربنا، وعلى عباد الله الصالحين.
وهکذا فتاوی رحیمیه:(جـ ۱۰صـ ۱۳۸)باب السلام والمصافحه

د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉👍

مسئله:دلوړ منزل دکلکینانو څخه د کور غولۍ معلومیږی ددې دبندلو څه حکم دی ؟الجواب بتوفیق الملک الوهابپه صورت مسؤله کی باید ...
09/04/2025

مسئله:دلوړ منزل دکلکینانو څخه د کور غولۍ معلومیږی ددې دبندلو څه حکم دی ؟
الجواب بتوفیق الملک الوهاب

په صورت مسؤله کی باید ووایو چي دکوم لوړ منزل څخه چي دهمسایه دکور اشپزخانه یا د څا در وازه اویا دکور صحن (غولۍ) او انګړ معلومیږی دا ضرر فاحش بلل کیږی چی مقابل طرف ددې کلکینانو پر بندلول باندی مجبور دی چی باید بند یې کړي .
ـــــــــــــــــــــ
کما فی مجلة الأحكام العدلية-الباب الثالث:(جـ۱ صـ۲۳۲)
اﻟﻤﺎﺩﺓ (1202) ﺭﺅﻳﺔ اﻟﻤﺤﻞ اﻟﺬﻱ ﻫﻮ ﻣﻘﺮ اﻟﻨﺴﺎء ﻛﺎﻟﻤﻄﺒﺦ ﻭﺑﺎﺏ اﻟﺒﺌﺮ ﻭﺻﺤﻦ اﻟﺪاﺭ ﻳﻌﺪ ﺿﺮﺭا ﻓﺎﺣﺸﺎ , ﻓﺈﺫا ﺃﺣﺪﺙ ﺃﺣﺪ ﻓﻲ ﺩاﺭﻩ ﻧﺎﻓﺬﺓ ﺃﻭ ﺑﻨﻰ ﻣﺠﺪﺩا ﺑﻨﺎء ﻭﻓﺘﺢ ﻓﻴﻪ ﻧﺎﻓﺬﺓ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺤﻞ اﻟﺬﻱ ﻫﻮ ﻣﻘﺮ ﻧﺴﺎء ﺟﺎﺭﻩ اﻟﻤﻼﺻﻖ ﺃﻭ ﺟﺎﺭﻩ اﻟﻤﻘﺎﺑﻞ اﻟﺬﻱ ﻳﻔﺼﻞ ﺑﻴﻨﻬﻤﺎ ﻃﺮﻳﻖ ﻭﻛﺎﻥ ﻳﺮﻯ ﻣﻘﺮ ﻧﺴﺎء اﻵﺧﺮ ﻣﻨﻪ ﻓﻴﺆﻣﺮ ﺑﺮﻓﻊ اﻟﻀﺮﺭ ﻭﻳﻜﻮﻥ ﻣﺠﺒﻮﺭا ﻋﻠﻰ ﺩﻓﻊ ﻫﺬا اﻟﻀﺮﺭ ﺑﺼﻮﺭﺓ ﺗﻤﻨﻊ ﻭﻗﻮﻉ اﻟﻨﻈﺮ .
وکذا فی الفقه الاسلامی وادلته:(جـ۴ صـ۳۲۵۸)
نصت المادة (1202) من المجلة على ذلك فيما يأتي: «رؤية المحل الذي هو مقر النساء كصحن الدار أو المطبخ والبئر يعد ضررا فاحشا، فإذا أحدث رجل في داره شباكا أو بناء مجددا وجعل له شباكا مطلا على المحل الذي هو مقر نساء جاره الملاصق أو الفاصل بينهما طريق، فإنه يؤمر برفع الضرر، ويصير ذلك الرجل مجبورا لدفع هذا الضرر بصورة تمنع وقوع النظر .
وهکذا قال وهبة الزحیلی فی كتاب نظرية الضمان:( صـ 205.)
وهکذا فی الموسوعه الفقهیه:(جـ ۱۲صـ۲۹۲) أحكام حق التعلي:
- حق التعلي: إما أن يستعمله صاحبه لنفسه، وإما يبيعه لغيره.
أما استعماله لنفسه: فقد نصت المادة (1198) من مجلة الأحكام العدلية على أن: كل أحد له التعلي على حائطه الملك، وبناء ما يريد، وليس لجاره منعه ما لم يكن ضررا فاحشا.

د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👍👉

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد زکات حکمزکات په قرانک...
25/03/2025

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د زکات حکم

زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی.

د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي:

څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي:
۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي.
‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي.
۳_ عقل؛ ليونی به نه وي.
۴_ بلوغ؛ نابالغ به نه وي.

څلور شرطونه په مال پورې اړه لري او هغه په دې ډول دي:
۱- د پوره نامي (زیاتیدونکي) نصاب مالک به وي، چې د سره زرو نصاب شل مثقاله، د سپينو زرو دوه سوه درهمه او تجارتي شيان چې قيمت يې دوه سوه درهمو ته رسيږي، دی.

دا چې شل مثقال سره زر او دوه سوه درهم سپېن زر څومره وزن کيږي؟ د مولانا عبدالحی رحمه الله له څېړنې سره سم دوه سوه درهمه شپږدېرش تولې او پنځه نيمې ماشې کيږي چې شل مثقاله سره زر، پنځه تولې او يوه نیمه ماشه کيږي.

د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د تحقیق موافق: دوه سوه درهمه، دوه پنځوس تولې او شپږ ماشې کیږي چې شل مثقاله سره زر، اوو تولې او شپږ ماشې کيږي.
مفتي شفيع رحمه الله همدا قول غوره کړی دی او همدا اوس معمول هم دی.

۲- حولان حول شرط دی، يعني کال تېريدل.
۳- د زکات د وجوب سبب دا دی چې مال به له قرض ازاد وي.
۴- مال به حلال وي.

زکات به چاته ورکول کيږي؟
الله تعالی يې په هکله فرمایي:

ژباړه: دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چې زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى. [سُوۡرَةُ التّوبَة : 60]

په پورته ایت کریمه کې #اته ډوله کسان ذکر شوې دي، چې د ايت تفسیر يې په دې ډول ذکر کوو :
لکه څرنګه چې د صدقو په ویش کې په نبي کریم ص طعن شوی ؤ، نو ځکه خبرداری ورکوي، چې د صدقو طریقه د الله تعالی له جانبه مقرره شوې ده او پاک الله ج د صدقو د لګښت ځایونه ټاکلي (مقرر) کړي او د هغې فهرست یې نبي کریم ص په لاس ورکړی دی چې له هغې سره یې سم ویشي او د هېچا د غوښتنې تابع نشي کیدی.

په حدیث کې رسوالله ص فرمایلي دي: الله ج د صدقو (زکات) د ویش اختیار نبي ته نه دی پریښی بلکې بالذات یې پخپله د هغه د لګښت ځایونه ټاکلي دي چې عبارت دي له:
۱- فقیرانو ته: چې له دوی سره هېڅ شی نه وي.

۲- مساکین: چې دوی سره په اندازه د دوی د حاجت څه نه وي، یعني مسکینان نسبت فقراو ته لږ څه لري، خو فقیر هېڅ هم نه لري، دا یې فرق دی.

۳- عاملین: هغه څوک چې د اسلامي حکومت له لورې د صدقو په راغونډولو مقرر شوې یا مامور وي.

۴- مؤلفة القلوب: هغه کسان چې دوی د اسلام راوړلو هیله مند کېږي، یعني کافر وي، خو زړه یې اسلام ته مایله وي. ((دا حکم اوس نشته دا د نبي کریم ص د وفات سره له منځه تللی دی.))

۵- فی الرقاب: مریان، د دوی اخیستل او ازادول، چې دا هم «اوس نشته»

۶- غارمین: قرضداران، یا هغه کسان چې په دوی کومه حادثه راغلي وي.

۷- فی سبیل الله: د الله په لاره کې په جهاد یا نورو ښو کارونو پسې تلل.

۸- ابن السبیل: هغو مسافرو سره مرسته کول، چې د سفر په حالت کې د نصابو مالک نه وي.
د حنفاوو په نزد تملیک په هر صورت کې ضروري او فقر شرط دی. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د فقهي کتابونه کتلی شئ!
دا یې اړمن او مستحق کسان شول.

چاته باید ورنه کړل شي؟
- زمونږ هدف باید د الله ج رضا وي، ځکه کله چې مونږ د ریا، شر او فساد نه خلاص شو، نو هله کولای شو صدقه اړمنو کسانو ته ورسوو.

- بل صدقه یا فطر د دستور مطابق یوازې د کلي مسجد یا امام ته ورنه کړلی شی.

- اصل یې فرعې او فرعه یې اصل ته نشي ورکولی، یعني والدین بچو او بچي یې مور و پلار ته نشي ورکولای، همدا راز چې ترمنځ یې د زوجیت خپلوي وي، يعني ميړه يې ميرمن او مېرمن يې ميړه ته نشي ورکولای؛ ځکه په دوی نفقه واجب ده او حق یې ورسره دی. خویندې یې وروڼو او وروڼه یې خویندو ته ورکولی شي چې فقیر و مسکین وي!

سرسايه/ صدقه فطر
د زکات او د سرسايې د نصاب ترمنځ همدومره توپير دی چې د زکات نصاب کې مال "نامي" کيدل شرط دي او سرسايه کې دا شرط نشته.

سرسايه په چا واجبه ده؟
۱- هغو بالغانو باندې چې د نصاب مالکان وي.
۲- هغو نابالغانو باندي چې د نصاب مالکان وي.
۳- هغو نابالغانو باندې چې پلرونه يې د نصاب مالکان وي، د پلرونو له ماله به يې سرسايه ورکول کيږي.

د سرسايې د غنمو اندازه تقریبا دوه کیلو راځي.
- سرسايه د امام د امامتۍ په اجرت کې ورکول ناجائز دي.
- د ميرمن سرسايه په ميړه نده واجبه. که ميرمن د نصاب مالکه وه، له خپل ماله به سرسايه ورکوي او که نه وه، بيا پرې واجبه نده.
- که زامن له پلار سره شریک وي او د کاروبار ګټه یې پلار اخلي، نو په پلار يې واجبه ده چې د زامنو لخوا سرسايه ورکړي.

خیرات
که نفلي وي او که واجب وي دواړو کې د زکات په څېر تمليک شرط ده. نفلي خیرات مالدار او غريب دواړه خوړای شي، خو غوره ده چې غريب ته ورکړل شي.
واجب خیرات يوازې غريب خوړای شي.

څرنګه کولای شو، دغه اړمن خلک پیدا او په شفافه توګه یې ور ورسوو؟
اول - خپلو خپلوانو ته به ورکو کیږي.
دویم - ګاونډیانو ته به ورکول کیږي.
دریم - کلی کور (قریه وغیره) کې به ورکول کېږي.
څلورم - یتیمانو ته هم ورکول کیدای شي، خو د یتیمانو اولیاؤ ته به ورکول کیږي، یعنې د هغه چا په غاړه چې د دوی نفقه او پالنه وي!
خو بهتر یې همدا حاجتمند یا اړمن خلک دي چې باید ورکړل شي!

سوال پیدا کېږي چې که چیرته څوک له هیواده بهر وي، چې هلته د زکات هیڅ مستحق نه وي، نو بیا به څه کوي؟
ځواب: د باوري شخص په لاس اړمنو ته لیږلی شي، یا هم که خپله ورته معلوم وي هم ورته مشخص کولای یې شي، چې هماغوی تسلیم شي؟

ـ په خیریه ټولنو باور او ډاد لرلی شو چې دا مرستې ورسوي؟
که چیرته اسلامي ټولنې وي، نو هو، دوی د هر څه لپاره جدا جدا اکونټونه لري، لکه د کونډو یتیمانو لپاره جدا اکونټ، د مساجدو لپاره جدا، د فقرا و مسکنانو لپاره جدا او دیته ورته د استراري کومکونو وغیره لپاره جدا جدا اکونټونه او بودیجې لري او باور پرې کیدلی شي.

څو مسئلې
۱- د غريب د واده لپاره زکات ورکول صحيح دي، خو د نصاب تر کچې ورکړه مکروه ده.
۲- په قرض ورکړل شويو روپيو کې هم زکات واجب دی، خو هغه وخت چې ترلاسه يې کړي.
۳- د زکات په مال کې تازه نرخ ته کتل کيږي، يعنې یو شی يې په لس اخیستی اوس په شل دی، همدا شل به معتبرولی شي.
‌۴- چاته چې د ویش لپاره د زکات مال ورکړل شي، هغه یې خپلې میرمنې ته ورکولی شي.
۵- خواښې ته یې ورکول سم دی.
۶- د جومات امام ته د امامتۍ بدل کې زکات ورکول نه صحیح کېږي؛ ځکه زکات کې پرته له بدله تمليک شرط دی.
۷- د دوکان په مالکيت کې زکات نشته، بلکې کرايه یې چې نصاب ته رسيږي، هغه کې زکات ده.
۸- د زکات را ټولونکی د لارې خرڅ د زکات له روپيو اخیستل کیدای شي.
۹- که چاته يې زکات په دې فکر ور کړ چې دی د زکات وړ دی، خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړی یې وړ ندی، زکات يې شوی، ترې واپس کول يې ضروري ندي.
۱۰- د زکات مال مهتمم او یا د مدرسې استاد ته په تنخواه کې ورکول نا جائز دي.

د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ

مسئله: داعتکاف تعریف څه دی ارکان او شرطونه یی څو دي؟محترم مفتي صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی داعتکاف تعریف یعنی لغوی ...
18/03/2025

مسئله: داعتکاف تعریف څه دی ارکان او شرطونه یی څو دي؟

محترم مفتي صاحب زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی داعتکاف تعریف یعنی لغوی اواصطلاحی معنی څه ده څو ارکان لری او شرطونه یی څو دي؟

*الجواب بتوفیق الملک الوهاب 👇📖🖋️

اعتکاف په لغت کي درنګ کول کول، ځان ساتل او په مسجد كي انتظار کولوته ویل کیږی او شرعًا اعتکاف دې ته وايې چي یو مسلمان انسان په مسجد کي د اعتکاف په نیت پاته سي چي هلته پنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداء کېږي.

دحنفی مذهب موافق یو رکن لری چی په مسجد کی دعبادت په نیت وخت تېرول دی

داعتکاف شرطونه دحنفي مذهب موافق شپږ دی:

(۱) شرط اسلام دی یعني دکافر اعتکاف نه صحی کیږی

(۲)شرط عقل او تمیز دی یعني دلیونی او هغه ماشوم چی تمیز نلری اعتکاف نه صحی کیږی

(۳)شرط مسجد دی دنارینه لپاره هغه مسجد پنځه وخته جماعت پکښی کیږی امام او مؤذن ولری یعنی دنارینه اعتکاف په کور کی نه صحی کیږی.

(۴) شرط داعتکاف لپاره نیت کول دی

(۵)شرط روژه نیول دي بیله روژې واجب او سنت اعتکاف نه صحی کیږی .

(۶)شرط دجنابت ،حیض او نفاس څخه پاکوالی دی

*مذکوره شرطونه دښځي لپاره هم دي یوشرط خاص دښځي لپاره دا دی چی دخاوند په اجازه به وي او دنر او ښځي داعتکاف فرق دادی چی نر به یې په مسجد کی کوی او ښځه به یې دکور په یوه خاصه خونه کی کوي*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کما فی الموسوعه الفقهیه:(جـ ۵صـ۲۰۶/ ۲۰۹) الاعتكاف:
حبس النفس عن التصرفات العادية. وشرعا: اللبث في المسجد على صفة مخصوصة بنية ....وذهب الحنفية إلى أن ركن الاعتكاف هو اللبث في المسجد فقط، والباقي شروط وأطراف لا أركان.......اتفق الفقهاء على أنه يصح الاعتكاف من الرجل والمرأة والصبي المميز، واشترطوا لصحة الاعتكاف الواجب والمندوب ما يلي:
(1) الإسلام: فلا يصح الاعتكاف من الكافر، لأنه ليس من أهل العبادة.(2) العقل.
(3) التمييز: فلا يصح الاعتكاف من المجنون والسكران والمغمى عليه ومن غير المميز، إذ لا نية لهم، والنية في الاعتكاف واجبة. أما الصبي العاقل المميز فيصح منه الاعتكاف، لأنه من أهل العبادة، كما يصح منه صوم التطوع.
(4) النقاء من الحيض والنفاس، فلا يصح الاعتكاف من الحائض والنفساء، لأنهما ممنوعتان عن المسجد، ولا يصح الاعتكاف إلا في مسجد.
(5) الطهارة من الجنب: فلا يصح الاعتكاف من الجنب، لأنه ممنوع من اللبث في المسجد .
اعتكاف المرأة:
يصح اعتكاف المرأة باتفاق الفقهاء بالشروط المتقدمة، ويشترط للمتزوجة أن يأذن لها زوجها، لأنها لا ينبغي لها الاعتكاف إلا بإذنه - أي يصح من غير إذنه مع الإثم في الافتيات عليه - فإن أذن لها الزوج بالاعتكاف واجبا أو نفلا، فلا ينبغي له أن يطأها، فإن منعها زوجها بعد إذنه لها لا يصح منعه. هذا قول الحنفية
وکذا في الفقه الاسلامي وادلته:(جـ ۳/ صـ۱۷۶۱/ ۱۷۶۳)
المبحث الثالث ـ شروط الاعتكاف يشترط لصحة الاعتكاف ما يلي:
1 - الإسلام: فلا يصح الاعتكاف من الكافر؛ لأنه من فروع الإيمان.
2 - العقل أو التمييز: فلا يصح من مجنون ونحوه، ولا من صبي غير مميز؛ لأنه ليس من أهل العبادات، فلم يصح منه الاعتكاف كالكافر، ويصح اعتكاف الصبي المميز.
3 - كونه في المسجد: فلا يصح في البيوت، كما تقدم، إلا أن الحنفية أجازوا للمرأة الاعتكاف في مسجد بيتها: وهو محل عينته للصلاة فيه.
4 - النية اتفاقا: فلا يصح الاعتكاف إلا بالنية، للحديث المتقدم: «إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى» ولأنه عبادة محضة، فلم تصح من غير نية كالصوم والصلاة وسائر العبادات. وأضاف الشافعية: إن كان الاعتكاف فرضا، لزمه تعيين النية للفرض، لتميزه عن التطوع.
5 - الصوم: شرط مطلقا عند المالكية، وشرط عند الحنفية في الاعتكاف المنذور فقط دون غيره من التطوع،....صيام إلا أن يجعله على نفسه».
6 - الطهارة من الجنابة والحيض والنفاس: شرط عند الجمهور، إلا أن الخلو...وكذلك قال الحنفية: الخلو من الجنابة شرط لحل الاعتكاف، لا لصحته، فلو اعتكف الجنب، صح اعتكافه مع الحرمة. وأما الخلو عن الحيض والنفاس فهو شرط لصحة الاعتكاف الواجب
7 - إذن الزوج لزوجته: شرط عند الحنفية والشافعية والحنابلة، فلا يصح اعتكاف المرأة بغير إذن زوجها، .
وهکذا مثله قال فی فتاوی رحمانیه :(جـ۲ صـ۴۰۱)

د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉👉

مسئله:د څلور رکعاتو تراویحو وروسته چی ناسته کول کیږی ددې حکم څه دی؟الجواب بتوفیق الملک الوهاب :*د څلورو رکعاتو تراویحو و...
10/03/2025

مسئله:د څلور رکعاتو تراویحو وروسته چی ناسته کول کیږی ددې حکم څه دی؟

الجواب بتوفیق الملک الوهاب :*

د څلورو رکعاتو تراویحو وروسته په اندازه دڅلورورکعاتو کښېنستل مستحب دي په دغه ناسته كښي امام او قوم اختيارمند دی كه سورت اخلاص یا تسبيحات پکښي وایی هغه تسبیحات کوم چی علامه شامی په فتاوی شامیه کی ذکر کړي دي كه ساكت اوچپ كښېنی که څلور رکعاته نفل یوازی یوازی کوي یو پر بل ترجیح نلری البته فتاوی خانیه سکوت راجح بلل دی .

البته تسبیحات او دعا په جهر سره سنت یا مستحب بلل بدعت دی ځکه دصحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دغه فعل نه دي ثابت نو لهذا علامه شامي په فتاوی شامیه کی فرمايي چی په دعا او ذکر کی اخفاء تر جهر اولی او غوره ده .

شیخ الاسلام مولنا محمد تقی العثمانی صاحب په فتاوی عثمانیه:( ج۱ ص۴۸۶) کی لیکلی دی کوم تسبیحات چی په ردالمحتار کی ذکردی هغه تسبیحات دی امام اومقتدیان په مزه مزه سره وایی. انتهی کلامه.

داسی نه لکه څنګه چی زموږ غلط رواج دی چی امام( قل هو الله احد)وایی وروسته اجتماعی دوعاکیږی.

علامه محمد فرید رحمه الله په فتاوی فریدیه پښتو: (جـ ۲ صـ۵۹۱)کی ددغه سوال په جواب کی وایی چی جهرویل دا خلاف الاولی دی لکن که خلګو ته ضرر وی بیامکروه دی ځکه ځینی وخت له یو چا څخه تراویح تیری سوی وی هغه یی ددغه ناستي په وخت کی راګرزوی نو که مذکوره تسبیحات او دعا په زوره وی هغه ته ضرر دی ځکه هغه پکښي خطا وزي .

علامه رشید احمد صاحب په احسن الفتاوي:(جـ۳ ص۲۵۱) لیکلی دی چی د تراویحو وروسته د انفرادًا دعا ګنجایش سته له امام سره داجتماع په صورت کی دعا بدعت ده په لوړ اواز سره بل بدعت دی په التزام سره ددرو بدعتونو مجموعه ده نو لهذا ددی څخه ځان ساتل لازم دی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کماقال العلامة الشامی فی ردالمحتار علی الدر :(جـ ۲صـ۴۶)
قوله (ﻳﺠﻠﺲ) ﻧﺪﺑﺎ (ﺑﻴﻦ ﻛﻞ ﺃﺭﺑﻌﺔ ﺑﻘﺪﺭﻫﺎ ﻭﻛﺬا ﺑﻴﻦ اﻟﺨﺎﻣﺴﺔ ﻭاﻟﻮﺗﺮ) ﻭﻳﺨﻴﺮﻭﻥ ﺑﻴﻦ ﺗﺴﺒﻴﺢ ﻭﻗﺮاءﺓ ﻭﺳﻜﻮﺕ ﻭﺻﻼﺓ ﻓﺮاﺩﻯ،...... ﻗﻮﻟﻪ ﺑﻴﻦ ﺗﺴﺒﻴﺢ) ﻗﺎﻝ اﻟﻘﻬﺴﺘﺎﻧﻲ: ﻓﻴﻘﺎﻝ ﺛﻼﺙ ﻣﺮاﺕ «ﺳﺒﺤﺎﻥ ﺫﻱ اﻟﻤﻠﻚ ﻭاﻟﻤﻠﻜﻮﺕ، ﺳﺒﺤﺎﻥ ﺫﻱ اﻟﻌﺰﺓ ﻭاﻟﻌﻈﻤﺔ ﻭاﻟﻘﺪﺭﺓ ﻭاﻟﻜﺒﺮﻳﺎء ﻭاﻟﺠﺒﺮﻭﺕ، ﺳﺒﺤﺎﻥ اﻟﻤﻠﻚ اﻟﺤﻲ اﻟﺬﻱ ﻻ ﻳﻤﻮﺕ، ﺳﺒﻮﺡ ﻗﺪﻭﺱ ﺭﺏ اﻟﻤﻼﺋﻜﺔ ﻭاﻟﺮﻭﺡ، ﻻ ﺇﻟﻪ ﺇﻻ اﻟﻠﻪ ﻧﺴﺘﻐﻔﺮ اﻟﻠﻪ، ﻧﺴﺄﻟﻚ اﻟﺠﻨﺔ ﻭﻧﻌﻮﺫ ﺑﻚ ﻣﻦ اﻟﻨﺎﺭ» ﻛﻤﺎ ﻓﻲ ﻣﻨﻬﺞ اﻟﻌﺒﺎﺩ. اﻩـ.(ﻗﻮﻟﻪ ﻭﺻﻼﺓ ﻓﺮاﺩﻯ) ﺃﻱ ﺻﻼﺓ ﺃﺭﺑﻊ ﺭﻛﻌﺎﺕ .
وایضاً قال: الشامي فی ردالمحتار علی الدر :(جـ ۲صـ۵۰۷)
وأما الأدعية والأذكار فبالخفية أولى. اهـ. قلت: ويؤيده قوله في السراج ويجتهد في الدعاء. والسنة أن يخفي صوته لقوله تعالى {ادعوا ربكم تضرعا وخفية} [ الأعراف: ۵۵]
الناشر: دارالفکر بیروت عددالاجزاء (۶)
وکذا فی الموسوعه الفقهیه:(جـ ۱۵صـ۲۶۹)
الجلوس بين كل ترويحتين في قيام رمضان:
صرح الحنفية بأن المصلي يخير بين كل ترويحتين بين الجلوس ذاكرا أو ساكتا، وبين صلاته نافلة منفردا، وهذا الجلوس سنة كما يفيده كلام الكنز، ومستحب كما صرح به في الهداية والزيلعي .
وکذا فی الفتاوي الهندية) جـ۱ صـ۱۱۵) ﻭﻳﺴﺘﺤﺐ اﻟﺠﻠﻮﺱ ﺑﻴﻦ اﻟﺘﺮﻭﻳﺤﺘﻴﻦ ﻗﺪﺭ ﺗﺮﻭﻳﺤﺔ ﻭﻛﺬا ﺑﻴﻦ اﻟﺨﺎﻣﺴﺔ ﻭاﻟﻮﺗﺮ. ﻛﺬا ﻓﻲ اﻟﻜﺎﻓﻲ ﻭﻫﻜﺬا ﻓﻲ اﻟﻬﺪاﻳﺔ، ﻭﻟﻮ ﻋﻠﻢ ﺃﻥ اﻟﺠﻠﻮﺱ ﺑﻴﻦ اﻟﺨﺎﻣﺴﺔ ﻭاﻟﻮﺗﺮ ﻳﺜﻘﻞ ﻋﻠﻰ اﻟﻘﻮﻡ ﻻ ﻳﺠﻠﺲ. ﻫﻜﺬا ﻓﻲ اﻟﺴﺮاﺟﻴﺔ ﺛﻢ ﻫﻢ ﻣﺨﻴﺮﻭﻥ ﻓﻲ ﺣﺎﻟﺔ اﻟﺠﻠﻮﺱ ﺇﻥ ﺷﺎءﻭا ﺳﺒﺤﻮا ﻭﺇﻥ ﺷﺎءﻭا ﻗﻌﺪﻭا ﺳﺎﻛﺘﻴﻦ، ﻭﺃﻫﻞ ﻣﻜﺔ ﻳﻄﻮﻓﻮﻥ ﺃﺳﺒﻮﻋﺎ ﻭﻳﺼﻠﻮﻥ ﺭﻛﻌﺘﻴﻦ ﻭﺃﻫﻞ اﻟﻤﺪﻳﻨﺔ ﻳﺼﻠﻮﻥ ﺃﺭﺑﻊ ﺭﻛﻌﺎﺕ ﻓﺮاﺩﻯ. ﻛﺬا ﻓﻲ اﻟﺘﺒﻴﻴﻦ.)
وکذا فی الفتاوى الخانيه بهامش الهندیه: جـ ۱ صـ ۲۳۴)
وانما يستحب الانتظار بين كل ترويحتين لان التراويح ماخوذ من الراحة فيفعل ما قلنا تحتقيقا للاسم وهو فى الانتظار مخير ان شاء سبح وان شاء هلل وان شاء صلى وان شاء سكت ای ذالک فعل فهو حسن لقوله عليه الصلاة والسلام المنتظر للصلاة في الصلاة .

یادونه: زیات ملګری ددې مسئلې هم پوښتنه کوی نو لهذا دا مسله د سره نشر کړ
د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉👉

 ؟د ماشوم په غوږ کي اذان څه حکم لري؟ که چیري امام نه وي، ایا بل نارینه، نابالغ او ښځه اذان کولای سي؟ پر اذان شریني اخیست...
19/02/2025

؟

د ماشوم په غوږ کي اذان څه حکم لري؟
که چیري امام نه وي، ایا بل نارینه، نابالغ او ښځه اذان کولای سي؟ پر اذان شریني اخیستل څنګه دي؟
ولي باید د ماشوم په غوږ کي اذان وسي؟
ایا اذان کوم معین وخت لري؟ اذان فلسفه څه شی ده؟

ځواب:
د ماشوم په غوږ کي اذان کول یو سنت کار دئ، داځکه په مبارکو احادیثو کي راغلي دي:

و عن أبی رافع رضی الله عنه قال رأیت رسول الله صلی الله علیه
وسلم اذن فی اُذُن الحسن بن علی حین ولدته فاطمة بالصلاة

(رواه ترمذی و ابوداؤد) و فی روایة عن ابن عباس (بیهقی)

ژباړه: له حضرت ابو رافع رضی الله عنه څخه روایت دی چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدئ چي کله حسن رضی الله عنه پیداسو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په غوږ کي د لمانځه په شان اذان وکړ (اذان او اقامت).

عن حسین بن علی رضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من ولد له مولود فاذن فی اذنه الیمنی و اقام فی اذنه الیسری له یضره ام الصبیان (عمل الیوم واللیلة لابن السنی والجامع الصغیر للسیوطی) و روی عن عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه انه کان یؤذن فی الیمین و یقیم فی الیسری اذا ولد الصبی (شرح السنة) و قال الرافعی رحمه قال السندی رحمه الله فیرفع المولود عند الولادة علی یدیه مستقبل القبلة و یؤذن فی
اذنه الیمنی و یقیم فی الیسری و یلتفت فیهما بالصلوة لجهة الیمین و بالفلاح لجهة الیسار و فائدة الاذان فی اذنه ان یدفع ام الصبیان عنه (التحریر المختار ص: ۴۵ ج ۱)

حضرت حسین بن علی رضی الله عنهما وویل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل
چي کله د چا ماشوم پیدا سو، په راسته غوږ کي یې اذان وکئ او په چپه غوږ کي یې اقامت وکئ او دغه ماشوم به د (ام الصبیان) څخه و ژغورل سي.

حضرت عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه به هم کله چي به ماشوم پیدا سو د هغو په راسته غوږ کي به یې اذان کاوه او په چپه غوږ کي به یې اقامت کاوه، د (حی علی الصلوة او حی علی الفلاح) د ویلو پر مهال به راسته او چپه طرفته ګوري، او دغه اذان چي د ماشوم په غوږ کي کیږي باید مخ پر قبله باندي کښیني.

(أم الصبیان) څه شی ته وايي؟

(ام الصبیان) چي حدیث شریف کي راغلی دئ، ددې یوه معنا داده چي دغه ماشوم به د پیریانو له تکلیف څخه و ژغورل سي، ځیني علماء وايي چي داد ماشومانو یوه مهلکه ناروغي ده، ځیني علماء وايي چي (ام الصبیان) هغه ناروغي ده چي کله پیری (جن) ماشوم مسحه کړي او دهغه په دماغ کي خلل راسي، نو اذان د ماشوم په غوږ کي کول ماشوم له دغې ناروغۍ څخه ساتي.

علامه ابن قیم رحمة الله علیه ددې فلسفه بیانوي او لیکي:

د ماشوم په غوږ کي د اذان او اقامت دا حکمت دئ چي تر ټولو لومړی چي و ماشوم ته کوم اواز رسیږي هغه (الله اکبر) یعني د خدای لویئ او عظمت دئ ، او دا ددې ګواهي ورکوي چي دغه ماشوم په اسلام کي داخل سو، او کله چي و دې نړۍ ته راغئ نو ده ته د خدای د وحدانیت تلقین وسو، چي ددې ګټه داده چي کوم مضر اثرات چي د ماشوم و زړه او دماغ ته رسیږي دغه اذان او اقامت د هغو ټولو درملنه ده، د اذان له برکته شیطان تښتي، دغه نوی ماشوم د شیطان له قبضې څخه خلاصوي، داچي دغه لومړی اذان وسي، نو ددې اذان لمونځ د جنازې لمونځ دئ چي د انسان د مرګ وروسته ورکول کیږي، چي ددې مطلب دادئ چي د ماشوم په غوږ کي اذان وسو یعني د جنازې لپاره تیاری ونیسه.

(ایک هزار انمول موتی ۱: ۱۱۶، احسن الفتاوی ۲: ۲۷۶)

ایا د ماشوم په غوږ کي د اذان وخت معلوم دئ؟
د ماشوم د پیداکېدو وروسته کوم وخت نه دی معلوم مګر باید تلوار وسي.

(فتاوی فریدیه: ۲: ۱۷۷)

که چیري یو ماشوم تر اذان کولو مخکي وفات سو، ایا ددغه ماشوم غسل او جنازه کیږي؟

بلې دغه ماشوم ته به هم غسل ورکول کیږي او هم جنازه.

(خیر الفتاوی ۳: ۳۱۰)

څوک باید د ماشوم په غوږ کي اذان وکړي؟

هر زاهد او متقی انسان کولای سي چي د ماشوم په غوږ کي اذان وکړي، که چیري ښځې اذان وکړ، کفایت کوي، راګرځول نه غواړي، د لمانځه لپاره چي کوم اذان کیږي هغه په لوړ اواز سره کیږي نو ځکه ښځه نسی کولای چي د لمانځه اذان وکړي، دغه د ماشوم په غوږ کي اذان اهسته اهسته کیږي، نو ځکه ښځه یې هم کولای سي.
(رد محتار ج۱، ص: ۳۶۴)

که چیری ښځه د لمانځه لپاره اذان وکړي هغه اذان به بیرته راګرځوي، (درمختار) د ماشوم په غوږ کي به ښځه په کښته اواز سره اذان او اقامت کوي، همدغه کفایت کوي او بیرته راګرځول نه غواړي.
(فتاوی رحیمیه)
(جامع الفتاوی ۵: ۲۲۵، فتاوی محمودیه: ۵: ۴۵۵)
د ماشوم په غوږ کي د اذان په وخت کي به ګوتي په غوږو کي وي که یا؟
صرف اذان او اقامت کفایت کوي نور شي ته اړتیا نسته. ( فتاوی محمودیه ۵: ۴۵۴)
ایا د ماشوم په غوږ کي اذان د ماشوم مور، یا نابالغ ماشوم کولای سي؟
که چیري د ماشوم مور په نفاس کي نه وي هغه هم د ماشوم په غوږ کي اذان او اقامت کولای سي، او که چیري نابالغ ماشوم پوه وي او په اذان او اقامت پوهیږي هغه هم درست دئ. و یجوز بلاکراهة اذان صبی مراهق ( الدر المختار)
(فتاوی محمودیه: ۵: ۵۵۶)
ایا د ماشوم د اذان په بدله کي شیریني اخیستل روا ده؟
خپله یو شی غوښتل غلطه ده، البته که کور والا څه خوراک، څیښاک او یا بل شی ورکړی مشکل نلري.�(فتاوی محمودیه: ۱۷: ۶۲)


د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉👉

مسئله: په بانک کی پر جمعه سوی مال زکات سته کنه؟الجواب بتوفیق الملک الوهابستاسی دسوال په جواب کی باید ووایو چی مولنا خالد...
10/02/2025

مسئله: په بانک کی پر جمعه سوی مال زکات سته کنه؟
الجواب بتوفیق الملک الوهاب

ستاسی دسوال په جواب کی باید ووایو چی مولنا خالد سيف الحمن رحماني صاحب په پښتو جديد فقهي مسائل:(جـ ۱صـ۸۵) لیکی دی چی په بانک کي پر جمع سوي مال باندی زکات سته یعنی چي څه پيسې جمع کيږي د هغه حيثيت د امانت وي د مال خاوند هر وخت خپل مال حاصلولای سي او تصرف پکښي کولای سي د زکات د واجبیدو لپاره عملاً قبضه مهمه نه ده که دی هر وخت د تصرف کولو په موقف کي وي حكماً دا کس د مال قابض ګڼل کيږي د دې مثال دادی چي پر رانیول سوي مال باندی تر قبض کولو مخكي زکات واجبيږي . نو ځکه په بانک کي پر جمع سوي پیسو مکمل او هر کال زکات واجبيږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
کمافی الفتاوى الهندیه جـ ۱ صـ ۱۷۲) کتاب الزکاة :
وأما المبيع قبل القبض فقيل لا يكون نصابا والصحيح أنه يكون نصابا كذا في محيط السرخسي.
الناشر دارالفکر بیروت عددالاجزاء(۶)
وکذا فی البحر الرائق شرح الکنز : (جـ ۲صـ ۲۲۵)
كتاب الزكاة شروط وجوب الزكاة:
وذكر في المحيط في بيان أقسام الدين أن المبيع قبل القبض، قيل: لا يكون نصابا؛ لأن الملك فيه ناقص بافتقاد اليد، والصحيح أنه يكون نصابا؛ لأنه عوض عن مال كانت يده ثابتة عليه، وقد أمكنه احتواء اليد على العوض فتعتبر يده باقية على النصاب باعتبار التمكن شرعا.
الناشر : دارالکتاب الاسلامی عدد الاجزاء(۸)

د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉👉

د حدیث تشریح:دا لنډ او ژور حدیث د چوپتیا په اهمیت او ګټو ټینګار کوي. په لاندې ډول یې تشریح کولی شو:۱_ له ګناهونو څخه ځان...
31/01/2025

د حدیث تشریح:
دا لنډ او ژور حدیث د چوپتیا په اهمیت او ګټو ټینګار کوي. په لاندې ډول یې تشریح کولی شو:

۱_ له ګناهونو څخه ځان ساتل:
انسان کله چې بې ځایه خبرې وکړي، د دروغو، غیبت، چغلې یا د نورو د سپکاوي په ګناهونو کې لوېږي. چوپتیا د دې خطرونو مخه نیسي او انسان د ګناهونو څخه ژغوري.

۲_ د حکمت نښه:
چوپتیا د حکمت یوه نښه ده. کله چې یو انسان لږ خبرې کوي، نو د هغه خبرې ارزښتناک وي او نور خلک یې احترام کوي.

۳_ د نفس کنټرول:
چوپتیا د نفس په کنټرول کې مرسته کوي. کله چې یو څوک په خپله ژبه واکمن شي، نو په خپلو احساساتو او عملونو هم ښه کنټرول لرلی شي.

۴_ د فکري تمرکز زیاتوالی:
چوپتیا د انسان ذهن ته وخت ورکوي چې د خپلو کړنو او خبرو په اړه فکر وکړي. دا د ځان اصلاح او په غوره پرېکړو کې مرسته کوي.

۵_ په ټولنه کې د درناوي لامل:
چوپتیا په ټولنه کې د شخړو او جنجالونو مخه نیسي او د خلکو ترمنځ د سولې او درناوي فضا رامنځته کوي.

دا حدیث موږ ته دا درس راکوي چې په خبرو کې باید احتیاط وکړو، بې ځایه او ضرر رسوونکې خبرې ونه کړو او هغه وخت خبرې وکړو چې ګټه یې یقینې وي. چوپتیا نه یوازې د دنیا لپاره ګټه لري، بلکې د آخرت د کامیابۍ لپاره هم ستره وسیله ده.


د نورو ښکلې معلومات صفحه لایک او فالو کرئ
👈👈 حدیث شریف او شرعي مسائل

 #حدیث‌شریف✍️📖رسُولُ الله ﷺ فرمایې 💓چاچې په ما یوځل درود ووایه، الله تعالی' به په هغه لس ځلی رحمت وکړي ❤ ( رواه: مسلم ) ...
16/01/2025

#حدیث‌شریف✍️📖
رسُولُ الله ﷺ فرمایې 💓
چاچې په ما یوځل درود ووایه، الله تعالی' به په هغه لس ځلی رحمت وکړي ❤ ( رواه: مسلم )

د نورو اسلامي معلوماتو لپاره صفحه لایک او فالو کرئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👍👉

 #مسئله : بلی بخارۍ ته مخامخ لمونځ کول څه حکم لری؟الجواب بتوفیق الملک الوهاب:په صورت مسؤله حکم شرعی دادی چی بلی بخار ته ...
04/01/2025

#مسئله : بلی بخارۍ ته مخامخ لمونځ کول څه حکم لری؟

الجواب بتوفیق الملک الوهاب:

په صورت مسؤله حکم شرعی دادی چی بلی بخار ته مخامخ لمونځ کول کچیری د بخاری څخه دباندی لمبه راوتله یا بخاری په زیات اور سره سکروټه سوه لمونځ مکروه دی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کما في الهنديه : (جـ ۱صـ ۱۰۸)
ومن توجه في صلاته إلى تنور فيه نار تتوقد أو كانون فيه نار يكره ولو توجه إلى قنديل أو إلى سراج لم يكره. كذا في محيط السرخسي وهو الأصح. كذا في خزانة الفتاوى. الناشر: دارالفکر عددالاجزاء(۶)

کمافی الدر المختار مع ردالمحتار(: جـ ۱صـ ۶۵۲)
(أو شمع أو سراج أو نار توقد) ، لأن المجوس إنما تعبد الجمر لا النار الموقدة قنية.
وقال ابن عابدین : ونصه: الصحيح أنه لا يكره أن يصلي وبين يديه شمع أو سراج لأنه لم يعبدهما أحد والمجوس يعبدون الجمر لا النار الموقدة، حتى قيل لا يكره إلى النار الموقدة. اهـ. وظاهره أن المراد بالموقدة التي لها لهب، لكن قال في العناية: أن بعضهم قال: تكره إلى شمع أو سراج كما لو كان بين يديه كانون فيه جمر أو نار موقدة. اهـ. وظاهره أن الكراهة في الموقدة متفق عليها كما في الجمر تأمل.
الناشر: دارالفکر بیروت عددالاجزاء(۶)

وکذا فی تبیین الحقائق: ( جـ۱صـ۱۶۶) أي ولهذا لو صلى إلى تنور أو كانون فيه نار كره؛ لأنه يشبه عبادتها.

د نورو ملګرو سره يې شير کړئ
حدیث شریف او شرعي مسائل 👉
د نورو ښکلې معلومات لپاره صفحه لایک او فالو کرئ

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حدیث شریف او شرعي مسائل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share