Khabar News

Khabar News خبر نیوز د اطلاعاتو په ډګر کې پر وخت ,دقيق ,موثر او باوري ادرس !
(3)

د ټرمپ محبوبیت ۳۳ سلنې ته راټیټ شوی؛ تر ټولو ټیټه کچهد رویټرز او ایپسوس تازه سروې ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د...
18/08/2026

د ټرمپ محبوبیت ۳۳ سلنې ته راټیټ شوی؛ تر ټولو ټیټه کچه
د رویټرز او ایپسوس تازه سروې ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو ملاتړ ۳۳ سلنې ته راټیټ شوی، چې د هغه د اوسني ولسمشرۍ تر ټولو ټیټه کچه ده؛ ۶۴ سلنه امریکایان یې له کړنو ناخوښ دي. همداراز ۸۰ سلنه امریکایان باور لري چې په ایران کې به د امریکا ښکېلتیا اوږده شي. ټرمپ بیا د دغو نظرپوښتنو ارزښت ردوي او د خپل محبوبیت په اړه مثبت دریځ لري.

ممبۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله ۷ کسان مړه شويد هند د ممبۍ ښار په کورلا لوېدیځه برخه کې د ځمکې ښویېدو له امله څلور کورونه ...
13/08/2026

ممبۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله ۷ کسان مړه شوي
د هند د ممبۍ ښار په کورلا لوېدیځه برخه کې د ځمکې ښویېدو له امله څلور کورونه نړېدلي، چې په پایله کې یې ۷ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په مړو کې د یوې کورنۍ څلور غړي او دوه څلور کلن ماشومان هم شامل دي.

کابل کې د بیني حصار ـ ستانکزي څلورلارې سړک پاتې برخې قیر ته چمتو شوېد کابل ښاروالۍ وایي، د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار...
13/08/2026

کابل کې د بیني حصار ـ ستانکزي څلورلارې سړک پاتې برخې قیر ته چمتو شوې
د کابل ښاروالۍ وایي، د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې د ۱۶۵۵ مترو اوږد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او ډېر ژر به یې د قیر اچولو کار پیل شي. د پروژې په چوکاټ کې د سړک ترڅنګ لښتي، ګلدانونه، د بایسکل لارې، پلګوټي او د واټ څراغونه هم جوړېږي

ټکساس کې د امریکا د پوځ اپاچي چورلکه ولوېده؛ ۲ پوځیان ووژل شولد امریکا د ټکساس ایالت په سالاډو سیمه کې د پوځ یوه AH-64 ا...
13/08/2026

ټکساس کې د امریکا د پوځ اپاچي چورلکه ولوېده؛ ۲ پوځیان ووژل شول
د امریکا د ټکساس ایالت په سالاډو سیمه کې د پوځ یوه AH-64 اپاچي چورلکه د عادي روزنیزې الوتنې پر مهال ولوېده، چې له امله یې سپاره دواړه پوځیان وژل شوي دي. د فورټ هود چارواکو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د الوتکې د لوېدو لامل لا نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي. پېښې د سیمې په یوه کرونده کې د واښو د اور لګېدو لامل هم شوې ده.

د ډانیوب سیند اوبه کمې شوې؛ د دویمې نړیوالې جګړې بېړۍ راڅرګندې شوېد سختې وچکالۍ له امله د ډانیوب سیند د اوبو کچه په بې‌س...
13/08/2026

د ډانیوب سیند اوبه کمې شوې؛ د دویمې نړیوالې جګړې بېړۍ راڅرګندې شوې
د سختې وچکالۍ له امله د ډانیوب سیند د اوبو کچه په بې‌سارې توګه ټیټه شوې ده. د سربیا او رومانیا پولې ته نږدې د اوبو له کمېدو سره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ډوبې شوې د نازي جرمني د جنګي بېړیو پاتې شوني هم بېرته راڅرګند شوي دي.

پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو پانګونې چارې پیل شوېد پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وایي، کورنیو پانګه‌والو په دغه ولایت کې د د...
13/08/2026

پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو پانګونې چارې پیل شوې
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وایي، کورنیو پانګه‌والو په دغه ولایت کې د درملو، سېروم او غیرالکولي مشروباتو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونه کړې ده. د سرچینې په وینا، د دغو تولیدي کارخونو د جوړولو چارې اوس روانې دي.

جلال‌اباد او کونړ کې د قاچاق پر وړاندې عملیات؛ یو کس او درې نور کسان نیول شويد راپورونو له مخې، په جلال‌اباد کې یو کس له...
13/08/2026

جلال‌اباد او کونړ کې د قاچاق پر وړاندې عملیات؛ یو کس او درې نور کسان نیول شوي
د راپورونو له مخې، په جلال‌اباد کې یو کس له ۳۵۰۰ دانې تابلیت‌کا ګولیو او یوه موټر سره نیول شوی دی. همداراز په کونړ کې درې کسان د شاوخوا ۷۰ قیمتي سلیپر لرګیو د قاچاق په تور له درې ډاټسن موټرو سره نیول شوي دي.

اریانا افغان هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه بېرته چمتو کړهاریانا افغان هوايي شرکت وایي، د بوینګ ۷۳۷ یوې الوتکې د نوي ان...
09/08/2026

اریانا افغان هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه بېرته چمتو کړه
اریانا افغان هوايي شرکت وایي، د بوینګ ۷۳۷ یوې الوتکې د نوي انجن د نصب چارې یې بشپړې کړې دي. د شرکت په وینا، د ۲.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت نوی انجن له یوې امریکایي کمپنۍ اخیستل شوی او د نصب ټولې تخنیکي چارې د اریانا د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې دي. دغه الوتکه شاوخوا دوه کاله وړاندې د خوست په هوايي ډګر کې له پېښې وروسته له الوتنو پاتې وه.

جو بایډن د سرطان له سختې ناروغۍ سره مخ دید امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د پروستات سرطان ناروغي د بدن نورو برخو او هډوکو...
09/08/2026

جو بایډن د سرطان له سختې ناروغۍ سره مخ دی
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د پروستات سرطان ناروغي د بدن نورو برخو او هډوکو ته خپره شوې ده. د هغه زوی هانټر بایډن وایي، پلار یې د ناروغۍ له امله له سخت درد او کمزورۍ سره مخ دی.

امریکا کې د اور وژنې چورلکه لوېدلې؛ دوه کسان وژل شويد امریکا د یوتا ایالت په مرکزي برخه کې د ځنګلي اور د مهارولو پر مهال...
09/08/2026

امریکا کې د اور وژنې چورلکه لوېدلې؛ دوه کسان وژل شوي
د امریکا د یوتا ایالت په مرکزي برخه کې د ځنګلي اور د مهارولو پر مهال د اور وژنې یوه چورلکه لوېدلې، چې له امله یې پیلوټ او د چورلکې یو بل کارکوونکی وژل شوي دي. د امریکا د اوروژنې د ادارو ملي همغږي مرکز وایي، پېښه د ریچفیلډ ښار سوېل لوېدیځ ته شوې او د دواړو وژل شویو کسانو هویت لا نه دی اعلان شوی.

Address

Kabull

12

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khabar News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share