
29/09/2025
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان سياسيونو، پخوانيو جهاديانو او فعالانو ناسته نن د تلې ۷مه پیل شوه او ټاکل شوې، دوه ورځې به دوام وکړي.
دا غونډه چې له ځنډ وروسته جوړه شوه، پکې د بېلابېلو سیاسي جریانونو مشران، د مدني ټولنو فعالان او ځيني افغان کډوال هم ګډون لري.
ويل کېږي چې په دې ناسته کې د افغانستان د راتلونکو بدلونونو ارزونه او په تحولاتو کې د طالبانو د مخالفینو پر ونډې او نورو موضوعاتو خبرې کېږي.