M.Tolab Safi

M.Tolab Safi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from M.Tolab Safi, Digital creator, Kabul.

دغه ټابلیټ سه لپاره کار کوی
30/06/2026

دغه ټابلیټ سه لپاره کار کوی

دا درمل څه لپاره دی.
29/06/2026

دا درمل څه لپاره دی.

12/06/2026

> *🌞 د ګرمي په موسم کې*
💧 ډېرې اوبه وڅښئ
👕 سپکې او نرۍ جامې واغوندئ
☀️ د لمر له سختو وړانګو ځان وساتئ
🍉🍇 مېوې او سبزيجات ډېر وخورئ
🧼 پاکوالی مراعات کړئ
🏠 د ورځې په ډېر ګرم وخت کې
په سیوري یا کور کې پاتې شئ
😊روغ پاتې شئ او له ګرمي ځان وساتئ
> *ستاسی روغتیا او صحت په هیله.

01/06/2026

*🩺 د شهوت د کمښت لاملونه :*

1_ ډیر ذهني فشار او اندیښنه .
2_ د ویده کیدو کمښت .
3_ د ټستوسټیرون هورمون کمښت .
4_ د زړه او وینې فشار ستونزې .
5_ سګرټ او نشه يي توکي .

*💕 آیا له دغه ستونزو سره مخ یاست ...*

*هو .* ❤
*نه .* 👍

*هره ځوانۍ به خاوري ڪیږي.**خو ښه ځوانۍ به هغه وي چې د ربّ ﷻ په اطاعت ڪې تیره شي.!*
26/05/2026

*هره ځوانۍ به خاوري ڪیږي.*
*خو ښه ځوانۍ به هغه وي چې د ربّ ﷻ په اطاعت ڪې تیره شي.!*

25/05/2026
25/05/2026

جمعی ورځ وه دوخانه کې ناست وم
زه هیچ د جمعی په ورز نه ځم دوخانی ته
د دوخانې بل کارکونکی نه وو راغلی زه یوازې وم 💔
د ډیرو دوایانو نومونه مې زده دی خو دلته لا هم نوی یم د ځینو نومونه می نه وو زده 🚫
بس تشویش کې وم 😇
ما ویل خدایه نن ډیر ناروغان را مه ولی چې سمه دوایی نشم ورکولی 🌹
بس دوعا می قبوله شوی وه 🌹 یو دوه نفر راغلل یو د سر درد دوایی غوښتله بل د نس درد دوایی غوښتله دواړو ته می دوایانی ورکړې ♥️
ډاکټر صاب راغلو دواخانې ته چې ویی لیدم وای افرین لونګه ګله تکړه شوی یی په یوازی ځان ټول کار مخته بیایی 🌹
ما ویل منننه ډاکتر صاب بس خپله خوارې کوم ♥️
ویل یی د باندی ښار ته وځم یو ساعت باد راځم د جمعې ورز هم ده پغمان طرف ته به په چکر لاړ شو 🌹
ما ویل سمه ده ته دی کار خلاص کړه دلته زه یم 😫
زړه کی می وویلل ګوښی د فریښودم زړه می سخت تنګ وو 💔
ډاکټر صاب لاړو 🌹
زموږ دوخانه د سرک پر غاړه ده ځینی وخت داسی نفر هم راځی چې یوازې ځینی ضروری دوا اخلی او ډاکټر باندې ځان نه ګوري 🌹
یو پیاله شین چای مې ځان ته واچوه ☕️
کرار ناست وم په فیسبوک کی می ګوتی وهلې 🌹
یو نفر راغلو سلام کلام می ورسره وکړو 🌹
ویل یی یو پیاله شین چای نه راباندی چکې ؟
ما ولی نه 🌹
ویل دننه در واوړم یا دلته کینم ؟
ما ویل نه دلته دننی اجازه نشته دغلته په څوکی کینه 😫
پیاله می ورته ډکه کړه ☕️ ور می کړه
یو چاکلیت می هم ورکړو 🌹
ویل داسی خوږ چای ده لکه له ابی زم زم چې تیار شوی وی 🌹
ویل یی تا پوخ کړی ما ویل نه 🚫 له باندی می راوړی ده
ویل یی دلته یوازې یې ؟
زړه کی می ویلی که ورته ووایم چی یوازی یم کوم مشکل به راته جوړ کړی 💔
ما ویل نه د روغتون ساتونکی هم شته ډاکټران هم شته 🥹
د چایو پیاله یی تشه کړه ☕️
ما ویل ایا ستاسو کوم څه ته ضرورت وو ؟
ویل یی د شوق ګولی راکړه 💊😫
زړه کی می ویلی الله د تباه برباد که دا اوس کوم ډول ګولی دی 💊
ما ویل دا دوا راسره نشته !
ویل یی شته اسی ماته نه راکوی سل دوه سوه افغانی اضافه واخله ❤️‍🩹
ما ویل ولا نپوهیږم دا نوم می اول ځل واوریده نلرم او بله دا چی د دوخانی اصلی کارکونکی نشته زه اسی کار ورسره کوم اوس یی زده کوم 😫
ویل یی ماته اجازه راکړه چې دننی درشم زه یی پیدا کولی شم ❤️‍🩹
ما ویل دننی اجازه نشته دا دوایی نلرم ولاړ شه کنی ساتونکی ته زنګ وهم 📞
بس سړی ډیرې زاری وکړې خو ګولی نه وې که می پیژندلی یا راسره وای ورکولې مې ❤️‍🩹
مطلب سړی ناهیلی لاړو 😭
اوس ام نپوهیږم چې د شوق ګولی څه شی لپاره کارول کیږی ؟
پغمان کې ناست وم چکر ته تللی وو مازدیګر یو وار می ځان سره وویل راځه ډاکټر صاب ته ووایه چی د شوق ګولی د څه لپاره وی 💊😫
بیا می ویلی نه اسی نه بیکاره ګولی وی اغه سړی روغ راته معلوم نشو. 🤣
نوه ده داسی ډیرو حاطرو سره مح کیږم .

*⭕️که حامِله ښځو ته د لاندي مشکلاتو څخه يو هم پيدا شي بايد ډاکتر ته لاړه شي :*1 - سرچرخي او زړه بدیدل .2 -  تبه او په لا...
25/05/2026

*⭕️که حامِله ښځو ته د لاندي مشکلاتو څخه يو هم پيدا شي بايد ډاکتر ته لاړه شي :*

1 - سرچرخي او زړه بدیدل .
2 - تبه او په لاسو او پښو کي پړسوب .
3 - نفس تنګي او سالنډي چې د روزانه کارونه مانع وي .
4 - شديد د سر درد ، او وینه بهیدل .
5 - د سترګو کمزوري او شيان په خاکي شکل ليدل .
6 - د نس او د نس په لاندي برخي کي د درد شتوالي .
7 - د ف*ج يا تناسلي ځاي څخه اوبه تلل .
8 - د ميرګي حمله پری راتلل .
9 - په نس کي د ماشوم حرکت نه حس کول : کله چې يي په حرکت شروع کړي وي .
10 - تر نارمل حد ډير میتازو / ادررار ته تلل ،او ادراز / یا د ميتازو په وخت درد او سوزش ، په متيازو کي وينه ليدل .

*📢 د پورته ذکر شوي شکايتو څخه چې يو هم وليدل شي بايد داکتر ته مراجعه وشي معاينات وکړي او مشوره ترینه واخلئ .*

Address

Kabul

Telephone

+93783750507

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when M.Tolab Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to M.Tolab Safi:

Shortcuts

Share