05/12/2025
په ټولونو کې ځيني ناوړه اصطلاحات:
نوټ: په دې ليکنه کې د سر خلاصي او پام وراښتلو لپاره ښکنځل ليکل کيږي.
ځيني انسانان په خپلو خبرو کي د ناپوهي له وجي ځان، اولاد او ملګرو ته ډېر بد اصطلاحات کاروي.
بيلګي: ماينه يې غ... چې پولانی راغی / پولانی يې راوستي.
دلته په ناپوهي کې د پولاني ناموس وښکنځل سو.
بېلګه: موټر راوله، اووو ته څه په کوې؟ دا زما زوی دي وغ....
دلته زوی وښکنځل سو.
بېلګه: راډيو، چرګه، يا يو بل شئ چې د مؤنث سره تړلی وي.
اووو دا زما لور دي په......... او يا زما لور يې په .......
دلته په ناپوهي کې د لور عزت واخستل سو.
بېلګه: پولانيه راسه نن باندار وکړو، وې غيم هغه پلانی هم درسره راوله.
دلته د پولاني د عزت څخه پالوده سوه.
بېلګه: ستا ماينه دي سم چې په تا دغه کار وکړم.
دلته خبري کونکی د زوی، انډيوال، مشر او يا د کشر مېرمنه جوړ سو.
بېلګ: ځيني مشران خپلو کشرانو ته د ناز ورکولو لپاره په فارسي کې ښکنځل کوي چې دوی يې په معنی نه پوهيږي لکه کوست زنه، خرکوسه، دووس او داسي نور....
بېلګه: ځيني خلک زوی ته دا توری کاروي: ستا مېرمن وغ.....
د خبري کوونکي هدف د زوی مور وي خو اصل کې د زوی مېرمنه يادوي.
ټون: په خپل کور، چم او ګاونډ کې د داسي بدو اصطلاحاتو کارولو مخه ونيسئ ځکه دا اصطلاحات په ټولنه کې سرايت کوي.
دا اصطلاحات ستاسو په ټولنه کې فرد فرد په خپل عادت او زهنت کې اخلي.
نوټ: خپلو خبرو ته پام وکړئ، د خپل تکيه کلام په معنی ځان پوه کړئ او په خپلو لفظي اصطلاحاتو ځان پوه کړئ.
بل نوټ: خپلي خور او مېرمني ته يو ډؤل ښکنځل مه کوئ او پېغور مه ورکوئ.
مېرمني ته د خپل اولاد په مخ کې په هيڅ ډؤل او مطلقا، جدا ښکنځل کولو او پېغور ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
غټه ښځه دي نصيب سه.