01/08/2025
غزل
څهٔ ورېښمینې پیغلې و لیورونو ته ور پاتې شې
څهٔ نازکې مینې پهٔ جنګونو کې میراتې شي.
څومره ښهٔ چا ویلي دي چې ژوند د حادثو هجوم.
لس مو شي پرې هېرې چې شل نوری را جواتې شي.
دغه سوال زارۍ خو مو خالقه درقبلولې کړه
دا چې د خلاء د سماعت پهٔ غېږه زیاتې شي.
تهٔ چې پري اغیار وستایې دا ټکې زما پهٔ زړهٔ
جوړی کړي تغمې او بیا تڼاکې شي بیا ماتې شي.
بیا به بلاګانې او پيریان پهٔ نجونو روږدي شي.
خدای مکړه زرینې که له ذدکړو نه تلپاتې شي.