pashto news 24

pashto news 24 pashto news24�
apdatesعاجل�
ملي او نړیوال حالات

28/06/2026

د نـړۍ تر ټـولو خطرناک د کانګو ځنګل کې داسې څه دي چې خلک ترې یریږي






pashto news 24

د انټرنېټ بیې دې راکمې شي!نن سبا په افغانستان کې ډېری خلک د انټرنېټ د لوړو بیو څخه شکایت لري.خلک غواړي چې د انټرنېټ بیې ...
28/06/2026

د انټرنېټ بیې دې راکمې شي!
نن سبا په افغانستان کې ډېری خلک د انټرنېټ د لوړو بیو څخه شکایت لري.
خلک غواړي چې د انټرنېټ بیې راکمې او خدمات یې ښه شي.

موږ هم د دې غږ ملاتړ کوو:
✅ ارزانه انټرنېټ
✅ چټک انټرنېټ
✅ باکیفیته خدمات

ستاسو غږ مهم دی — د انټرنېټ بیې دې راټیټې شي!
باید چې په داسې شان شی کېمت یې
pashto news 24

28/06/2026

ویډيو: د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند، طاهر احرار وايي، دغه ولایت کې د وسله‌والو غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیول شوې چې د امنیتي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورتلل او غلا به یې کوله.

pashto news 24

د بنو ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر یاسر افریدي ویلي، یو شخصي باروړونکي موټر چې سپرلۍ یې لېږدولې، د ریموټ کنټرول له لارې د چ...
27/06/2026

د بنو ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر یاسر افریدي ویلي، یو شخصي باروړونکي موټر چې سپرلۍ یې لېږدولې، د ریموټ کنټرول له لارې د چاودېدونکي ماین (IED) په وسیله په نښه شو.
هغه زیاته کړه په داسي حال کې چې ټپیان روغتون ته په یوه بل موټر کې وړل کېدل چې دوهم ماین هم وچاودېد. تر اوسه هېڅ ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او ویلي دي چې حکومت یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د عدالت منګولو ته د پېښې د عاملانو د سپارلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

pashto news 24

د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په...
27/06/2026

د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول."

دغه ویناپاڼه کې نه ده روښانه شوې چې لیبیا کې دغه افغانان پر کوم تور زنداني وو. د شمالي افریقا دغه هېواد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یوه لاره ده چې ډېر لارویان یې د افریقايي هېوادونو وګړي وي.

قاهره کې د افغانستان سفارت وايي، "هڅه کوي، چې پاتې نور افغان بنديان هم د اړینو اجراتو له بشپړېدو وروسته په نژدې وخت کې هېواد ته انتقال شي."

دا چې څومره نور افغانان د لیبیا په زندانونو کې دي، شمېر یې نه دی ښودل شوی.

لیبیا کې زرګونه هغه کسان په زندانونو کې ساتل کېږي چې له دغه لارې اروپا ته د تګ پر مهال نیول شوي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال په جون کې د لیبیا له لوري د هغو کسانو زنداني کېدل ناقانونه بللي وو چې اروپا ته په کښتیو کې د تګ پر مهال نیول شوي وو او بیا په طرابلس کې زندانونو ته وړل شوي وو.

ملګرو ملتونو ویلي وو، همدغه کال لیبیا کې ۱۳۰۰۰ کډوال زندانونو ته لېږدول شوي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دا یوه ناقانونه کړنه بللې وه او ویلي وو چې په سمندر کې له ژغورنې وروسته لیبیا باید د زندانونو پر ځای دغه کډوال خوندي سیمو ته ولېږدوي.


pashto news 24

 #تازه‌خبر افغانستان کرکټ بورډ په خوست ولایت کې د ازبکستان ملي لوبډلې کوربه توب کويافغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ...
27/06/2026

#تازه‌خبر
افغانستان کرکټ بورډ په خوست ولایت کې د ازبکستان ملي لوبډلې کوربه توب کوي

افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ په ترڅ کې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. ټاکل شوې ده چې دغه یوازېنۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په منځ کې ترسره شي.

-------
ACB to Host Uzbekistan for a One-Off T20 Game in Khost

Kabul – June 27, 2026: The Afghanistan Cricket Board confirms it will host the Uzbekistan National Team for a one-off T20 match on July 10 in Khost province, during the 11th edition of the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by Super Cola.


pashto news 24
Afghanistan Cricket Board

سپاه پاسداران دغو بریدونو ته د اوربند او د امریکا د ژمنو ښکاره نقض ویلي او ادعا یې کړې چې په ځواب کې یې ''په سیمه کې د ا...
27/06/2026

سپاه پاسداران دغو بریدونو ته د اوربند او د امریکا د ژمنو ښکاره نقض ویلي او ادعا یې کړې چې په ځواب کې یې ''په سیمه کې د امریکا د پوځ د استقرار ځایونه'' په نښه کړي دي.

pashto news 24

 #تازه‌خبرد امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وایي، په هرمز تنګي کې یې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې د ایران د ...
27/06/2026

#تازه‌خبر
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وایي، په هرمز تنګي کې یې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې د ایران د توغندیو او ډرونونو پر زېرمتونونو او د ساحلي رادارونو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.

سنټکام ویلي، ایران د جون په ۲۵مه په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپورۍ باروړونکې بېړۍ په ډرون برید سره اوربند نقض او د نړۍ پر دغه مهمه سوداګریزه لار یې د کښتیو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې ګواښ پېښ کړ.

pashto news 24

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان په سویل کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی او بېړنۍ...
26/06/2026

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان په سویل کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

دغه بنسټ وایي، د نړۍوالو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه اغېزمن شوي او د خوارځواکۍ ناورین یې لا پسې سخت کړی دی.

پرله‌پسې وچکالي او د خوړو کمښت هم د دې وضعیت نور لاملونه یاد شوي دي.

د افغانستان په سویل کې د بې پولې ډاکټرانو روغتیایي همغږې کوونکې، انا لیلیا بانډا ویلي چې ډېری ماشومان هغه مهال دغه مرکز ته ور وړل کیږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر نازک وي او ټینګار یې کړی چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره باید د خوارځواکۍ د بېړنۍ درملنې خدمتونه پیاوړي شي.

pashto news 24

26/06/2026

افغانستان کې تر دې دمه د محرم لسمې (عاشورا) مراسمو کې د کومې پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی. د طالبانو حکومت په پلازمېنه کابل او یو شمېر هغو ولایتونو کې انټرنیټي او ټلیفوني لیکې پرې کړي چې شیعه مذهبه وګړي په کې مېشت دي.

کابل کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د امنیتي دلایلو له امله ټلیفوني شبکې د جمعې له سهاره ځنډول شوي دي.

د کابل ښار کې که څه هم په ټولیز ډول دا مراسم لکه د تېر په څېر پر ډاګیزو مارشونو نه یادېږي خو هغه سیمې چې شیعه وګړي په کې مېشت دي له ټینګو امنیتي تدبیرونو سره یې مذهبي او دودیز مراسم پر ځای کړل.

د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي د ښار یوې داسې سیمې ته ورغلی چې تر نورو هغو په کې دا مراسم پراخ وو.

pashto news 24




Address

Ka
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when pashto news 24 posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share