IMRAN S N خبر

IMRAN S N خبر تازه او پر وخت خبر تر لاسه کړئ د همدې صفحې څخه

12/08/2024

#تازه

د ملي دفاع وزارت تاییدوي چې په تورخم کې د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

12/08/2024

په کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ ملکي وګړي دي. ټپيان شول.

 #عاجلپه ټول افغانستان کې پرمختیایي شوراګانې لغوه شوېدغه مکتوب چې په ځانګړې توګه نداى بلوچ ته وړاندې شوی، ښيي چې په ټول ...
26/05/2024

#عاجل

په ټول افغانستان کې پرمختیایي شوراګانې لغوه شوې

دغه مکتوب چې په ځانګړې توګه نداى بلوچ ته وړاندې شوی، ښيي چې په ټول افغانستان کې د پراختیايي شوراګانو د امارت د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د لارښوونې پر اساس لغوه شوی دی.

په دغه لارښونه کې چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت پتې ته لېږل شوې، راغلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پراختیايي شوراګانې منحل شوې دي.

10/03/2024

په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا دوشنبه په دغه هېواد کې هم د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. تر دې مخکې د افغانستان ملي تلویزیون او باختر خبري اژانس د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی و، چې د دې محکمې هلال کمېټه به د دوشنبې ماښام ناسته وکړي چې له مخې به يې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ معلومه شي.

06/02/2024

د‏الر کلد‏ار 290.60 ــ 290.70
د‏الر ا‏‌فغانی 73.95 ــ 74.00
افغانی کلدار 3927 ــ3930

06/02/2024

د افغانستان لپاره د عمرې سیسټم تېره ورځ ماځیګر ۴:۳۰ بجې تر امرثاني پوري بند شو

06/02/2024

پنځو غير دولتي نړيوالو سازمانونو (انجيوګانو) په افغانستان کې د اقليمي وضعيت او وچکالۍ د بدتر کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

09/12/2023

د پاکستان جیوز نیوز ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کي د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کي ۱۰۵۰ امنیتي پېښي سوي او پر مهال يې ۴۷۰ ملکي او نظامي کسان وژل سوي.

09/12/2023

د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو سروې بشپړه شوې، له یو ترکي شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي، نژدې راتلونکي کې به کار په خپله بودیجه پیل کړو.

24/10/2023

‏د پاکستان حکومت وایي، که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له پاکستانه ناقانونه کډوال ونه وځي، د قانون له مخې به ونیول شي او بندي به شي.
‏د بلوچستان ایالت حکومتي‌ ویاند جان اڅکزی وايي، ناقانونه کډوالو ته د ورکول شوي مهلت یوه اونۍ پاتې ده چې له دې مودې وروسته به کډوال یو یو ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه ویلي، د ناقانونه کډوالو په اړه اندېښنه لري چې ناقانونه کړنو کې به ښکېل به وي.

24/10/2023

پاکستاني پولیسو د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هغه بازار نړولی، چې د کوچني کابل په نامه یادېده. دغه بازار چې د بورډ بازار په نامه هم یادېده شاوخوا څلور لسېزې مخکې جوړ شوی و، چې ګڼ کاروباریان یې افغانان وو او هغه توکي په کې پلورل کېده، چې افغانانو ورته اړتیا لرله.

24/10/2023

ټاکل شوې په کابل کې د پاکستان اوسنی شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په افغانستان کې ددغه هېواد د سفیر په توګه ګمارل کېږي.

Address

Kabul
1995

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when IMRAN S N خبر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to IMRAN S N خبر:

Share