تړون ږغ راډیو 87,90 Taroon Zhagh Radio

تړون ږغ راډیو 87,90  Taroon Zhagh Radio تړون ږغ خصوصي راډیو د افغانستان سویلې ولایت روزګان کي پر 87,90 ایف ایم څپو خبرونه، اسلامي، اقتصادي، معلوماتي، ټولنیزي، تفریحي، سیاسي، ادبي او

روزګاند پولیو واکسین کمپین پیل سو، ددغه کمپین په لړ کي به ۲۷۰۰۰۰ تر پنځه کاله کم عمره ماشومان واکسین سي. دغه کمپین پر دا...
23/11/2025

روزګان
د پولیو واکسین کمپین پیل سو، ددغه کمپین په لړ کي به ۲۷۰۰۰۰ تر پنځه کاله کم عمره ماشومان واکسین سي. دغه کمپین پر داسي مهال پیلېږي چي تازه ددغه ولایت د چورې ولسوالۍ په لنګر نومې سیمه کي د پولیو مثبته پېښه ثبت سوې ده.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند له شاجوۍ مانده سره موټر او ټکټر ټکر سوی، د ماشومانو په ګډون شپږ تنه یې زخمیان کړي.تېز ...
23/11/2025

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند له شاجوۍ مانده سره موټر او ټکټر ټکر سوی، د ماشومانو په ګډون شپږ تنه یې زخمیان کړي.
تېز رفتار، په ترافیکي اصولو نه پوهېدل او بې پروايي ددي پېښو لاملونه دي.

29/10/2025

روزګان مي د عامي روغتیا ریاست له لوري د ۵ سوه زره ماشومانو د واکسین لړۍ پیل سول.دغه ماشومان چي عمرونه به یې له ۶ میاشتي څخه نیولې تر ۱۰ کلونو پوري وي د شري ناروغۍ پر وړاندي واکسینېږي.ددغه ولایت د عامي روغتیا ریس ډاکټر محمد الله روحاني وايي دغه کمپاین چي د عامي روغتیا وزارت له لوري د ستني په وسیله ماشومانو ته زرق کېږي، په ټول روزګان کي به ۵ سوه زره ماشومان د ۳۹۲ ټیمونو له لوري چي د واکسیناتورانو شمېر به یې ۱۶۰۰ کسان کېږي تطبیق کړل سي. هغه دا هم وویل چي په تېر یوه کال کي د شري ناروغۍ د ۱۵۰ په شاوخوا کي ماشومانو ژوند اخیستی او دا مهال یې واکسین یوه جدي اړتیا وه.

د سلګونو روزګانیانو له لوري د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډي ژوندی بهیر له تړون ږغ راډیو څخه اورېدلی سئ!
18/10/2025

د سلګونو روزګانیانو له لوري د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډي ژوندی بهیر له تړون ږغ راډیو څخه اورېدلی سئ!

د افغانستان کرکټ بورډ رسمي اعلامیه !د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د ش.هادت له ...
18/10/2025

د افغانستان کرکټ بورډ رسمي اعلامیه !

د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د ش.هادت له امله ژوره خواشیني څرګندوي، چې له یوې دوستانه لوبې وروسته نن ماښام د پاکستاني رژیم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي.

په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو ګډون ۸ تنه ش.هیدان شوي، او ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوی دی. دغه لوبغاړي نن ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ته راغلي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.

افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بولي، او د شهیدانو له درنو کورنیو، او د پکتیکا له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.

الله (ج) دې ش ه یدانو ته فردوس جنتونه ورپه برخه کړي، ټپیانو ته دې عاجله شفا ورکړي، او د دې غمیزې اغېزمنو کورنیو ته د زغم، اجر او جمیل صبر غوښتنه کوو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې، او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کوي او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.

انا لله و انا الیه راجعون
- - - - -
Statement of Condolence

The Afghanistan Cricket Board expresses its deepest sorrow and grief over the tragic martyrdom of the brave cricketers from Urgun District in Paktika Province, who were targeted this evening in a cowardly attack carried out by the Pakistani regime.

In this heartbreaking incident, three players (Kabeer, Sibghatullah and Haroon) alongside 5 other fellow countrymen from Urgun District were martyred, and seven others were injured. The players had earlier traveled to Sharana, the capital of Paktika province, to participate in a friendly cricket match. After returning home to Urgun, they were targeted during a local gathering.

The ACB considers this a great loss for Afghanistan’s sports community, its athletes, and the cricketing family. The ACB also extends its deepest condolences and solidarity to the bereaved families of the martyrs and to the people of Paktika Province.

In response of this tragic incident and as a gesture of respect to the victims, the Afghanistan Cricket Board has decided to withdraw from participating in the upcoming Tri-Nation T20I Series involving Pakistan, scheduled to be played in late November.

May Allah (SWT) grant the martyrs the highest ranks in Jannah, bless the injured with a speedy recovery, and grant their families patience, reward, and strength during this time of immense grief.

إنا لله وإنا إليه راجعون

تیر ماښاماسلام اباد کې هم جنګ شروع  و!هلته د میرت هوټل کې د فوځي افسرانو غونډه روانه وه، چې دوه لویې چاودنې وشوې . وروست...
18/10/2025

تیر ماښام
اسلام اباد کې هم جنګ شروع و!
هلته د میرت هوټل کې د فوځي افسرانو غونډه روانه وه، چې دوه لویې چاودنې وشوې . وروسته بریدګر هوټل ته داخل سوي ښار یې د امبولانسونو ږغ پر سر اخیستی و او په روغتونونو کي بیړنی حالت اعلان و.

18/10/2025

امنیتي سرچینو د لومړنیو مالوماتو په توګه ویلي، تېره شپه شاوخوا ۸ نیمې بجې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په خاندارو کلي کې د پاکستاني جېټ الوتکو برید کې ۱۷ تنه ملکيان شهیدان دي.

په شهیدانو او ټپیانو کې د پکتیکا د کرکټ لوبغاړي هم دي.
په دغه هوايي برید کې چې پر یوه کور شوی، ۱۶ تنه نور پکې ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
#طلوع‌نیوز

13/09/2025

روزګان مرکز ترینکوټ
د مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ تر منځ لاره کي د ع مري بازار سره یو موټر چپه سوی یو نفر خپل ژوند بایللی او دوه نور سخت ژوبل دي.
د روزګان امنیه قوماندانۍ ویاند بلال روزګانی

د کرکیټ مینوالو لپارهتړون ږغ راډیو د افغانستان، پاکستان او عربي اماراتو  تر منځ د درې اړخیز سریز ژوندی بهیر د احمدشاه جو...
29/08/2025

د کرکیټ مینوالو لپاره
تړون ږغ راډیو د افغانستان، پاکستان او عربي اماراتو تر منځ د درې اړخیز سریز ژوندی بهیر د احمدشاه جواد په کمینټری باندي نشر ته وړاندي کوي.
پر ۸۷.۹ اف ام څپو
تړون ږغ رادیو
روزګان

د مور په شېدو سره د تغذیې نړیواله اونۍد اکسټ میاشتي لمړۍ اونۍ یو ماشوم باید له زېږېدو څخه سم دستي د مور په شېدو تغذیه پی...
02/08/2025

د مور په شېدو سره د تغذیې نړیواله اونۍ
د اکسټ میاشتي لمړۍ اونۍ
یو ماشوم باید له زېږېدو څخه سم دستي د مور په شېدو تغذیه پیل کړي او تر ۶ میاشتو یوازي د مور شېدې ورکړل سي، لکه څنګه چي مور ماشوم ته په شېدو ورکولو مسولیت لري کورنۍ یې مور ته د ښو خوړو برابرولو دنده لري.
د رڼا په لوري روغتیایي خپرونه دا اونۍ دوشنبه همدې ته ځانکړې سوې ده.
۸۷.۹ اف ام تړون رادیو
روزګان
وخت: راتلونکې دوشنبه د سهار ۹:۳۰ بجې

قاسم جان اتل چي د کندهار ولایت مخ کښه او ځلېدلی  د فوټبال ستوری و ومړ، پر هغه څه موده وړاندي د ګازو ډبې چاودنه کړې وه
31/07/2025

قاسم جان اتل چي د کندهار ولایت مخ کښه او ځلېدلی د فوټبال ستوری و ومړ، پر هغه څه موده وړاندي د ګازو ډبې چاودنه کړې وه

د روزګان ولایت امنیه قوماندانۍ په پرلپسې توګه دخیرو کارېز په سیمه کي د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی. یوازې د...
31/07/2025

د روزګان ولایت امنیه قوماندانۍ په پرلپسې توګه دخیرو کارېز په سیمه کي د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی. یوازې دوې ورځي وړاندي امنیه قوماندانۍ په تالاني سمیه کي هم د سلو او مهماتو زېرمه کشف او په لاس راوړل.

Address

Tarinkot City Second District Of Uruzgan Province
Kabul
0093

Telephone

+93798403011

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when تړون ږغ راډیو 87,90 Taroon Zhagh Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to تړون ږغ راډیو 87,90 Taroon Zhagh Radio:

Share